نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې د کورونا وایرس د شپږ مثبتو پېښو تر ثبت وروسته له دریو ورځو راهیسې خوست ښار قرنطین شوی او نن د اپریل پر ۲۹مه هم ښار تړلی دی. بل لوري ته یو شمېر کسان چې له دې ښاره د لاس مزدوري کوي وايي، حکومت دې یا ښار پرانیزي او یا دې له دوی سره مرستې وکړي.
د خوست ښاریان وايي، چې د روژې میاشتې په رارسیدو د خوراکي توکو او ترکاریو بیې تر دې لوړې شوي، چې ډېر خلک يې د پېریدلو توان نه لري.
د اپرېل پر ۲۲مه، په خوست کې یوې نوې خیریه ټولنې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره له ټولبنده اغېزمنو شویو خلکو ته خوراکي مرستې ورکړې دي. د روانو حالاتو له وجې په خوست کې یو شمېر نورې نوې خیریه ټولنې هم جوړې شوې دي چې له خلکو سره د مرستو هڅې کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د اپرېل پر ۲۱مه په خوست کې د والي پر کاروان بمي برید وشو چې محمد حلیم فدايي ورڅخه روغ ووت خو پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ژوبل شول.
د اپرېل په ۲۱مه د خوست ولايت والي حليم فدايي پر موټرو بريد وشو. هغه په دې حمله کې بچ دی خو لس ملګي وګړي او دوه سرتيري پکې زخميان شوي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل راپور وګورئ.
نن[د اپرېل پر ۲۱مه ] د سهار ۱۰بجې د خوست والي پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل او لمن ولسوالیو کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، د ښارونو د قرنطین کیدو په شپو ورځو کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې په عمومي چوک کې د امنیتي پيښو د ډېریدو په خلاف ولسي لاریون نن دوهمې ورځې ته وغځید.
د اپرېل پر ۱۶مه د خوست یو شمېر ځوانو رضاء کارو د دې ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو، ګربزو او موساخېلو ولسوالیو کې د کورونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي لس ورځنۍ پروګرام پیل کړ.
د خوست چارواکو د اپرېل پر ۱۴مه په ښار کې د جراثیمو (مېکروب) وژلو دوا پاشلې چې موخه یې د کورونا وایرس خپرېدو مخه نیول دي. په عین وخت کې، پر دې سربېره چې حکومت خلکو ته په کور کې د پاتې کېدو ویلي، په خوست ښار کې ګڼه ګوڼه وي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
په خوست کې فعالانو له هغو بېوزله کسانو سره د مرستو لپاره کیمپېن پیل کړی چې د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه له ټولبنده اغېزمن شوي او بې کاره شوي دي.
د لوګر ځايي خبریالانو د کورونا وایرس په اړه په هغو سیمو کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی، چې خلک يې تلویزیونونو، راډيوګانو او ټولنیزو شبکو ته لاسرسۍ نه لري.
د خوست والي حلیم فدايي پر اتوار/یکشنبه رسنیو ته وویل، دا ګام یې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره اخېستی او د اوس لپاره به تر درېو اونیو پورې د خوست او نورو ولایتونو ترمنځ لارې تړلې وې. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډيويي راپور وګورئ.
د اپرېل پر څلورمه د خوست لسګونو دیني عالمانو د یوې غونډې له لارې له خلکو وغوښتل، چې له کورونو دې بې ضرورته نه وځي او د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې
په خوست کې د بدلون په نوم د اوړو دا نوې پرانیستل شوې فابریکه د۱۰میلیونه افغانیو په ابتدايي پانګونه جوړه شوې، چې په اوس وخت کې هره ورځ د ۱۶ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري، چې وروسته به يې ظرفیت د ورځې ۴۰ ټنو ته لوړ شي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.
په خوست کې سوداګر او پانګوال له افغان حکومت غواړي، چې دوی ته دې پدې ولایت کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.
سره له دې چې په دې وروستیو کې له ملي، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو څخه د کورونا وایرس د خطرونو په باب په پرلپسې توګه عامه پوهاوی کیږي،
د خوست د لکڼو خلکو په افغانستان کې د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی چې نور دې جنګونه نه کوي، دوی ويلي چې طالبان دې د افغان حکومت سره د خبرو له لارې يو سياسي جوړجاړيته ورسېږي. نور حال یې د نجیب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې...
په دې وروستیو کې د کورونا وایرس د خپرېدو له انديښنو سره سره بیا هم د خوست اوسېدونکو د ۱۳۹۹م لمریز کال لومړۍ ورځ تر ماښامه په مېله ځایونو او د ښار په تفریحي پارکونو کې په مېلو، چکرونو، اتڼونو او خوشحالیو تېره کړه. د نجيب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په افغانستان کې د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې ځينو خلکو خوراکي توکي جمع کول شروع کړي دي. ځيڼي دکاندارانو هم بیې لوړې کړې دي. له دې وجې د خوست والي حليم فدايي په ښار کې وګرځېد او هغه دکانونه یې بند کړل چې په ګرانه بيه یې شيان خرڅول.
نور وښیئ