نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د یاد ټورنمینټ د پرانیستې په غونډه کې د پروګرام تابیا کوونکیو له خلکو وغوښتل چې د هغو عملونو او جرمونو ځان وساتي چې په انساني قاچاقو کې راځي او ډیری قربانیان يې د غریبې طبقې ماشومان، ځوانان او ښځې دي.
د خوست د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او سوداګر وايي، چې غلام خان بندر د خوست او افغانستان لپاره مهمه اقتصادي او سوداګریزه لاره ده او افغان حکومت دې د امنیتي انديښنو او نورو ګمرکي وسایلو د کمښت په پلمه دا لاره بیا نه تړي.
اول خان له طالبانو یو عراده هایلیکس موټر، یوه قبضه راکیټ او دوه میله کلاشینکوفونه هم راوړي.
اقتصادي ستونزې، سیاسي او امنیتي ننګونې، بیکاري او په کورونو کې تاوتریخوالی هغه لاملونه دي، چې په ځانګړي ډول د افغاني ټولنې ځوان کهول نا مصوونه او له ګواښونو ډکو مهاجرتونو ته اړ باسي.
د افغانستان د خوست د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې د یاد ولایت د ځينو سیمو اوسیدونکي لا هم په خپلو نږدې ځایونو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري او له ستونزو سره مخامخ دي.
نن د سې شنبې په ورځ د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نړیوال ګډون د پروګرام له لارې د خوست ولایت د تڼیو، باک، تریزیو او ګربزو ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې د چاردیوالیو، تشنابونو او د اوبو د څاګانو ۵۳ پروژې تر بشپړیدو وروسته ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پاکستان له لوري د مالونو هغه ۷ لوی ګاډي چې غلام خان بندر ته تللي تر اوسه ورته خوست ته د داخلیدو اجازه نه ده ورکړل شوې. سره لدې چې پاکستان دا لاره خلاصه کړې او د خوست ځايي چارواکو يې هرکلی کړی، خو تر اوسه ورباندې د ګاډو تګ او راتګ نشته او په لامل يې هم په غلام خان کې د ګمرک او سرحدي پولیسو مسوولین
په خوست کې به پخوا د سپرلي په نږدې شپو ورځو کې په عامو ځایونو، غونډیو او پارکونو کې یو شمېر حکومتي ادارو او ځینو موسسو نیالګي کېنول، خو سږ کال بیا عامو خلکو او ځوانانو د خپلو کینول شویو نیالګیو د ساتلو او اوبولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، چې تر اوسه هم د پوهنې او روغتیا پرته په نورو رسمي ادارو کې د ښځو ونډه لږه ده او په ځانګړي ډول د اطرافو او کلیوالو سیمو ښځې له زده کړو، کار او کسب محرومې پاتې شوې دي.
نن د سې شنبې په ورځ د خوست د امنیتي منسوبنیو د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک هاموي ګاډی نیولی او شنډ کړی دی.
د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یکشنبې په ورځ سهار وختي د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني خېلو د زیړۍ په کلي کې د ولایتي قواوو لخوا عملیات شوي، چې د یوې کورنۍ درې کسان پکې وژل شوي دي.
د خوست د ښاروالۍ ریاست له لوري د زرغونه خوست په نامه د نیالګیو لګولوجشن او درې ورځنۍ کلتوري مېله پیل شوې ده.
د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، چې د یاد ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکیو ډک موټرسایکل په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او خواوشا لس نور ملکي او پوځي کسان ټپیان شوي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت غواړي چې د خوست په یو شمېر سیمو کې د ځوانانو د یووالي او سولې میلې جوړې کړي.
د پکتیکا په برمل کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د پرله پسې غوښتنو باوجود هم تر اوسه ورته د خوراکي او نورو توکیو مرسته نه ده رسیدلې. دوی زیاتوي، په خوست او نورو سیمو کې وزیرستانیو کډوالو ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری او افغان حکومت لخوا میاشتنۍ مرستې ورکول کیږي، خو په برمل کې میشت
په لوګر کې لسګونو کسانو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې پاکستان سره دې سوداګریزې او سفارتي اړیکې پرې کړي.
د خوست یو شمېر قومي مخور او مدني فعالان وايي چې ملي ګټو ته ژمن او په علم سمبال ځوانان کولای شي، په هېواد کې شته سیاسي او امنیتي کړکېچ پای ته ورسوي.
په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د افغانستان دولت او خلکو يې د بېرته ستنېدو مخه نه ده نیولې، بلکې دوی په خپله پرېکړه کړې، هغه مهال به وزیرستان ته ستنیږي، چې د پاکستان حکومت لخوا د دوی د مهاجرت حقوق تضمین شي او د ښه ژوند ډاډ ترلاسه کړي.
خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي، که چیرې د پاکستان حکومت دوی خپل ولس بولي، نو د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري UNHCR سره دې د یو درې اړخیز تفاهم لیک پر بنسټ د دوی ستنېدنې ته زمینه برابره کړي.
په خوست کې خواوشا یوه لیسزه وړاندې په مرکز، ولسوالیو او حتی تر سرحدي سیمو پورې د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې د هغه وخت د ولایتي بیارغونې ټیم لخوا تر ۳۰۰ کیلومتره پورې سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شول.
نور وښیئ