نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
جسټس يحيا اپرېدي دا اقدام تر هغې وروسته کړی دی چې د سیند د زندانونو د پولیسو مشر حسن سېتو سپریم کورټ ته په وړاندې کړي رپورټ کې وویل چې د هغې صوبې په بندیخانو کې د قیدیانو شمېر تر بېساري کچ لوړ شوی دی.
بټ د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال د کمېشن راپور وړاندې کړ او و یې ویل چې په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. "که حکومت دی او که مخالف ګوندونه – ټول په ګډه د بشري حقونو سرغړونې کوي.
مېرمن بلوڅې وویل، ګمشاد غني، دودا الاهي، معراج ګمشاد، او مزمل بلوڅ، چې د کراچۍ پوهنتون زده کوونکي دي، د ډېسېمبر پر اتمه له خپلو کورونو په زوره تری تم کړل شوي دي. هغې وویل دوه کاله وړاندې هم ګمشاد، دودا او معراج لادرکه کړل شوي ول چې تر پراخو احتجاجونو وروسته خوشې شول.
د وزیر وکیلې منیزې کاکړ د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د علي وزير پر ضد هغه مقدمه د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې پر داسې وخت درج شوې وه چې هغه د کراچۍ په زندان کې بندي وو.
پاکستان کې د مال وړونکو ګاړو اتحادیې مشران وايي، په تېره يوه اوونۍ کې اسلام اباد او پنجاب په ګڼو سيمو کې حکومت شاوخوا ۱۵۰۰۰ ګاډي او کنټينران د لارو تړلو لپاره نيولي دي. په دې کې هغه ګاډي هم شامل دي
د پاکستان لویو سړکونو ادارې (نیشنل های وې اتارټي این ایچ اې) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې هم د تېرې شپې د اتو بجو څخه به د پېښور نه اسلام اباد موټروې په ګډون اسلام اباد ته تلونکي ټول سړکونه تر دویم اعلانه پورې بند وي.
د پاکستان د دولتي پوهنتونونو د ښوونکو د سازمان عمومي منشي ډاکټر جواد خان د نومبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان په پوهنتونونو کې شاوخوا ۲۱،۰۰۰ دوکتورا یا پي اېچ ډي لرونکي لېکچرران له ترفېع بې برخې دي.
جنېد اسماعیل ماکډا د نومبر پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت هغې مالیې ته د بېخبنا پرمختیا یا انفراسټکچر ډېوېلمپنټ سېس (یا ټیکس) نوم ورکړی دی چې د عملي کولو اعلان یې درې میاشتنې مخکې کړی وو چې تازه یې نافذ (لاګو) کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د کراچۍ څانګې مشر معین قریشي د نومبر ۱۳مې مظاهرې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ملکي عدالت باید د ۶۱ کلن ادریس خټک مقدمه واوري او له قانون سره سم دې ورته د خپلې دفاع حق ورکړي.
دا ککړه هوا عام خلک، په ځانګړي ډول پینځه کلنۍ څخه کم عمره یو اعشاریه یو کروړ ماشومان له خطر سره مخ کوي. په پاکستان کې هر کال د ژمي په موسم کې سموګ یا د هوا ککړتیا یوه لویه ستونزه جوړوي چې د حکومت او خلکو لپاره جدي اندېښنې راولاړوي.
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
په کراچۍ کې د نومبر په نهمه نرښځیانو د خپلو حقونو لپاره د نرښځیانو فېسټیول په نوم دستوره وکړه، چې د کراچۍ ترڅنګ د هېواد له نورو برخو څخه ګڼ شمېر نرښځیانو او مدني فعالانو پکې ګډون وکړ. دوی په میراث کې د حق غوښتنه کوله.
عدالت د نومبر پر څلورمه د ضمانت منظورولو ترڅنګ د پوليسو هغه تحقيقاتي افسر اې او پر ضد هم امر کړی دی چې تر اوسه یې د پي ټي اېم د نيول شوو کسانو لومړی راپور یا چلان په عدالت کې نه دی وړاندې کړی.
حکومت د "پي اې ای" ۶۰ سلنه برخې لپاره لږ تر لږه ۸۵ اربه روپۍ ټاکلې وې، خو په بولۍ کې یوازې د "بلو ورلډ سيټي" په نوم یوه شخصي کمپنۍ برخه واخیسته او ۱۰ اربه روپۍ بولي یې وړاندې کړه.
په کراچۍ کې د دیوالي رنګینې مراسم
په کراچۍ کې زده کوونکو، مدني فعالانو او بېلا بېلو سازمانونو د اب و هوا یا اقلیم بدلون او د دې اغېز په اړه د اګهۍ په موخه لاریون او غونډه کړې ده. د اکتوبر ۲۸مې د لاریون ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې د تودوخې درجې ټيټولو لپاره دې اقدامات وکړي او نړیوالې موافقې دې عملي کړي. ویډیويي رپورټ.
دغه لاریون د کراچۍ بار کونسل لخوا ترتیب شوی وو. وکیلان په دې ورځ عدالتونو ته حاضر نه شول. دوی د کراچۍ سټي کورټ نه تر پریس کلبه پورې لاریون وکړ. دوی شعارونه ورکول چې ۲۶م اییني ترمیم
نور وښیئ