ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د کوټې محمد شعېب د اسیا د سوکوهنې اتلولي ګټلې خو وايي، غواړي چې د نړۍ اتل شي. دی له تېرو پینځو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې اوسي او هلته لوبه کوي. شعېب وايي، د ده زیات وخت د حکومت ملاتړ ترلاسه کولو په هلو ځلو تېرېږي او له وزیرانو او چارواکو سره ګوري. نور په ویډیو کې.
په مردان کې د مې پر ۱۷مه د افغان کډوالو د کرکټ لوبډلو تر مينځ سيالي وشوه. دغه لوبې د افغان کمېشنرېټ په مرسته جوړې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي هم پکې لوبېږي.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پارېدلو مظاهرچیانو د دولتي راډیو ودانۍ سوځولې ده. د راډیو چارواکي وايي، د تحریک انصاف پلویان په ودانۍ ورننوتل او ورته یې اور واچاوه. د هغه ګوند پلویان د خپل مشر عمران خان د ګرفتارۍ پرضد په احتجاج دي. په دې اړه رپورټ وګورئ.
عرفان مسید د ناامنۍ له وجې د بې کوره کېدو وروسته په ډېره اسماعيل خان کې د مکسډ مارشل ارټ اکېډمي جوړه کړه. د نوموړي زياتره شاګردان هم بې کوره شوې ځوانان دي. د نوموړي شاګردان یې هم له لسو زيات نړيوال ريکارډونه لري. مسید تېره میاشت د پاکستان صدارتي اېوارډ هم اخیستی دی.
نن (د اپرېل پر ۲۲مه) په پاکستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي، خو د خيبر پښتونخوا د مومندو، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۲۱مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.
په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۲مه د هغو فلمونو مېله پای ته ورسېده چې ښځو جوړ کړي دي. په مېله کې یوشمېر لنډ فلمونه د خلکو نندارې ته وړاندې شول. په ننداره کې د مردان د یوې ښځې پر ژوند جوړ فلم خلکو زیات خوښت کړ. ویډیويي رپورټ.
د اسلام اباد د دنګو ودانيوو ترمنځ د افغان کډوالو په خېمو کې د افغان ښځو له کړاوه ډک ژوند
د پېښور صايمه خان د خپلې لور د زده کړو بهیر جاري ساتلو په خاطر په اسلام اباد کې یو رستوارن خلاص کړی دی. نوموړې وايي د اقتصادي ستونزو له کبله یې اول اسلام اباد ته کډه وکړه او هلته یې خپل کاروبار پیل کړ. هغه وايي، په لومړي سر کې مشکلات ول خو اوس یې کار ښه روان دی. ویډیويي رپورټ.
خان سيد اپرېدی پر نړيوال کچ د تای باکسنګ لوبه کوي او يو شمېر نړېوالې سيالۍ ېې هم ګټلې دي. نوموړی وايي چې په کراچۍ کې يې د کراټو له لوبې پيل کړی وو خو بيا وروسته يې تايي باکسنګ ته مخه وکړه. خان سيد دا مهال په اسلام اباد کې مېشت دی او هم هلته خپل تمرين کوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات عایشه اياز غواړي په اولمپېک لوبو کې ګډون وکړي. هغې په نهه کلنۍ کې په دوبۍ کې يوه نړيواله او د پاکستان دننه ځينې نورې سیالۍ ګټلې خو وايي غواړي لا مخکې ولاړه شي.
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې په پوليس لاين کې په يوه بريد کې د د لېډی رېډنګ روغتون د وياند په وينا، ۵۹ کسان وژل شوي دي. محمد عاصم رسنيو ته ويلي چې په حمله کې ۱۵۷ کسان ژوبل هم دي. تراوسه پورې هیچا د حملې ذمه واري نه ده منلې.
د نوميالي وکيل او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي جنازه د جنورۍ پر ۱۷مه، د سلګونو کسانو په ګډون د پېښور په باغ ناران کې وشوه. اپرېدی د جنورۍ پر ۱۶مه، په پېښور هايي کورټ کې په ډزو وویشتل شو چې روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه. ويډيو راپور او ايډيټ: عظمت علي شاه او ځلاند يوسفزی
په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو تر بندیز وروسته، په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډريشن) غړيو او افغان زده کوونکو مظاهره وکړه.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو ضد عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده. هلته تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۹مه ویلي چې په مرکز کې یې زیاتره کسان ملګري دي او د وتلو محفوظه لاره غواړي. ویډیويي رپورټ.
پښتون ژغورنې غورځنګ او یوشمېر سیاسي ګوندونو د نومبر پر ۲۷مه په ټانک کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه وکړه. جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول او له انتظامیې څخه یې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه. پولیس وايي، په ښار کې حالات ښه دي او دا چې هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
فرهاد خان د افغانستان اوسېدونکی دی او وايي چې هنري نوم یې شاه رخ خان دی. دی وايي، پخوا به یې په فلمونو کې کار کاوه خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم کراچۍ ته کډه شو او هلته سینګار توکي خرڅوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
عذرا نفيس د سيند پر ډبرو انځورګري کوي. نوموړې وايي د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسله وال بريد وروسته يې انځور ګري پيل کړې ده۔ هغه وايي خپل هنر نورو ته هم ورزده کول غواړي.
د ملاکنډ درګۍ هريان کوټ کلي الماس خانم يو جوړ کړي انځور په نړيوالو سياليو کې لومړۍ جايزه ګټلې ده. دغه جايزه د اکتوبر پر ۲۷مه په بريتانيه کې ورکړل شوه خو الماس خانم د ويزې نه تر لاسه کېدو له امله په هغه دستوره کې ګډون ونکړ.
د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان نااهلۍ ضد احتجاجونه پیل شوي دي. انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې عمران خان د شتمنیو په اړه سم معلومات نه ول ورکړي نو ځکه له ایین سره سم د قامي اسمبلۍ د څوکۍ وړ نه دی. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ