نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې د جلغوزیو سوداګر له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دې هېواد له لارې دې نړیوال مارکیټ ته د جلغوزیو د صادرولو زمینې برابرې کړي.
د سېشنبې پر ورځ ناوخته په خوست کې د حیدرخېلو او د ورزې لیونخېلو تر منځ په قومي څړځایونو ۳۰ کلنه لانجه په اساسي ډول حل او فیصله يې د ټاکلي کمیسیون لخوا جانبینو ته اعلان شوه.
د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د افغانستان په سویل ختیزو سیمو کې د دولت وسلوالو مخالفینو د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او مخالفینو یوازې چاودنو او انتحاري بریدونو ته مخه کړې ده.
د سې شنبې په ورځ د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ په شویو دوو ځانمرګو بریدونو کې د پکتیا د امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني په ګډون لس تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ادارې او حسابداری انسټيټوټ لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار د افغانستان د حکومت له پرمختیايي بودجې څخه د اتلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.
د دوشنبې په ورځ د خوست د ګربزو، تڼیو، تریزیو، ځاځي میدان او باک د سرحدي ولسوالیو په ۳۸ ښوونځیو کې د لمریزې یا سولر برېښنا د لګولو پروګرام پیل شو.
د خوست امنیه قوماندان وویل، د همدې اونۍ په موده کې ۲۷ کړۍ بیلا بیل ماینونه چې وسلوالو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي ول، موندلي او شنډ کړي دي.
په خوست کې د وطن ګوند یو شمېر فعالان وايي، که خواوشا درې لسیزې وړاندې د نړیوالې ټولنې او د سیمې...
د خوست چارواکي وايي، د لويې پکتیا خلک کولای شي د خپلو دودونو، جرګو او مرکو له لارې افغان حکومت او وسلوال مخالفین د سولې خبرو اترو ته تیار کړي.
د چهارشنبې په ورځ د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او محصلانو د پښتو ژبې د وتلي لیکوال او ...
د خوست چارواکي وايي، چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو پر اساسي سیستمونو باندې د کار کولو پلان لري.
د لوګر اوسېدونکي د د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو له خراب کیفیت شکایت کوي او زیاتوي،چې دوی لدې کبله د پرلپسې ستونزو سره مخامخ دي.
د خوست موسی خېل او قلندر همدارنګه د پکتیا لجه منګل، جاني خېل او میرزکه هغه پیوستې منګل میشتې ولسوالۍ...
په پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د چهارشنبې په شپه افغان هوايي ځواکونو د خوست د نادرشاه کوټ په شمبوات همدارنګه د غزني د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر وسلوالو مخالفینو بریدونه کړي، چې ۱۱ تنه په کې وژل شوي او دوه تنه يې ټپیان شوي دي.
د خوست د عامې روغیتا چارواکي د اختر په شپو ورځو کې د ګڼو ټرافیکي پيښو خبره کوي او وايي، چې د درملنې لپاره د دا ډول پيښو تر څلويښتو پورې ټپیان د یادې ادارې د تروما یا بیړنیو پيښو د ناروغانو مرکز ته وروړل شوي دي.
په دې وروستیو کې د خوست د فرهنګي ټولنو او مدني بنسټونو لخوا د تاریخي، مذهبي او دودیزو ورځو په مناسبت د علمي او ټولنیزو دستورو په خوا کې مشاعرې هم جوړیږي
نن د شنبې په ورځ د خوست ملکي او پوځي چارواکو یو ځل بیا د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې جګړې پریږدي او د خپل هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
د خوست مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي، که ټولې حکومتي ادارې د خپلو ملکیتونو او جایدادونو څخه...
په لوګر کې د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت د کوچیانولیسې لپاره د نوې، درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.
د خوست اوسېدونکي وايي چې د نورو کلونو په پرتله د اختر د قربانیو لپاره د څارویو بیې لوړې شوې دي. دوی وايي، دوه ...
نور وښیئ