نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
وزیرستانیو کډوالو ته د روان ۲۰۲۰ز کال د لومړيو دریو میاشتو مرستې ورکړل شوي خو له نېږدې شپږ میاشتو راهیسې ورسره مرستې نه دي شوي.
په خوست کې د ښوونځیو زده کوونکي له افغان حکومت غواړي چې د خصوصي ښوونځیو او په حکومتي سکټور کې د یولسمو او دولسمو ټولګیو د زده کوونکو په شان دې ټول ښوونیز بهیر په حضوري بڼه پیل شي.
د خوست اوسېدونکو، فعالانو، حکومتي چارواکو او ملي امنیتي سرتېرو د اګست پر ۱۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۱مه کلیزه ولمانځله. فعالان وايي، د خپلواکۍ ساتل د ټولو وګړو ذمه واري ده. نور په ویډیويي رپورټ.
د خوست والي محمدصدیق پتمن د محفل په پیل کې په وینا کې وویل، له دې پروګرامه يې موخه دا ده چې خلک او ځوانان یو ځای غونډ شي او د افغانانو دا ګډه او تاریخي بریا په خوشالیو ولمانځي.
وزیرستاني کډوال وايي، په دې ځای کې نه کاروبار لري او نه يې له شپږو میاشتو راهیسې مرستې ترلاسه کړي دي.
دوی د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، له یوې خوا کاروبار نه لري او بل لوري ته له دوی سره د څو میاشتو راپدېخوا د خوراکي توکو مرستې بندې شوي، چې پدې سره يې ستونزې ډیرې شوي دي.
چارواکي وايي، سږکال په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو داخلو لپاره شاوخوا ۲۱۰،۰۰۰ زده کوونکو ځانونه رجسټر کړي.
د خوست اوسیدونکي په ځانګړي ډول د هغو سیمو خلک چې امنیتي ګواښونه پکې نسبتاً ډېر دي، په دې اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند له کبله یې اختر په خوښۍ او ارامۍ تیریږي.
د جولای پر ۲۸مه د افغانستان د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې غونډې او لاریون له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ وښود او ويې ویل، چې د افغان ځواکونو
د جولای پر ۲۸مه د افغانستان خوست په ولایت کې د ملي بیرغ ورځې د لمانځنې ویناوالو وویل، نور په دې هېواد کې د تنظیمي، ډلو او ډلګیو وخت پای ته رسېدلی
خوستیو ځوانانو د ډالیو ورکولو پر مهال وویل، له دې کاره یې موخه دا ده چې وزیرستاني ماشومان او ځوانان هم د ځايي خلکو په څېر لوی اختر په خوشالۍ
د یوې خاورینې غونډۍ د پاسه جوړه دغه لرغونې ودانۍ د افغانستان له مهمو او لرغونو فرهنګي میراثونو څخه یوه ده.
د خوست په ګلان کیمپ کې د شمالي وزیرستان کډوالو غوښتنه کړې چې حکومت دې ورته د غلام خان له لارې خپلو کلیو او کورونو ته ستنېدو اجازه ورکړي. دوی وايي،د ۲۰۱۴ز کال له
په خوست کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وايي، په اوس وخت کې د ژورنالیزم د نورو برخو په شان په ولس کې د سوله ییز فکر د خورولو اړتیا ډېره ده.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولي او زیاتوي، چې له مشتریانو سره د یاد بانک د مسوولینو او کارکوونکو چلند هم سم نه دی.
د خوست ښار یو شمېر کاروباریان نیوکه کوي چې په غلام خان بندر کې ځینې چارواکي د دوی د کاروبار پر وړاندې ستونزې جوړوي. دوی وايي د کرنې ریاست چارواکي ددې پر ځای چې لاس په لاس د توکو کیفیت او څرنګوالي چېک کړي، د ترکاریو او تازه میوو موټر په ساعتونوساعتونو لمر ته دروي، چې خرابیږي.
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې بهیر ښايي خورا مشکل وي، خو په هېواد کې به د ارامۍ لامل کېږي.
د کابل – لوګر پر سړک مساپران او ډرېوران وايي، پر دې لاره امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي. پر دې سړک خلک پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ته تګ راتګ کوي.
د جون پر ۲۲مه د تورخم او چمن لارو په خوا کې د خوست پر غلام خان بندر هم دواړو لورو ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د موسمي ترکاریو او میوو د لېږد په موخه د ګاډو تګ راتګ پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.
نور وښیئ