نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په کراچۍ کې بلوچ بریدګره څوک وه او څنګه یې دا حمله وکړای شوه؟ شاري بلوچ چې په برمش هم يادېده په کراچۍ کې د ځانمرګي برید په کولو ۳ چينايان او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل. بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د اپرېل په ۲۶مه شوې د دې حملې زمه واري واخیسته او وې ويل چې دغه ښځه د دوو ماشومانو مور وه. په دې ويډيو کې وينئ چې هغه څنګه پر چينايانو برید کوي. د بشير ګواښ رپورټ.
د مفتي تقي عثماني په لیک کې راغلي چې "دا مهال په افغانستان کې یوه لویه ستونزه د نجونو د تعلیم ده، زموږ رایه داده چې په شرعي چوکاټ کې دننه د نجونو د تعلیم لپاره مناسب انتظام کول اړین دي."
د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا تور پورې کړی چې د بهرني سازش له لارې یې حکومت ړنګ شو. دا خبره نوموړي د اپرېل ۱۶مې پر ماخوستن په کراچۍ کې د خپلو پلویانو احتجاجي جلسې ته په وینا کې وکړه. جلسې ته د ګوند ګڼ غړي او ملاتړي ورغلي ول.
د بلوچستان په حب سيمه کې د سمندر پر غاړه د ګاډو د ځغل سيالي وشوه. دغه ځغل کې د سړو تر څنګ ښځو موټر چلوونکو هم برخه واخيسته. د دې ځغل لپاره ۵۰ کلوميټره لاره چمتو کړل شوې وه. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.
جميعت علماء اسلام ف ګوند او پاکستان مسلم ليګ ن د حکمران پاکستان تحريک انصاف ګوند د مارچ ۲۴مې څخه خپل لانګ مارچ له کراچۍ پېل کړو. بلخوا تحريک انصاف ګوند د مارچ په ۲۷مه اسلام اباد کې د جلسې کولو اعلان کړی دی. تفصيل په ويډيويي رپورټ کې.
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې هندوان د هولې اختر لمانځي، په کراچۍ کې هم هولي د مارچ پر ۱۷مه پيل شوې ده او درې ورځې به يې جشنونه او خوشحالۍ لمانځل کېږي. د مشال راډيو خبريال نياز علي خان ويډيويي راپور لري.
د کراچۍ سهراب ګوټ پولیسو منلې چې يو پښتون ځوان اسماعيل اکاخېل یې په يوه کاروايي کې وژلې. پوليسو لومړی ادعا کړې وه چې نوموړی وسله وال وو خو وروسته یې وويل چې دا کاروايي مشکوکه وه. پي ټي اېم په کراچۍ کې احتجاج کړی او پولیسو وعده کړې چې تر پلټنو وروسته به تورنو کسانو ته د قانون مطابق سزا ورکول کيږي.
حکومت دریځ لري چې د پارلېمان تر نیمايي زیات غړي ورسره ولاړ دي او خپله وزیراعظم عمران خان هم د مارچ پر اتمه ناوخته وويل چې که د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې شو نو مقابله به یې کوي.
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب او د انرژۍ چارو وزیر امتیاز شیخ وویل چې له پي ټې اېم سره یې د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په لارښوونه مذاکرات وکړل او ژمنه کوي چې موافقه به بشپړه عملي کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند صوبايي حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د تحریک یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د خوشې کولو په ګډون یې په کراچۍ کې د پښتنو د نورو غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی. نوموړي د مارچ پر شپږمه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې که حکومت له
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب او د انرژۍ وزیر امتیاز شیخ د مارچ په اوومه مشال راډيو ته وويل چې د پی ټي اېم سره یې د خپل ګوند (پيپلز پارټۍ) د مشر بلاول بټو په وینا خبرې وکړي او دوی ژمنه کويچې په شوي لوظنامه به بشپړ عمل کيږي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، که وزیراعظم عمران خان استعفا ور نه کړه نو بیا به د هغه د ګوښه کولو لپاره د پارلېمان دننه او بهر پر هرې جمهوري لارې عمل کولو ته اړ شي. په عین وخت کې واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت ضد لاریون پیل کړی. ویډیويي رپورټ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او ګڼو پلویانو د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرو له لارې د خپل یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. پي ټي اېم په عین وخت کې د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د وزیر
د اسلام اباد پر لور د پاکستان پیپلز ګوند لانګ مارچ په کراچۍ کې د جناح له مزاره پیلېږي
په کراچۍ کې د کب نیوونکو بېړیو مالکانو او کارکوونکو د حکومت د هغې پرېکړې خلاف چې د بلوچستان په سمندري حدودو کې ورته د کبانو د نیولو اجازه نه ورکوي، احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی د فبرورۍ له ۱۵مې راهیسې په احتجاج دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ