دخپرونوجدول

خبرې او سندرې تکرار
دلته د خبرې او سندرې خپرونې تکرار اورئ. په دې خپرونه کې له اورېدونکو سره خبرې کېږي، د هغوی پیغامونه خپرېږي او د هغوی د سندرو فرمایشونه پوره کېږي. دا یو ساعته خپرونه د پېښور پر وخت سهار پر څلور او د کابل پر درې نیمو بجو تکرار خپرېږي.

تکراري خپرونې
دلته د مشال راډیو د اوونیزو یو ساعته خپرونو بېلابېلې برخې تکرار اورئ. دا خپرونه د پېښور پر وخت د سهار پر پینځو او د کابل پر څلور نیمو بجو پیلېږي.

سلام پښتونخوا
دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې پکې تر خبرونو وروسته رپورټونه، له خبریالانو خبرونه او رپورټونه او سندرې در خپروو.

سهارنۍ خپرونه
په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې او تبصرې اورېدای شﺉ. د خپرونې په وروستیو پینځلسو دقیقو یا منټو کې یوه ځانګړې خپرونه خپرېږي. ورسره یوه اوونیزه خپرونه هم خپرېږي.

خبرې او سندرې
په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته له اورېدونکو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کېږي، د هغوی پیغامونه خپرېږي او د هغوی د سندرو فرمایشونه پوره کول کېږي.

خبري ګړۍ ۱
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو لومړۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.

ماسپښينۍ خپرونه ۱
د مشال راډیو لومړۍ ماسپښينۍ خپرونه. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې، مرکې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم خپرېږي.