نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د جون پر ۱۵مه د وزیرستانیو کډوالو قومي مشر ملک داود مشال راډیو ته وویل، پخوا به هر کال وزیرستانیو کډوالو سره نقدي مرسته کیدله، خو دا دوه کاله ورباندې بند شوې ده.
حفیظ الله حقپرست د جون پر نهمه د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عرب خان کلا سیمه کې د طالب وسله والو او حکومتي عسکرو ترمینځ جګړه کې هغه مهال ووژل شو، چې په خپله کرونده کې په کار بوخت وو.
دوی زیاتوي، په دې ولایت کې د کرونا وبا پېښو ته د رسیدنې په موخه د ټولو روغتیايي مرکزونو د امکاناتو او نیمګړتیاوو اساسي ارزونه پیل شوې، چې په دوه اونیو کې به بشپړه شي.
په یاده فابریکه چې تر ۷ لکه ډالرو پورې پانګونه شوې، هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال په کې تر سلو تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.
د جون پر شپږمه، په دې تړون کې ويل شوي چې که څوک له دې قومي پرېکړې سرغړونه وکړي نو د خلکو له خوا به د قانوني مجازاتو په خاطر حکومت ته سپارل کېږي او که چا يې سفارش وکړ نو هغه به ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ناغه پرې کوي.
دوی په شواک، ګرده څېړۍ او وزي ولسوالیو کې د خلکو او ځوانانو بې کاري، د څښاک د پاکو اوبو کمښت، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د اسانتیاوو نشتون، د دوی له اساسي ستونزو څخه بولي.
دوی زیاتوي، په سوله کې ددې هېواد ټول مادي او معنوي پرمختګونه او په ځانګړي ډول د ښځو هغه لاسته راوړنې خوندي کیږي، چې په وروستیو نږدې دوه لسیزو کې يې لاسته راوړي دي.
صالح دا څرګندونې پرداسې مهال کړې دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی او طالبانو پر یو شمېر ولایتونو او سیمو بریدونه کړي دي.
په خوست کې د کتاب اوونۍ لمانځل کېږي او په هم دې پلمه، یاد ولایت کې، د کتابونو نندارتون پرانېستل شوی. په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه بیلابیل کتابونه نندارې او په ټيټه بیه خرڅلاو ته اېښودل شوي دي. د خوست روڼ اندي او فرهنګیان خوشاله دي چې هلته د کتاب لوستنې فرهنګ په غوړیدو دی.
دا ډول جوماتونه او د فاتحو سالونونه د افغان ولسمشر په لارښوونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي، چې د یوې اوونۍ په موده کې به د ټولو پرانیسته وشي.
سیف الله حیات وايي، د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو اقتصادي ستونزې دومره ډېرې دي، چې حتا د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخې دي.
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ښوونځیو کې ۱۸۵ افتخاري ښوونکي په وړیا ډول ښوونیز بهیر پرمخ بیايي، چې په دې سره یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شوې ده.
د پوهنې د چارواکو په وینا د ښوونکو کمښت د دې لامل شوی، چې د دې ولایت لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شي.
د ځاځي میدان اوسېدونکي زیاتوي، دا سړک خوست او پکتیا سره نښلوي او د عمومي سړک په شان له دې سړکه هم د دواړو ولایتونو خلک د تګ راتګ ګټه اخیستلی شي.
په خوست کې وزیرستاني کډوال چې د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ضرب عضب د عملیاتو له پیلیدا وروسته ورکډه شوي، اوس مهال د مرستو د کمښت له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم په خوست کې زرګونو خلکو د نظام په ملاتړ یوه ولسي غونډه کې جمهوریت یواځینۍ نظام بللی وو، چې د ټولو خلکو حقوق، ازادۍ او د هېواد پرمختګونه په کې خوندي کیدلی شي.
یادې غوښتنې یو شمېر هغو کسانو مشال راډیو سره شریکې کړې، چې د شاه اسماعیل د رغول شوي لرغونې ابدې کتنې ته ورغلي ول.
نور وښیئ