پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د روسیې دې لوړپوړي مرکچي دا هم وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو تهران ته سفر په مذاکراتو کې د موضوع د ((لا روښانولو)) مرسته وکړه.
په شام کې د امریکا په مشرې د اېتلافي ځواکونو په برید کې د اسلامي دولت ډلې یو مشر وژل شوی چې د ((ځانمرګو بریدګرو امیر)) په نوم پېژندل کېده او په عراق او شام کې یې د جګړې لپاره بهرني وسله وال استخدامول.
په کراچۍ کې له مودې راهیسې د وسله والو پر ضد د رېنجر ځواک عملیات روان دي چې ورباندې ځېنې ګوندونه لکه اېم کیو اېم او پیپلز پارټي نیوکې کوي.
د پاکستان د بشري حقونو فعال ای اې رحمان په ډان ورځپاڼه کې لیکلي، د هغه هېواد کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، د ناحکومتي ادارو د رجسټرولو کار اوس د اقتصادي چارو له څانګې ده ته انتقال شوی دی.
په نننۍ خپرونه کې مو د ملاکنډ یو داسې ځوان مېلمه کړی چې له وړوکي عمر یې د رباب غږول (ږغول) پیل کړي او نن د پښتو له نومیالیو سندرغاړو سره رباب غږوي.
پروفیسر حسن عسکري وايي، په پاکستان کې د وسله والۍ او سختدریځۍ مسله دومره پراخه ده چې که په راتلونکو شپږو یا اتو کلونو کې حکومت او پوځ یوازې د ډلو د فعالیتونو په محدودولو کې بریالی شو نو دا به لویه خبره وي
دا ډېره شرمناکه ده چې پاکستان [د پېښور سکول برید] په غبرګون د وژنو سلسله پیل کړه. ایمنسټي انټرنیشنل د تېر کال ډېسېمبر دې [برید راهیسې] په پاکستان کې پر دار د ځړولو ۱۴۰ پېښې ثبت کړې دي.
د یوه هېواد استخباراتي یا جاسوسي ادارې هم کم عقلې نه وي، هغوی چې مالومات خپروي نو یوه وجه یې وي.
فارن پالیسي مجلې په خپله لیکنه کې د پیو په نوم د څېړنیز مرکز دوه نظر پوښتنې څېړلې دي. دا نظر پوښتنې په ۲۰۱۴ز کال کې په پاکستان او چین کې شوې وې.
د پاکستان بشري حقونو کمېسیون د هغه هېواد پر پوځ انتقاد کړی دی چې ولې یې په عمومي توګه د قبایلي سیمو او په خصوصي توګه د شمالي وزیرستان اوسېدونکو ته په خپلو سیمو کې د امنیت ټینګښت ذمه واري سپارلې ده.
د جرمني وزیراعظمه انګېلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند نن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین ته د اوکراین سولې نوی پلان وړاندې کوي.
د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید وویل، بله پروژه د پاکستان خپله پخوانۍ هغه ده او دوی غواړي چې د پاکستان دننه سړکونه له یو بل سره وتړي
د عبدالله د واکمنۍ پر مهال په سعودي عرب کې د بنسټپالو او عصري فکر لرونکو تر منځ فکري واټن او خلیج نور زیات شو. ده د واکمنۍ پر مهال ځېنې اصلاحات راوستل لکه د اقتصاد ازادولو لپاره یې اقدامات وکړل. خو د بشري حقونو ډلو وخت په وخت پر شاه عبدالله انتقادونه هم وکړل.
په کابل کې د امنیتي او دفاعي چارو پوه نور نواز پیاوړی وايي، افغان پوځیان دا مورال لري چې د بهرنیو ګواښونو مخنیوی او د هغوی مقابله وکړي خو ستونزه دا ده چې دوی کافي وسایل نه لري
د بشري حقونو څار نړیواله اداره په خپل تازه رپورټ کې وايي، افغان حکومت په دې کې پاتې راغلی چې خبریالانو ته د ګواښونو پېښو پلټنې وکړي او پړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
په دې خپرونه کې به واورئ چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان امنیتي حالات څنګه بدل شوي دي؟ د هغه هېواد د امنیت خرابوالي لاملونه څه دي؟ ایا افغانان د جګړې نه شتون غواړي، که نه د ثبات په تکل دي؟ ایا د افغانستان ملي پوځ هېواد ته د ورپېښو ګواښونو مقابله کولای شي؟
کله چې په پاریس کې د طنزیه مجلې شارلي اېبدو پر دفتر برید وشو او پکې ۱۲ کسان ووژل شول نو له هغې ورځې راهیسې خلکو لاریونونه وکړل او بیا د اروپايي او نورو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون لکونه خلکو یو لوی لاریون وکړ.
افغان ولسمشر اشرف غني په پاریس کې د چارلي هېبدو په نوم د مجلې پر دفتر ((د ترهګر برید)) په ((کلکه)) غندنه کړې ده. هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د پاریس ((د وژونکي برید غنده کړې ده.))
د چارشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي وویل، ۲۱م او ۲۲م اییني ترمیمونه د پاکستان پوځ واک پراخوي او اوس به پوځ وکولای شي چې د پوځي قانون تر مخه پر ولسي وګړو هم په پوځي عدالتونو کې مقدمې وکړي.
د ۲۰۱۴ز کال په پای کې نړیوالو ځواکونو د یوې غونډې له لارې په رسمي ډول خپل ۱۳ کلن جنګي ماموریت پای ته ورساوه. اوس د افغانستان د امنیت ټولې چارې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره دي.
نور وښیئ