نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د سېشنبې پر ورځ د خوست ښار د اوه کیلومتره سړکونو، کوڅو، جادو او څلورو لارو د اساسي ترمیم کارونه پیل شول.
د لوګر ولایت چارواکي وايي د خلکو، مدني ټولنو او د ملکي ادارو د مامورینو په مرسته يې د لوګر د مرکز په لویدیز کې د میرابدال بابا غر په تفریحي سیمه بدلولو لپاره کار پيل کړی دی.
دیني عالمان له شرعي دلیل پرته انسان وژنه، تاوتریخوالی او ځانوژنه ناروا کړنې بولي او هغه غندي.
د چارواکو په وینا نیول شویو کسانو په عمده او پرچون ډول نشه يي توکي خرڅول او پولیسو له دوی څخه یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.
د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې به سږ کال ۵۴ زره تنه ماشومان او تنکي ځلمیان ښوونځیو او دوه زره ځوانان هم د نیمه لوړو او مسلکي زده کړو مرکزونو ته جذب شي.
د نوي کال په رارسیدو سره خوستوالو هم پسرلنۍ میلې پیل کړې، د کال په اوله، دویمه او درېیمه ورځ د خوست ډلې ډلې ځوانان باغونو، دښتو، غرونو او زیارتونو ته ولاړل، میلې او ثباتونه يې جوړ کړل.
د خوست ځوانان او مدني فعالان له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دوی لپاره دې د کار، معیاري زده کړو او د نظام په مدیریتي چارو کې د ګډون زمینې برابرې کړي.
د چارشنبې پر ورځ په خوست کې د (افغان امریکن کارنر) په نوم د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د زده کړو د یو نوي مرکز پرانیسته وشوه.
د سېشنبې په ورځ د نورو سیمو په شان د افغانستان د سویل ختیځ زون په څلورو ولایتونو لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې هم نږدې نهو لکو ماشومانو لپاره د ګوزڼ ناروغی پر ضد درې ورځنۍ واکسین پیل شو.
د سېشنبې پر ورځ په خوست کې د قومي مشرانو په هلو ځلو د دوو کورنیو تر منځ د دېرش کلنۍ دښمنۍ ټوپۍ، چې د دواړو لورو شپږ کسان په کې وژل شوي ول ړنګه او دا اوږده دښمني په دوستي بدله شوه.
خوست کې هم په دې موده کې تر ۲۸۰ تنو پورې نرس قابله ګانې روزل شوي، خو ډېری يې په ښار کې کاروبار کوي او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او کلینکونو کې دندو ته چندانې زړه نه ښه کوي.
د پکتیکا ولایت په سرښار کې د سیلاب ځپلو سره پېل شوي مرستې به يوولسو ولسواليوو کې به له هغو زرګونو کورنیوو سره کيږي چې وروستيوو بارانونو يې کورونو ته زيان رسولی دی.
د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د جمعې په شپه يې یو دوولس کلن هلک د تښتونکو یا اختطافګرو له منګولو خلاص کړی دی.
د افغانستان د ملي ثبات د بهیر چارواکي له افغان حکومت غواړي، چې د سولې روانه پروسه چټکه کړي.
ضیاءالحق امرخېل وویل، چې د هېواد د سولې او ټیکاو لپاره باید ټول قومونه یو بل ته لاس ورکړي، ځکه یو شمېر مشخصو کړیو پر قومونو معاملې کړي، خو ولس محروم او مظلوم پاتې شوی دی
په خوست کې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې که له یوې خوا په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د ښځو په ژوندانه کې ځنو مثبتو پرمختګونو ته خوشبینه دي، خو بیا دې ته انديښمنې دي چې لا هم د ښځو او نجونږ د پام وړ برخه په بیلابیلو ډولونو د تاوتریخوالي قرباني ګرځي.
په لوګر کې د پوهنې ریاست لپاره نوې څلور پوړیزه وداني د یو کال په موده کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او نن د پنجشنبې پر ورځ پرانیستل شوه.
نن د سې شنبې پر ورځ د لوګر-کابل د دویم لاین د نوي سړک د اولې برخې د جوړولو چارې، چې ۲۱ کیلومرته اوږدوالۍ لري پیل شوې، په یاد سړک چې نږدې شپږ سوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ودانیزې چارې به يې د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د پل کندهاري په سیمه کې يې د عملیاتو په ترڅ کې وسلې، د سپکو او درنو وسلو ګڼ مهمات او د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې ۷۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي.
د حفیظ الله احساس په نوم د انجینري پوهنځي یو تن محصل وايي، چې پخوا به د ښار په یوه او بل ځای کې د اړتیا وړ کتاب پسې لالهانده وو، خو اوس په کتاب بازار کې د دوی اړتیا تکمیلېږي.
نور وښیئ