نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د مینګورې ښار په نشاط څلورلاره کې د جولای درېیمې مظاهرې اعلان د خيبر پښتونخوا د ځنګلونو او چاپېریال ساتنې چارو وزير فضل حکيم يوسفزي کړی وو.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد علي خان د جون په ۲۸مه په سوات پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د هغوی پارټۍ په پښتونخوا کې هېڅ قسم فوځي عملیات نه مني.
د سوات د پولیسو د پلټنیزو چارو مشر (اېس پي انوېسټيګېشن) باچا حضرت د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د جون ۲۰مې د پېښې پلټنو لپاره ګډه پلټنیزه ډله جوړه شوې ده.
د سوات د پولیسو مشر زاهد الله خان د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پلټنې یې پیل کړې دي او د هغه کس په وژنه او تاڼې او پکې د پولیسو ګاډو ته د اور اچوونکو پرضد قانوني کاروايي کوي.
د سوات د پولیسو مشر ډاکتر زاهد الله مشال راډیو او نورو رسنیو ته وویل چې پېښه د جون پر ۲۰مه په مدین کې شوې ده.
د جون پر ۱۴مه، په سیدو شریف کې هغه روزنیز پروګرام عورت فاونډیشن جوړ کړی وو چې د سیمې تر ۲۰ ښځینه فعالانو پکې روزنه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده چې د سوات او باجوړ د جرګو مشرانو د راتلونکي مالي کال لپاره له مالیې او محصولونو څخه د ملاکنډ ډېوېژن او قبایلي ضلعو د استثنا غځولو حکومتي اعلان رد کړی دی.
امیر مقام زیاته کړه چې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) او د پاکستان د نورو برخو اوسېدونکي دا نیوکه کوي "چې ولې په یوه سیمه کې ټیکس شته او په بله کې نه شته" نو ځکه په دې اړه د یوې تګلارې جوړول اړین دي.
د جون پر اتمه شوې دې جلسې ته د تحریک انصاف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو په خپلو ویناوو کې پر حکومت غږ کړی چې عمران خان او د تحریک انصاف نور مشران دې زر تر زره خوشي کړي.
د جون پر درېيمه د بلوچستان په سنجیدي سيمه کې د کان پر ټېکدار او منېجر سربېره نهه مزدوران وژل شوي ول.
د مې پر ۱۴مه د کاربنديز پر مهال دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي. پر دې مهال د نهو ضلعو شخصي تعليمي ادارو مشرانو، وکيلانو او د ځايي حکومتونو منتخب استازو هم له سوداګرو سره يوځای د کاربنديز ملاتړ کړی دی.
د ملاکنډ د سوداګرو ټولنې، د یوشمېر ګوندونو سیاستوالانو او د سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې ضلعو مشرانو د مې پر اوومه په مینګوره کې بیړنۍ غونډه وکړه او خبریالانو ته یې وویل چې هغې سیمې ته د ټیکسونو د غځېدو مخالفت کوي.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.
ادارې د اپرېل پر۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې بارانونه او توپانونه فصلونو، تعمیرونو او ودانیو ته زیان اړولی شي.
د خيبر پښتونخوا د سوات د چارباغ تحصيل په سور ډېري کلي کې يوازينی پرايمري سکول وران پروت دی. د هغه ښوونځي زده کونکي او د کلي خلک غوښتنه کوي چي حکومت دي د سکول ودانۍ ورغوي. ويډيو رپورټ.
د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي دي چې په پېښور، بر او کوز چترال، سوات، دير، ملاکنډ، او باجوړ کې بارانونو او سېلاب اته نور کسان وژلي دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د بلوچستان د مرکز کوټې، نوشکي، ډېره بګټي، خضدار او کوهلو په ګډون په یوشمېر برخو کې سخت بارانونه شوي دي او په کوټه کې یې له وجې سېلاب راغلی دی. د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کواټ، مومندو او ملاکنډ ډېوېژن او د پنجاب په جنوبي برخو کې سخت ورښتونه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا شانګله د طبیعي یا قدرتي ښکلا او زېرمو لپاره نوم لري خو ډېری اوسېدونکي یې د بې وزلۍ له وجې د پاکستان په لیرې پرتو سیمو کې د سکرو په کانونو کې کار ته اړ دي. په دې رپورټ کې د شانګلې د شاه پور کلي دوو اوسېدونکو بلال انګار او فضل رحیم لوهار څرګندونې اورېدای شئ.
نور وښیئ