نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د بیپرجوای په نوم سمندري طوفان د سیند او د هند د ګجرات پر لوري روان دی. د طوفان له کبله د کراچۍ په ساحلي سیمو کې د اوبو سطح لوړه شوې او باران هم روان دی. نور په دې لنډ رپورټ کې.
د پاکستان حکومت وايي له روسيې څخه د خام تېلو سمندري بېړۍ د جون پر ۱۱مه کراچۍ ته رسېدلې ده. چارواکي زياتوي چې دا اقدام به نه يوازې د پاکستان د انرژۍ په کمي پوره کولو کې مرسته وکړي بلکې د اسلام اباد او مسکو د اړيکو يو نوی باب به هم پرانېزي.
مراد علي شاه زياته کړه، "له سجاول څخه د شاوخوا ۵۳،۵۲۲ کسانو د ايستلو منصوبه ده. د بدين له درو تحصيلونو نېږدې ۲۱،۰۰۰ کسان ۲۱زره کسان خوندي ځايونو ته ايستل کېږي. په کراچۍ کې به له ۷۰ خطرناکو ودانيو څخه خلک ايستل کېږي. دا ډول به د ټټه له ساحلي سيمو هم خلک باسو."
د پاکستان د موسمیاتو محکمې د هغه هېواد او هند په ساحلي سیمو کې د سمندري طوفان خبرداری ورکړی دی. په عرب سمندرګي کې توپان ته د بایپرجوای نوم ورکړل شوی دی چې په بنګالۍ ژبه د "ناورین" معنا لري. ویډیويي رپورټ.
محکمه وایي د جون ۱۴يا ۱۵ مه پورې د هغه طوفان ساحلونو ته د رسېدو امکان دی چې له کبله يې دسيند په کراچۍ، بدين، سجاول، ټهټه او بلوچستان په مکران ساحلي سيمو کې طوفان د تېزې سيلۍ او باران شکل غوره کړي
د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) او د بلوچ یکجهتۍ کمېټۍ مشرانو، فعالانو او د ورکو کسانو د کورنیو غړو د جون پر اتمه په کراچۍ کې مظاهره کړې ده. د مظاهرچيانو وينا وه چې په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو عمل لا هم دوام لري.
د بلوچستان د پښین اوسېدونکی محمد اکرم ترین له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې په کراچۍ کې د هندواڼې شربت خرڅوي. دی وايي، ۲۵ کسان ورسره کار کوي او په ټرکونو، ټرکونو هندواڼې اخلي. ترین بېوزله کسانو ته وړیا شربت هم ورکوي. ویډیويي رپورټ.
شهزادي رای وویل چې پخوا له نرښځیو سره خورا زیات توپیر پالل کېده او چا به ورسره ناسته پاسته نه کوله خو اوس له وخت تېرېدو سره بدلون راغلی او د عادي وګړو په څېر به د ښاروالۍ په دفتر کې کار کوي.
د پاکستان د تجارت وزارت د جون پر دویمه ویلي وو چې په دې کې به د تيلو، ګېس او خوراکي توکو تر څنګ نور شيان هم شامل وي او دا تجارت به د پاکستان سرکاري يا حکومتي او غېر سرکاري کمپنۍ او تجاران په خپل سر هم کولای شي.
د نوموړي مېرمنې منشا پاشا پر ټولنیزو رسنیو په خپرې شوې ویډیو کې ویلي چې د جون پر لومړۍ نېټه کور ته د تلو پر مهال يې شاوخوا ۱۵ کسانو لاره ونیوله. "موږ تر ډوډۍ خوړو وروسته کور ته پر لاره وو، چې یوه سپین ډبل کېبين موټر کې شاوخوا ۱۵ وسلوالو لاره بنده کړې وه. زما خاوند يې له ځانه سره بوتلو.''
د جون په لومړۍ نېټه د کراچۍ له زندان څخه د هند ۲۰۰ کب نيوونکي خوشي کړل شوي دي. د هند دغه کب نيوونکي له تېرو څو کلونو راهيسې د کراچۍ په زندانونو کې ول چې د پاکستان په سمندري حدودو کې په ناقانونه توګه د ماهيانو (کبانو) نيولو په تور نيول شوي ول. په دې اړه نور تفصيل په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د پي ای اې ویاند عبدالله خان د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل قانوني ډلې یې پر هغې موضوع کار پیل کړی او ژر به هغه الوتکه خپل هېواد ته ستنه کړي. ''اصلاً د کمپنۍ اجاره ۱.۸ میلیونه ډالر وه، پي ای اې ورته هغه پیسې ورکړي دي او موږ به کوالالمپور کې عدالت ته خپل ځواب وړاندې کړی دی.''
پاکستان له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په وروستیو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل سيد عبدالجبار مشال راډيو ته ويلي چې د مې پر ۲۴مه يې خوشې شوي ټول کسان په بسونو کې د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول.
د مورت مارچ مشرانو او غړو او د بشري حقونو فعالانو په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د عدالت فیصله د منلو نه ده. تر وفاقي شرعي عدالت مخکې د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا (کونسل) هم ویلي ول چې د نرښځیانو د حقونو او خوندیتوب په قانون کې په خپله خوښه د جنسي پېژندګلوۍ ټاکلو نکته "غیر شرعي" ده.
خبریال او اقتصاد پوه وايي، د نورو هېوادونو پانګونه ځکه ضروري وي چې له بهره سرمایه دار خپل ډالر او نورې بهرنۍ پیسې پاکستان ته انتقالوي چې ورسره اقتصاد ښه کېږي او کاري موقعې زیاتېږي.
ادارې ویلي، که د یو تن د شناختي کارډ نمبر له موبایله ۷۰۰۰ ته ولېږدول شي نو نادرا ورته سمدستي ځواب ورکوي چې هغه تن د جنسي تېري کوونکو په نوملړ کې ثبت دی او که نه.
عوامي نېشنل ګوند د ۲۰۰۷م کال د مې د ۱۲مې نېټې د خونړۍ پېښې په یاد د کراچۍ په باچاخان مرکز کې یوه غونډه جوړه کړې وه. په یاده پېښه کې د ۵۰ په خواوشا کې کسان وژل شوي وو چې ډېری یې
نور وښیئ