ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې دا ځل لسګونه میلیونه ووټونه د ډاک له لارې اچول شوي. همدا لامل دی چې د انتخاباتو نتیجې ښايي د نومبر پر درېیمه روښانه نه وي. تر انتخاباتو وروسته ښايي تر ورځو، ورځو قانوني لانجې وي، ووټونه بیا وشمېرل شي او د درغلۍ دعوې هم وشي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبې حيثيت ورکولو پرېکړه کړې ده.
عبدالطيف اپرېدی چې نامتو وکیل او سياستوال هم دي، د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه یې د سپريم کورټ بار اسوسییېشن انتخابات وګټل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د دې هېواد په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د هغه سيال او پخوانی مرستيال ولسمشر جو بايډن د اکتوبر پر ۲۲مه اخري مناظره وکړه. دواړو مشرانو په مناظره کې پر کورونا وايرس، ملي امنیت، نسلي ستونزو، د انتخاباتو پر امنیت، چین، شمالي کوريا، مهاجرت، د موسمياتي بدلون او توانایۍ ا
د پاکستان د سيند صوبې ترپارکر سيمه کې زيات شمېر هنداون اباد دي. دغه تاريخي سيمه که يو خوا ځان ته بېل کلتور لري نو بلخوا له يو شمېر ستونزو سره هم مخامخ ده.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د واکمن تحريک انصاف ګوند او د وزيراعظم عمران خان د لېري کولو لپاره احتجاجي تحريک پيل کړی. په دې ترڅ کې۱۱ حکومت مخالفه سياسي ګوندونو لومړۍ جلسه د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب په ګوجرانواله کې وکړه. اپوزيشن مشرانو په خپلو ويناګانو کې پر پوځ او حکومت سختې نيوکې وکړې. دوی وويل پوځ دې
د پاکستان پنجاب صوبې فيصل اباد اوسېدونکي محمد اکرام د سنوکر لوبې غوره لوبغاړی دی. اکرام لاسونه نه لري خو د سنوکر لوبې مهارتونو له وجې يې په هېواد کې شهرت موندلی دی.
د نجونو د حقونو مبارزه او د امن نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، د نجونو نړيواله ورځ د پښتنو سيمو لپاره ډير ارزښت لري.
نوموړي د اکتوبر پر اتمه د يوې مقدمې اورېدنې پرمهال وويل چې ايين او نه هم قانون ججانو او د پوځ لوړ پوړو افسرانو ته له حکومته په ارزانه بيه یا وړیا د پلاټ (ځمکې) اخېستو حق ورکوي.
د پاکستاني وزیراعظم د سياسي چارو سلاکار ډاکټر شهباز ګیل د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ پر رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف د غدارۍ تور پورې کړی دی.
د اکتوبر پر درېیمه په ننګرهار او پر لومړۍ نېټه په هلمند کې د وسله والو لخوا خونړي بریدونه ترسره شول. دا بریدونه چې څوک یې ذمه واري هم نه قبلوي، په داسې وخت کې ترسره کېږي چې هلته د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره مخامخ خبرې هم روانې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیانی وایي چې تر موټر بم چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ټول برید ګر وژل شوي دي.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په چاړه د خلکو د وهنې پېښې په تور یو پاکستان توکمه ځوان منلې چې قصداً یې د شارلي اېبدو مجلې پخوانی دفتر په نښه کړی وو.
نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر تر هغې وروسته پر ټوېټر په بیان کې کړې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار شخصي ټېلېوېژن اې ار وای ته وویل،
د پاکستان او افغانستان سوداګرو د باديني تجارتي ټرمينل د پرانېستو هرکلی کړی. د بلوچستان صوبې په کلا سيف الله ضلع کې باديني تجارتي ټرمينل د شپږ اربه روپيو په لګښت جوړ شوی دی.
په داسې حال کې چې د قطر پلازمېني دوحه کې افغان -خپلمنځۍ خبرې راونې دي، د سېپټېمبر پر ۱۶مه په جلال اباد ښار کې لسګونو مېرمنو لاريون وکړ او د سولې د خبرو ملاتړ يې وکړ. مېرمنو هيله وښوده چې افغان حکومت او طالبان به اور بند وکړي او جګړې ته به د پای ټکی کېږدي.
د سېنيټ په غونډه کې د ترهګرۍ مخنيوي ترميمي بل په حق کې ۳۱ او په مخالفت کې ۳۴ رای ورکړل شوي.
د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو او دایمي اوربند غږېږي. نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۳مه په دوحې کې خبري غونډې ته وویل، له طالب پلاوي سره پر بېلا بېلو موضوعاتو رسمي خبرې د سېپټېمبر پر ۱۴مه پیلېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ