ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف تېره ورځ په اسلام اباد کې د امر بالمعروف په نوم جلسه وکړه چې ورته وزيراعظم عمران خان وويل چې کوم ډول سازش د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد شوی وو هم هغه ډول سازش د تحريک انصاف د حکومت پر ضد هم روان دې.
د پښين حسيب الله د بلوچستان لومړی لوبغاړی دی چې د کرکټ په نړېوال جام کې د پاکستان د ۱۹ کالونو کشره ملي لوبډله کې لوبېږي. حسيب الله وايي چې په پښين کې د لوبو اسانتياوې نشته خو په خپل ځاني زيار د کرکټ ملي ټیم برخه ګرځېدلی دی.
په بنو کې پښتون قامي جرګه د یو ۲۵ نکاتي پرېکړه لیک په منظورولو پای ته رسېدلې. د مارچ پر ۱۴مه د جرګې کوربه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرېکړه لیک واوراوه او له ګډونوالو څخه یې ورباندې رایې واخیستې. په پرېکړه لیک کې راغلي چې د پاکستان پښتانه دې په یوه صوبه کې یو ځای شي. په پرېکړه
د پاکستان پیپلز ګوند احتجاجي لاريون د مارچ پر اتمه شپې مهال اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پای ته رسېدلی دی. ياد ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړی وو. ویډیويي رپورټ.
د ګلګت بلتستان د هنزې سیمې ښځو په تېرو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه زیات کړي دي. د خیبر پښتونخوا په شمال کې په پرتې هغې سیمې کې د نجارۍ (ترکاڼۍ) یو داسې ورکشاپ دی چې ټولې کارکوونکې یې ښځې دي. مشال راډيو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت دا مستند فلم جوړ کړی.
د پېښور په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال په ځانمرګي برید کې ۵۶ کسان وژل شوي او تر ۱۹۰ زیات ژوبل دي. چارواکي وايي، د مارچ پر څلورمه وسله وال لومړی له جومات سره نېږدې پر پولیسانو ډزې وکړې او وروسته یې ځانمرګی برید وکړ. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد کې د خبريالانو اتحاديې د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مجازاتو په قانون (الېکټرانک کرایمز رېګولېټري ایکټ یا پېکا) کې د بدلونونو ضد احتجاجي مظاهره وکړه. له بدلونونو سره سم، پر ټولنیزو شبکو د یو چا د بدنامولو پر سر عدالت یو کس ته د پینځو کلونو د بند سزا اورولای شي. ویډیويي رپورټ.
د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتونه د ۵۷ افغان زده کوونکو د فراغت غونډه وشوه چې ورته په پاکستان کې د طالبانو د حکومت ناظم الامور هم ورغلی وو. د فبرورۍ پر ۲۰مه تر غونډې وروسته زده کوونکو مشال راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت دې ورته د کار موقعې برابرې کړي. ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد کې خبریالانو د یوې رسنۍ د مالک محسن بېګ د ګرفتارۍ او د یوه ټېلېوېژن چینل د تړلو پرضد مظاهره کړې. خبریالانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د مظاهرې پرمهال مشال راډيو ته وویل، دا ډول اقدامات د بیان ازادي لا محدودوي. د پاکستان برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) په فبرورۍ کې تر هغې وروسته نیوز ون
عامره لیاقت د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر ده او په وروستیو کې یې په اسلام اباد کې د تازه مېوو شربت او خوړو غرفه یا ډابه خلاصه کړې ده. نوموړې په مطالعه پاکستان کې ماسټري کړې. عامره لیاقت وايي، د خپل کار پیلولو موخه یې د نورو ښځو ځواکمنول دي. ویډیويي رپورټ.
په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۴مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د علي وزیر په ګډون د یاد غورځنګ د یوشمېر نورو بندي غړي د راخوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه.
د پاکستان حکومت وايي، په مري او ګلیاتو کې تر توپاني واورې وروسته مرستندویه چارې دوام لري او شاوخوا ټولې لارې یې له واورو پاکې کړې دي. خو د پنجاب پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د جنورۍ پر نهمه به هم مري ته تلونکې ټولې لارې تړلې وي. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر شپږمه او اوومه
پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری ورکړی دی چې که د تحریک د یوه مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون یې نور ګرفتاره ملګري او پلویان خوشې نه شول نو د اسلام اباد پر لوري به لاریون وکړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر دویمه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، پر ګرفتاریو او مقدمو سربېره به
د اسلام اباد په یو پارک کې ځينو ځوانانو د بېوزله ماشومانو لپاره ښوونځی پرانيستی دی. د اېچ ون ټيچ ون (Each one Teach one) په نوم د سازمان غړي وايي چې دوی هغو ماشومانو ته زدکړې ورکوي چې رسمي سکول ته د تګ وس او توان نه لري. په دغو ماشومانو کې ۹۰ سلنه پښتانه دي چې له بېوزله کورنيو سره اړه لري.
ګوادر کې له تېرو ۲۹ ورځې راهیسې د بنيادي انساني او اقتصادي حقونو او اسانتياو لپاره د پیل شوې احتجاجي ناستې په ملاتړ په اسلام اباد کې هم احتجاج وشو. د احتجاجیانو وینا وه چې په ګوادر کې د احتجاج سمبالوونکو مشرانو پرضد د مقدمو پرځای دې حکومت د بلوچستان ولس ته بنيادي حقونه ورکړي.
د بشري حقونو نړېوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د لا درکه شویو کسانو لپاره یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وشوه. د تری تمو کسانو خپلوان وايي، چې د ايين له مخې دې د دوی ورک کړل شوي کسان عدالتونه ته وړاندې کړل شي.
په اسلام اباد کې د سرکاري سکولونو استادان د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې راهیسې په احتجاج دي او سرکاري سکولونه یې هم تړلې دي. دوی د حکومت د هغې نوې قانون پرضد احتجاج کوي چې تر مخه به یې د فيډرل اېجوکېشن ډايرکټرېټ د سرښار د ميير يا ناظم په اختيار کې راشي.
په اسلام اباد کې د نومبر پر ۳۰مه نېټه د پارلمان د ودانۍ مخې ته په لسګونو هغو کسانو مظاهره وکړه چې وايي، خپلوان يې په چين کې زندان ته اچول شوي دي. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له چين سره دې د بنديانو تبادله وکړي او د دوی خپلوان دې راخوشي کړي.
د چارسدې ضلعې د مندڼۍ تاڼې په حدودو کې د اتوار په ورځ ناوخته قهرېدلو مظاهره چیانو د هغه ګنګوسو پر مهال د پوليسو یوه تاڼه او شپږ چوکۍ وسوځولې چې په تاڼه کې د پولیس په حراست کې ګرفتار کس په مبینه توګه قرآن شریف سوځولی دی.
نور وښیئ