ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي دوی نه غواړي د سېنېټ چيرمين د مسلم ليګ نون ډلي منتخب کړل شي ځکه چې هغه ګوند به داسي قانون سازي وکړي چې د نواز شريف درغلي پټه کړي.
په بیان کې د جماعت الاحرار ډلې د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام وسله والې ډلې د مشر منګل باغ په اړه د معلوماتو په بدل کې تر درو، درو میلیونه ډالره پورې انعام ایښودل شوی دی.
د پوليسو مشر د زیارت یا پنجشنبې پر ماښام وویل، د اپرېدي د نيولو په اړه به نور معلومات له اماراتو سره د اسنادو تر تبادلې وروسته په ډاګه کړي.
د سېنېټ انتخاباتو کې مسلم ليګ نون تر ټولو زيات ۱۵ سېنېټران منتخب شوي دي. پيپلز ګوند ۱۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د پاکستان سېنېټ ۵۲ غړيو انتخاباتو غير سرکاري نتيجو ترمخه د واکمن مسلم ليګ نون ګوند ملاتړ لرونکو کانديدانو بری ترلاسه کړی دی.
د پاکستان په سېنېټ کې د خالي کيدونکي ۵۲ چوکیو لپاره د شنبې په ورځ د ټولو صوبو په اسمبلیو کې د نورو سنېټرانو ټاکلو لپاره د رایو اچولو لړۍ پیل شوې چې د پاکستان له وخت سره سم د مازیګر تر څلورو بجو به دوام ولري. د قبایلي سیمو د سنېټرانو ټاکلو لپاره د قومي اسمبلۍ غړي رایې اچوي.
د سوات ځايي شاعر سميع الله ګران او سندرغاړي شاهد خان په ګډه د سندريو نوې ويډيو خپره کړې چې د پرانست غونډې ته یې پوهان، شاعران او سندرغاړي وربللي ول.
د قزاقستان ښکاري مرغانو ادارې په الماتې کې يوه کلتوري مېله جوړه کړې وه چې مقصد يې له خطر سره د مخامخو مرغانو ژغورنه وه.
د افغانستان په خوست ولايت کې ميشت وزيرستانيو کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو دوهم پړاو دوام لري. د نهې ورځ د شمالي وزیرستان چارواکيو ویلي چې ۴۶ کورنۍ ستنې شوې دي، او په دې مرحله کې به څه باندې ۴۳۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنېږي.
د امريکا د پوځ مشر جنرال جوزف ووټل د ګل په ورځ د کانګرس دفاعي کمېټي ته په وينا کې ويلي دي چې په جنوبي اسيا او په سسمه کې ثبات لپاره د پاکستان همکاري ته اړتيا ده.
د هندي سینما (بالیووډ) مشهوره اداکاره سري دیوي د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه. سري ديوي د هند لومړنۍ ښځينه سوپر سټاره وه او تر ۳۰۰ فلمونو کې يې کار کړې و.
د پاکستان لپاره د امريکا پخواني سفير رچرډ ولسن ويلي دي چې دا په پاکستان منحصره ده چې ايا امريکا سره ملګريتوب غواړي او که نه طالبانو يا حقاني شبکې سره اړيکي بحالي ساتي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانيستني په يوه غونډه کې ملګرو هېوادونو ته مبارکي وویله چې دا به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وتړي او د سیمې ښکېلو هېوادونه ته به کار او ګټه راوړي.
د پاکستان په لويو ښارونو کې ځوانان سینګارخانو ته ورځي او دا رجحان په ښاریو کې زيات شوي دي. د ځوانانو د ښکلا سالون ته زياتره د متوسطې طبقي خلک ورځي.
په اسلام اباد کې د آسونو دوه ورځنۍ مېله او نېزه بازي شوې چې پکې له ۱۵۰ څخه زياتو کلبونو او تر ۶۰۰ پورې آسونه موجود ول. دا يوه دودیزه لوبه ده. په اسلام اباد کې دې ځغل او نېزه بازۍ ته بهرنيان هم ورغلي ول.
پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې مېشت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په وار وار مهلت ورکړی خو هلته مېشت افغان کډوال وايي يو خوا په لاس کې څه نه لري او بلخوا هلته امنيت نشته.
په متحده عرب اماراتو کې هر کال د اوښانو ځغل کېږي. په سيالو کې د هېواد د هرې سيمې وګړي برخه اخلي.
د سعودي عرب چارواکي وايي چې په الشويمس کې راتا غرونو کې لرغون پوهانو لس زره کاله قديم ځای خوندي ساتلي او هيله لري چې ګڼ سیلانيان به ورشی. دا ځای د ملګرو ملتونو يونيسکو ادارې په فهرست کې هم شامل دي.
نور وښیئ