نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
نن د دوشنبې ورځې له سهاره د خوست د ګلان کېمپ او ځينو نورو سيمو څخه د وزيرستانيو کډوالو د واپسۍ بهیر يو ځل بیا پيل شوی دی. اوسمهال له یادو سیمو د وزیرستانيو کډوالو لسګونه کورنۍ د غلام خان بندر ته رسيدلې دي.
د خوست د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو د ځايي ادارې له چارواکو او د افغان حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د ښار د کاروان سرای لوري ته غځیدلی عمومي سړک چې له څه مودې راهیسې په هغه ځای کې د میشتو ولایتي قواوو لخوا تړل شوی بېرته پرانیزي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو علمي او بنسټونو غړي وايي، چې په یاد ولایت کې د علمي او ادبي هڅو تر څنګ د فرهنګي ډګر په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د کابل-لوګر د لويې لارې په اوږدو کې يې امنیتي تدابیر ډېر کړي او د دې لارې امنیت ښه شوی دی.
د خوست د مزرین صنعت سوداګر وايي، چې کاروبار يې ګټه کمه کړې او د پخوا په پرتله خلک مزرین توکي لږ کاروي.
د افغانستان د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې په ښار کې دې د سېل ځایونه او پارکونه جوړ شي. دوي وايي له ازادۍ مینې سره په لګیدلو تپو او غونډیو کې دې د ساعتیری او تفریح لپاره ځایونه جوړ شي.
د پکتیکا مرکز ښرنې ته د اختریزو میلو لپاره د یاد ولایت د سیمو او ولسوالیو څخه د ګڼو خلکو له ورتګ سربېره له ګاونډ پکتیا او غزني ولایتونو څخه هم ګڼ ځوانان ورغلي دي.
د لوګر اوسیدونکي پدې وروستیو ورځو کې په یاد ولایت کې د وسلوالو لخوا د ترور، پر امنیتي پوستو د بریدونو او کله نا کله د کابل-لوګر تر منځلويې لارې ته په راوتلو انديښنه څرګندوي.
د سېشنبې په ورځ په پکتیکا کې د ولسي تړون پروګرام د یاد ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې پیل شو.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د پيښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، وسله وال برید د یکشنبې پر سهار اووه وسله والو کړی وو چې تر شاوخوا څلور بجو د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه وه.
د افغانستان په پکتیا ولايت کې نن سهار د پوليسو په يو مرکز برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي. دا بريد په ګردېز کې شوی دی.
د شنبې په ورځ په خوست کې د نوري فایبر د انټرنیټ او د پنځه زره مزو په ظرفیت د تلیفون دوې پروژې،له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوې.
د خوست د تریزیو او عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکیو له دولته غوښتي، چې د سېشنبې په ورځ د یو ماشوم د قتل او لارې وهنې په تور نیول شوي کس ته دې تر ټولو سخته سزا ورکړي.
لوګر: د افغانستان د لوګر ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، پدې وروستیو کې د یاد ولایت په ځینو ناامنو ولسوالیو کې بهرني وسله وال ځای پر ځای شوي او د لوګر او نږدې ولایتونو د امنیت د خرابولو هڅې يې پیل کړي دي.
د مشال مرکې د دې اونۍ میلمه مو د لوګر والي حلیم فدايي دی. نوموړی د حکومتي مسولیت ترڅنګ د یاد وړ فرهنګي شخصیت هم دی.
خوست: دافغانستان د خوست لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او اوسیدونکو په کابل کې د جمعې ورځې د لاریون تنظیموونکي وغندل او له افغان حکومته يې د هغوی د محاکمې غوښتنه وکړه.
د خوست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت پولیسو څلور تنه په قتل کې د لاس لرلو او دوه تنه د موټر تښتونې په تور نیولي دي.
د سویل ختیز زون د شپږو ولایتونو ملکي او پوځي چارواکي وايي، چې د یادو ولایتونو په اوږدو کې به د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب همدارنګه په یادو سیمو کې د حکومتوالی د ښه کولو او د حکومت او ولس د اړېکو د نږدې کولو په خاطر په خپلو کې همغږي او همکاري ډېره کړي.
د والي وياند مشال راډیو ته ويلي چې د يکشنبې سهار مهال د خوښۍ ولسوال عبدالحمید حامد او دوه ساتونکي يې خپل دفتر په لاره وو چې ورباندې بريد وشو.
د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین محمدي مشال راډيو ته وویل ، ۱۴ مړي او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.
نور وښیئ