نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان د سولې ملي حرکت بنسټ په خوست کې د یوې ناستې له لارې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې له جنګه لاس واخلي او شته اختلافونهدې د خپلمنځي خبرو اترو له لارې حل کړي.
د افغانستان حکومت د ډېسېمبر پر ۲۱مه په خوست کې د استناف څارنوالۍ د ریاست نوې وداني پرانیسته. د دې درې پوړیزه دفتر په جوړېدو یو نیم کال وخت ولګېد. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د خوست چارواکي وايي، چې د ډېسېمبر پر۱۹مه شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.
د خوست چارواکي وايي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.
خوستۍ فعالانې وايي، چې پدې ولایت کې تر پخوا د ښځو لپاره د کار، روغتیايي خدمتونو، زده کړو او د ژوند په نوروبرخو کې ښه والۍ راغلی دی.
د افغانستان د خوست چارواکي وايي،چې د ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت مرکز اړوند سیمه کې د درنو وسلو یو زیرمتون کشف او له هغه څخه يې سلګونه فیره مرمۍ لاسته ورغلي دي.
مسوولین وايي، دا ځل د افغانیو ترویج ځکه اسان دي، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کیږي.
د دسېمبر پر شپږمه د خوست ښار د سبزي منډيي لوري کې نوی جوړیدونکی څلور لاری د ولایتي ادارې لخوا د بشرپال جاپاني، ډاکټر تېڅو ناکامورا په نوم ونومول شو.
د افغانستا په خوست ولایت کې د دسېمبر پر څلورمه سلګونه وزیرستاني کډوال د ګلان کېمپ په میداني کې راغونډ شوي ول او د یوې سترې ناستې په ترڅ کې يې له افغان حکومت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشینری، نړیوال خوراکي سازمان او نورو بسټونو وغوښتل، چې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د دسېمبر پر څلورمه د خوست چارواکو د ګلان په کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو غوښتنې له نږدې واوریدې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې دا ستونزې به مرکزي حکومت ته ورسوي.
د پکتیکا په خیرکوټ او جاني خېلو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه، دېرش بستریز روغتون، دوه استنادي دیوالونو او یو خامه سړک د جوړولو کارونه پیل شول.
د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د روان لمریز کال په اولو اوو میاشتو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۵۴ بېلا بېلې قضیې ثبت کړي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د روان لمریز کال په اولو اوو میاشتو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ بېلا بېلې قضیې ثبت کړي دي.
د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو د جوړولو کار پیل شو.
په خوست کې د تخته بېکې تاریخي کلاګانې شاوخوا ۱۰۰ کاله پخوا جوړې شوې وې خو اوس چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې ودانۍ یې ورستې شوې دي. د خوست والي وايي، د کلاګانو رغولو اراده یې کړې ده. پر دې موضوع ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مخکینو خلکو په خبره ممکنه ودانیزې چارې يې د محمدنادرشاه د سلطنت پر مهال پيل شوي او تر لسو کلونو ډېره موده يې نیولې وي.
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، د نومبر د ۱۰مې په شپه د ځاځيو او څمکنیو په ولسوالیو کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۱ وسلوال وژل شوي دي.
د افغانستان د خوست ولايت اوسېدونکي له افغان حکومت غوښتنه کوي چې فارم باغ دې په اساسي توګه ورغوي. فارم باغ د خوست ولایت له ښو تفریحي سیمو څخه ګڼل کېږي. نور حال د نجيب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې واورئ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په خوست کې د بیارغونې درې پروژې پیل کړې دي. د چارواکو په وینا، په دې پروژو کې په ګلان کیمپ کې د شمالي وزیرستان د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځي ودانۍ، د هنري زده کړو یو مرکز او د کډوالو چارو د ریاست د ودانۍ رغول شامل دي.
نور وښیئ