نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د چارواکو په وینا، چې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې د لیرې پرتو سیمو ۲۴۰ کسانو برخه واخیسته، چې ۱۲۰ تنه په کې ښځې وې.
خوستي فعالان داسې مهال د خپل فردي او ټولنیز خوندیتوب په اړه انديښنه څرګندوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د خبریالانو، مدني فعالانو او د ټولنې د مخکښو افرادو هدفي وژنې او پر هغوی وسله وال بریدونه ډېر شوي دي.
د چارواکو په وینا، چې په نیول شویو کې دوه کسان د پولیسو او ۷ نور کسان چې یوه په کې ښځه ده د ملي امنیت منسوبینو نیولي دي.
دوی چې، د ډېسېمبر پر ۱۰مه په خوست کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې راټول شوي ول، د افغان حکومت او نورو بیلابیلو ادارو له مسوولینو وغوښتل، چې د ولسونو د رضایت په خاطر دې د فساد مخنیوی وکړي.
د محاکمو دا ډول علني جلسو ته په کتو د پکتیا چارواکو وویل، چې په دولتي محاکمو د خلکو باور زیات شوی او اوس تر ډېره په کې، په ټاکلي وخت د حقوقي او جزايي قضيو پرېکړې کیږي.
د خوست چارواکو په مرکز او پینځو ولسوالیو کې د نهه وړو بندونو جوړولو پرانیسته کړې. د ډېسېمبر پر پينځمه چارواکو وویل، دا واړه بندونه به د باران اوبه زخیره کړي چې ورسره به نه یوازې د سېلاوونو له وجې د زیانونو کچ ټیټ شي بلکې ۱۱،۰۰۰ کورنۍ به یې له اوبو ګټه پورته کړي. ویډیويي رپورټ.
د خوست اوسیدونکو په وروستیو اتلسو کلونو کې په پرلپسې توګه له افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو پدې ولایت کې د اوبو د لویو او وړو ذخیروي بندونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.
دوی وايي، د داعي د وژنې د قضیې په څېړنه کې ځنډ انديښمن کړي او فکر کوي، چې ممکن دوی هم په خپلو رسنیزو فعالیتونو کې له ورته حالت سره مخامخ شي.
افغان چارواکي واييد پکتيا په ګردېز ښار کې د افغانستان د استخباراتي ادارې يا مليامنيت د سرتيرو پر ګزمه موټر بم چاودنه شوې ده.
د ډېسېمبر پر درېیمه د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمان منګل مشال راډيو ته وویل، چې نیول شویو کسانو، په هدفي وژنو او د دولت پر ضد په نورو جګړه ییزو او ورانکارو فعالیتونو کې لاس لاره.
دا موټر چې شمېر يې له لسګونه زره ډېر دی، افغان حکومت ورته کانتینري موټر وايي، خو عام خلک يې د پاکستان د لاس موټر بولي.
دوی وايي، حکومت دې، د ټیکاو او سرتاسري سولې لپاره د نورو لارو چارو پر ځای د قومونو پر یووالي کار وکړي او هغوی دې په اعتماد کې واخلي.
خوستي ماشومان خپلو هیلو او امیدونو ته د رسیدو لپاره د جګړې د بندیدو د او سولې د ټېنګښت غوښتنه کوي. دوی وايي، غواړي په راتلونکې کې ډاکټران، انجینران، ښوونکي او د ټولنې مخکښان شي، تر څو لدې لارې افغانستان اباد او خپل خلک د نورو هېوادونو له احتیاجیو خلاص کړي.
دوی وايي، غواړي په راتلونکې کې ډاکټران، انجینران، ښوونکي او د ټولنې مخکښان شي، تر څو لدې لارې افغانستان اباد او خپل خلک د نورو هېوادونو له احتیاجیو خلاص کړي.
د نومبر پر ۲۵مه د خوست امنیه قوماندان پاسوال داود امین مشال راډیو ته وویل، په اوس وخت کې خوست ښار ته نږدې ټول داخلیدونکي خلک د پولیسو لخوا کنټرول او تلاشي کیږي.
خوستۍ مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، د ښځو وهل ټکول، دوی ته د زده کړو او کارکولو په برخو کې کلتوري محدودیتونه، په کورنیو کې د جینۍ او هلک تر منځ توپیري چلند او د پلار په میراث کې ښځو ته حق نه ورکول پدې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بیلګو څخه دي.
د افغانستان په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د دته خېل قبیلې مشران او ځوانان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی په نشتون کې دې د پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې دته خېلو بازار ته د رسیدلو زیانونو سروې نه کیږي.
افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي، که د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د سولې همیشنیو ژمنو ته صادق وي، خپله رښتینولي دې په عمل کې ثابته کړي. عبدالجبار
د لوګر اوسیدونکي وايي، له دې مخکې د کلیوالي لارو د خرابوالي او د کرنې لپاره د اساسي اوبو د نشتون له کبله ګڼو مشکلو سره مخامخ ول، چې اوس یادې ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي.
په پکتیا ولایت کې د ګردېز بالاحصار ودانۍ په اړه ویل کېږي چې له میلاده ۳۲۸ کاله مخکې سکندر مقدوني پر اسیايي هېوادونو د حملو پر مهال د خپلو لښکرو ساتنې لپاره جوړه کړې وه.
نور وښیئ