نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.
د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې په دوبۍ کې د ادبي هلو ځلو په اړه مو هلته مېشت د یو افغان لیکوال او شاعر اسلام ګل شېرزاد سره خبرې کړې دي.
د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې اورئ چې په مومندو کې پنځلس کاله پس په یو کلي کې مشاعره وشوه. د افغانستان حکومت وايي په ایف ایمراډیو ګانو د زمزمو مخه څوک نشي نیولی. د یو پخواني سندرغاړي فضل واحد استاذ خبرې هم اورئ چې د سندرو زرګونه پټې یې په خپل وخت خپرې شوې دي.
د افغانستان حکومت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره روغې جوړې ته نږدې شوی خو د افغانستان یو شمېر مېرمنې او ددوی ټولنې وايي حکومت له پکار دي چې د وسله والو ډلو سره د هرې معاملې پر مهال له هغو دا ضمانت وغواړي چې د مېرمنو حقونو ته به پاملرنه کوي
استاذ فضل ربي د خپل وخت ستر هنرمند و چې زړه راښکونکی غږ یې اوس هم په زړه منګولې ښخوي، خو اوس زمونږ په منځ کې نشته. کلونه وشول چې فضل ربي استاذ د فاني نړۍ سره مخه ښه کړي، خو د سندرو مینه وال یې لا هم یادوي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د للمي او وچو ځمکو د ابادولو لپاره د اوبو د کانالونو، ویالو او سربندونو اړتیا تر ټولو ډېره ده.
د هند په ناګپور کې، د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د مارچ په ۲۷ مه د کرکټ خوندوره لوبه ترسره شوه. که څه هم د دواړو ټیمونو پرتله کول ناشوني دي ځکه چې ویسټ انډیز په روان جام کې خپلې ټولې لوبې ګټلې او افغانستان بایللي خو بیا هم افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه.
د مشال په نوم خپرونه کې اوریدونکي په بیلابیلو موضوعاتو پیغامونه ثبتوي او موږ ورته ځواب وایو. که تاسو هم پیغام راستولی وي نو خپرونې ته غوږ شئ.
د مشال راډیويي مجلې ته ښه راغلاست. دا اونۍ په خپرونه کې د افغانستان او پښتونخوا د کلتوري او ادبي هلو ځلو په اړه معلومات ، خبرونه، راپورونه او مرکې مو درته برابر کړي دي.
په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون له برید نه پس د پاکستان د پوځ ویاند وویل په برید کې څلورو وسلوالو برخه اخیستې وه، څلور واړه وژل شوي او دوی پوره معلومات لري چې دوی څوک وو ؟ څنګه یې برید ترتیب کړ؟ او د چا په اشاره یې دا هرڅه وکړل؟
په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون ترسره شوي برید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک خپه کړي دي. په هغو پیغامونو کې چې د نړۍ یو شمير مشرانو ، پېژنل شویو شخصیتونو ، چارواکو او ادارو خپاره کړي ، دا پېښه غندل شوېده او د وژلو شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره شوېده.
په محلي راډیو ګانو کې ځینې یې د ارزښت وړ خپرونې ، پروګرامونه او خبرونه هم وړاندې کوي او له دې انکار نشي کیدای چې دوی خپل رسالت په پوره مانا ادا کړی دی.
په افغانستان کې د افغان ستوري یا د ستاره افغان پروسه د یو شخصي تلویزون لخوا له تېرو څو کلونو راهیسې پرمخ وړل کیږي. طلوع د نورو کلونو په څېر سږ کال هم دا پروسه پرانیستې ده او د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یې د هنري غمیو لټون پیل کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد کې د اسيار زړه کنفرنس کې وويل چې افغانستان کې سوله د سيمې د اقتصادي ترقۍ لپاره ډيره ضروري ده. د پاکستان وزيراعظم نوازشريف بيا وويل چې د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ به جاري ساتي.
صابر شینواری هم د کیسو مینه وال دی. دی کیسې لولي او کیسې لیکي او ذهن یې پوره کیسه خانه ده.
د مشال راډیو د خبر د مرکزي څانګې خبریال برین وایټ مور« د پوتین له یرغمالیانو سره وګورئ » تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی چې پکې راغلي په دغو درېوو یزغمال شوی کې یو یې د پولیسو افسر ، بل د فلم جوړونکی او دریمه یوه پیلوټه ده. بیا یې وار په وار د یو یو کیسه راخیستې ده
محمد یعقوب اداري چې ۳۰ کاله وړاندې د افغانستان د کابل د ده سبز ولسوالۍ نه د جنګونو له امله کډه کوله او د اکوړه خټک په شنه ونه کیمپ کې یې اړوله نو عمر یې ۳۳ کاله وه ، اوس هغه ۶۳ کلن دی، خو لاهم په افغانستان کې حالات د ځان له پاره دومره ښه نه بولي چې د کډوالۍ ژوند خ
د کرکټ په نړیوال کپ کې، د هند او پاکستان پیاوړې لوبډلې میدان ته ووتلې. لوبه هندوستان په ۷۶ منډو وګټله.
اسحاق خان د موسیقۍ د هنر سره بې کچه مینه لري او له یوې مودې راهیسې د ښو شعرونو د سندریز کولو تکل یې پیل کړی او ډیر کله یې هڅې د مینه والو لخوا ستایل شوي دي.
دافغانستان د پښتو ژبې پيژندل شوې هنرمنده ښاپيرۍ نغمه د مشال راډیو په اختریزو خپرونه کې میلمنه وه. نغمه چې دامهال په امریکا کې استوګنه لري وايي ، له وطنه لرې اخترونه پرې پیکه لګیږي او تل د وطن د اخترونو ارمان کوي.
د اتوار په ورځ ذ ولسمشرۍ درېوو کاندیدانو په ملي مناظره کې برخه واخیسته خو دوو نورو له ګډون کولو څخه ډډه وکړه.
نور وښیئ