نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.
د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۸ لومړۍ لوبه په دوبۍ کې د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ وشوه. پېښور زلمي لومړۍ لوبه وکړه او د ۶ لوبغاړو په تاوان یې ۱۵۱ منډې جوړې کړې. ملتان سلطان دا هدف پوره کړ او لوبه یې په اوو ویکټو وګټله.
د پاکستان په سینیټ کې د زیارت په ورځ پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال د پاکستان د مالي چارو ریاستي وزیر رانا محمد افضل خان وویل چې په افغانستان کې له دوه سوه زیات پاکستانیان په باګرام او پلچرخي کې د بند شپې تېروي.
افغان طالبانو د جمعې پر ورځ په خپل بیان کې ویلي، نه یوازې د تاپي پروژې ملاتړ کوي بلکې د خپل نفوذ په سیمو کې به یې امنیت هم ساتي.
د پاکستان یو شمېر ګوندونو د اتنخاباتو د کمیسیون پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د مسلم لیګ ن ګوند د سینیټ لپاره امیدواران به په ازاد حیثیت برخه اخلي، د ګوند تر بیرغ لاندې ځکه برخه نشي اخیستی چې د ګوند مشر یې نواز شریف د سپریم کورټ لخوا نا هله اعلان شوی او د هغه لخوا ټاکل شوي امیدواران نه شي منل کېدای.
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د دیر د یو پښتون ځوان شاعر ښاغلي محمد اسرار سره غږیدلي یو. نوموړی هملته په شیرینګل کې د بې نظیر بوټو پوهنتون پروفیسر دی. دغه زلمي لوړې زده کړې په پېښور پوهنتون کې کړي دي او د ادب سره یې مینه پخوانۍ ده.
ایپل کمپنۍد دوشنبې په ورځ له ملالې فنډ سره په ګډه د نجونو زده کړو لپاره د کار کولو هوډ ښودلی دی. د ایپل کمپنۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده کمپنۍ به له ملالې فنډ سره د نجونو زده کړو ته د ودې لپاره کار کوي.
د اونۍ کلتوري خبرونه، د شاعرانو، سندرغاړو او فلمي ستورو سره مرکې او نور ډېر څه په دې خپرونه کې اورېدلی شئ. دا خپرونه نجیب عامر تاسو ته چمتو کوي.
د مشال راډیويي مجله چې هره اونۍ د سه شنبې په ورځ په درېنیمو او د چارشنبې په ورځ په یوه نیمه بجه خپریږي، پکې د پښتنو لیکوالو، شاعرانو، فلمي ستورو او کلتوري شخصیتونو او ځایونو په اړه معلومات او مرکې اورېدلی شئ.
د مشال راډیويي مجلې ګلونو اورېدونکیو په نهه شپیتمه ګڼه کې مو دغه مطالب د خپرېدو لپاره درته چمتو کړي دي. دا خپرونه د هرې سه شنبې ( نهې ) او د هرې چارشنبې ( شورو ) په ورځ د مشال راډیو نه اورېدلی شئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي د ترهګرو خلاف د دوی د امنیتي ځواکونو د پرله پسې عملیاتو نه پس اوس دوی ویلی شي چې په ملک کې امنیت ټینګ شوی او د ترهګرو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
د دې لوبې ځانګړتیا په دې کې وه چې شاوخوا اته کاله وروسته، یوه نړیواله لوبډله پاکستان ته ورغلله. په ۲۰۰۹ز کال کې د سریلانکا پر لوبډلې تر وسله وال برید وروسته، هېڅ نړیواله لوبډله پاکستان ته نه وه ورغلې.
ممتاز اورکزی د معاصرې پښتو شعري نړۍ یو څرګند نوم دی چې د هنر وړانګې یې په لر او بر کې خورې دي. تازه تازه یې خپله وروستۍ شعري ټولګه د زخمک په نوم خپره کړې چې له بازاره د لوستونکیو تر لاسونو رسېدلې ده.
د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او خبریال استاد سعد الدین شپون د سېپټېمبر پر ۱۰مه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. دی د ځانګړي سبک خاوند لیکوال او د کابل او د ډېنمارک د کوپنهاګن پوهنتون پخوانی استاد او د امریکا غږ راډیو خبریال وو. شپون له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا په وېرجینیا ایالت کې اوسېده. رپورټ وګورئ.
افغان لیکوال، خبریال او پېژندل شوي شخصیت استاد سعدالدین شپون د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په لسمه د ۸۴ کالو په عمر کې د امریکا په ورجینیا ایالت کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړی زوی وزیراکبر شپون مشال راډیو ته وویل د پلار جنازه به یې څو ورځې وروسته افغانستان ته ولېږدول شي او د هغه د وصیت سره سم به په جل
عمران ترین د کوټې تمثیلي هنر یو ځلنده ستوری دی چې په ګڼو ډرامو او فلمونو کې یې کار کړی او لا یې هم تنده خړوبه شوې نه ده او د نورو پرمختګونو لپاره مبارزه کوي. د بلوچستان خاورې وخت په وخت پښتو او اردو ډرامو له نادره ملغلري ورکړي چې شهرت یې یواځې ددغې صوبې تر پولو محدود نه دی پاتې شوی.
اریان خان د پښتو فلمونو لپاره یوه نوې دریڅه پرانیستلې او داسې ښکاري چې د سینما د ډګر دا ځوان لوبغاړی او د پاپ موسیقۍ تکړه سندرغاړی به د پښتو سینما نه مرور شوي نندارچیان یو وارې بیا سره پخلا کړي.
نور وښیئ