ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د پاکستان حکومت د اګست له ۱۰مې څخه د ټولو هغو کاروبارونو بیا پرانیستو اعلان وکړ چې د ټولبند پر ختمېدو سربېره تړلي ول. په دې کې د رستورانونو دننه خوراک، څښاک هم شامل وو چې د مارچ له نیمايي راهیسې ورباندې بندیز وو.
په راولپېنډۍ کې د چړو او چاقووانو خرڅوونکي او تېره کوونکي وايي، سږکال یې د کورونا وایرس وبا له وجې کاروبار خراب دی ځکه چې کم خلک قرباني کوي. خو ځینې خلک وايي چې دوکاندارن چړې ګرانې خرڅوي او د تېره کولو لپاره یې هم د پخوا پرتله زیاتې پیسې غواړي. نور په ویډويي رپورټ کې.
زیارت د بلوچستان د سیلګرۍ له مهمو ځایونو یو بلل کېږي. پوهان وايي، د دې سیمې د ځنګله اوبښتې له اووه څخه تر اته زره کلونو پورې عمر لري. خو د ځنګله ونې یوې ناروغۍ او اوږدمهاله وچکالۍ
محبوب الرحمان د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړي کیمپ کې اوسي. نوموړي د مردان بورډ د لسم ټولګي په ازموینو کې دویم پوزیشن ترلاسه کړی دی. د رحمان پلار په اکوړي
د جولای پر ۲۲مه، پر ۱۱مه ورځ هم د مومندو یو شمېر ملکانو په غلنۍ کې عمومي سړک تړلی وو. دوی له حکومته غواړي چې د ځانګړو خاصه دارو مراعات دې بحال کړي. دا خاصه دار
د قبایلي سیمو، بلوچستان او ګېلګېت بلتستان زده کوونکو د جولای پر ۱۹مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره یې له مارچ راهیسې
د پاکستان حکومت وايي، د جولای له پیل راهیسې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ نویو پېښو شمېر ورځ تر بلې کمېږي. خو ډاکتران وايي، اوس هم په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر
د پاکستان د یو شمېر سیمو سوداګرانو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د کورونا وایرس مخنیوي محدودیتونه نرم کړي او ورته دې
۱۵ کلنه ملایکه زاهد ښايي په کوټه کې د سوک وهنې (باکسېنګ) يوازینۍ زده کوونکې وي چې په کور کې مشق او رده کړه کوي. نوموړې د پاکستان پر کچ يو شمېر جایزې هم ګټلي دي.
د پښتو نومیالی شاعر او ټوکمار میراوس په کوزه مومندو کې رستوران پرانیستی او د هوټل پر دېوالونو یې د نشو ضد پیغامونه لیکي. ۶۵ کلن ميراوس وايي، هنر یې د روزګار په لار کې خنډ نه دی ګرځېدلی او په رستوران کې یې د سيمې يو شمېر ځوانان کار هم کوي. نور په ويډیويي مرکه کې.
د جولای پر درېيمه د پاکستان په پنجاب کې ټرافيکه پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي ول چې ۲۰ پکې سيکان ول. په دغه ۲۰ سيکانو کې ۱۹ د پېښور د جوګن شاه ول چې نن (جولای څلورمه) يې وروستي رسومات وشول. په دې اړه د ځلاند يوسفزي او عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
د کورونا وایرس وبا د ټولې نړۍ د اقتصادي زیان اړولو ترڅنګ پر ټولنیز او انفرادي ژوند هم بد اغېز کړی دی. په دې مستند فلم کې مو د داسې درې کسانو ژوند ته کتنه کړې چې وبايي حالاتو اغېزمن کړي دي.
د ټېکنالوجۍ په راتګ سره که يو خوا د اوبو ژرندې کمې شوې خو د پاکستان په سرښار اسلام اباد غونډې ښار کې لا هم د اوبو يوه پخوانۍ ژرنده فعاله ده چې ځايي خلک د اوړو لپاره غنم ور وړي. په دې اړه د عمران يونس او ځلاند يوسفزي ويډيو وګورئ.
په اختر او نورو خوشالیو کې ځینې خلک هوايي ډزې کوي چې پکې هرکال د لسګونه خلکو د مرګ، ژوبلې خبرونه خپرېږي. همداسې یو کس د صوابۍ ۲۲ کلن اکمل خان دی.
د صوابۍ ځینو ځوانانو د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال له رواني (نفسیاتي) فشاره د ځان ساتلو لار موندلې. دوی د غرونو لمنو ته ځي او له موسیقۍ خوند اخلي. په دې اړه ویډیو وګورئ.
د صوابۍ د پرمولو کلي یاسین علي د بې وزله کورنۍ غړی دی خو پر دې سربېره یې پر دېوالونو او ګټو د ختلو لوبه زده کړې او پر ملي او نړیوال کچ یې انعامونه ګټلي.
د اریانې یوې خپلوانې د اپرېل پر نهمه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مسلمانېدو پر مهال اریانا په اسلام اباد کې وه.
د خیبر پښتونخوا سیکان څنګه ژوند تېروي او څه ستونزې لري؟ دا پوښتنه د دې مستند فلم مهمه موضوع جوړوي. د دې ترڅنګ د سیکانو د دین، رسمونو او عبادتځایونو په اړه مو هم معلومات غونډ کړي دي چې ورڅخه په دې فلم کې خبرېدای شئ.
د نوښار اورنګزېب د پښتو موسیقۍ پخوانۍ سندرې خوندي ساتلې دي. له ده سره د ۱۹۰۸ز کال د ګراموفون ککوړي هم شته. اورنګزېب وايي، په ۲۰۱۰ز کې چې سېلاو نوښار وځپه نو ورسره د خپلو کیسټونو فکر وو. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان په پنجاب کې د چولستان په بېدیا کې د دراوړو کلا د نړۍ د کلتوري میراث برخه ده. د کلا بهرني دېوالونه جوړ دي خو دننه ورانه، ویجاړه پرته ده چې اوس یې حکومت د بیارغونې چارې پیل کړي. د دراوړ کلا تاریخ په اړه ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ