نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې یو هنرمند په یوه کور کې د خپلو هنري اثارو کتنځی جوړ کړی او پکې یې لسګونه لرغوني توکي هم نندارې ته ایښي دي. د کتنځي مسوول اسماعیل ځدراڼ وايي، دا اثار یې په تېرو ۳۰ کلونو کې جوړ کړي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر انتظام لاندې مشاعره جوړه شوې وه چې د فرهنګیانو او شاعرانو په ګډون ځينو طالب چارواکو هم برخه پکې اخيستې وه. په مشاعره کې طالب چارواکو له فرهنګیانو وغوښتل چې په خپلو شعرونو او لیکنو کې افغانانو ته د یووالي او ورورۍ پیغامونه ورکړي. نور حال د نجیب الله ا
د خوست اوسېدونکي وايي، په هغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ځانګړی روغتون اکسیجن او درمل نه لري. دوی له مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې په ۲۰ بستریز روغتون کې دې نیمګړتیاوې پوره کړي ځکه چې په وروستیو کې په سیمه کې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوې دي. ویډیويي رپورټ.
د خوست روغتیايي مسوولین د مشکلاتو د هواري ډاډ ورکوي. د ولایتي او تخصصي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار وايي، کوشش کوي چې ژر ستونزې حل کړي.
د افغانستان په خوست کې د ترکیې هېواد د یو خیریه بنسټ لخوا د تېر نظام او د طالبانو په لیکو کې د وژل شویو کسانو یتیمانو ته نقدي او د ژمنیو توکو مرستې ورکړل شوې.
د خوست سوداګر غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له هېواده د زڼغوځیو د برامد لارې چارې پیدا کړي. دوی وايي، که په وخت یې زڼغوځي چین، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر نه کړل نو خرابېږي او په مېلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږي. د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هغه هېواد نړیوال
په افغانستان کې له پخوا راهیسې په خصوصي او حکومتي سکټور کې د نوي ښوونیز کال د تیاري په خاطر ژمني کورسونه جوړېږي او نجونې او هلکان پکې زده کړې کوي.
په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان مشال راډیو ته وویل، په دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو لخوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نقدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی.
په خوست کې د لوړو زده کړو له انسټېټیوټونو او ښوونځیو څخه د نجونو او هلکانو د فارغېدو لمانځغونډې روانې دي. فعالان او فرهنګپالان وايي، زده کړو ته د خلکو هڅونې لپاره دا ډول غونډې ګټورې دي. دوی ټینګار کوي چې د نجونو او هلکانو زده کړو لپاره باید مناسب شرایط برابر شي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان په خوست ولايت کې د خوړو د نړيوالې ادارې (ډبليو اېف پي) لخوا له ۸،۰۰۰ بېوزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو بهیر پیل شوی دی.
د خوست روغتیايي چارواکو یادې څرګندونې د نوامبر پر۱۸مه په ښار کې د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو پر مهال مشال راډیو ته وکړې.
د خوست اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له سوداګرو، پانګوالو او له صرافانو سره په ګډه د افغانیو د نرخ د ټیکاو لپاره په یو اساسي میکانیزم کار وکړي.
د خوست اوسېدونکي وايي، د غلام خان پر لاره د مساپرو او په ځانګړي ډول د ناروغانو تګ راتګ خورا مشکل دی. دوی پر پوله له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې طالب چارواکي دې دا موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي او تګ راتګ دې اسانه کړي چې ناروغان د درملنې لپاره هغې خوا ته واوښتای شي.
دوی وايي، کله چې یو ناروغ په دې لاره د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، نو په بندر کې په اونیو، اونیو منتظر پاتې کېږي او هغه لوري ته په ډېر مشکله اوړي.
په خوست کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری UNHCR لخوا د وزیرستانیو کډوالو څه باندې اته زره کورنیو لپاره د نېږدې درې میلیونه امریکايي ډالرو د ويش بهیر پیل شو.
یاده نقدي مرسته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری UNHCR لخوا برابره شوې، هرې کورنۍ ته (۳۴۵) امریکايي ډالر ورکول کیږي.
په خوست کې یو ښوونیزه غونډه جوړه شوې چې موخه يې د زوکړې پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټول دي. په غونډه کې ښځینه ډاکټرانو ته د درملنې نوي مهارتونه وروښودل شول. نور په دې ويډيو کې.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي وايي، بېکارۍ او بېوزلۍ د دوی ژوند له کړاونو سره مخامخ کړی دی. دوی زیاتوي، نه دوامداره کار پیدا کېږي او نه ورسره کوم کورني او بهرني مرستندویه بنسټ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. نور حال په دې ویډیو کې.
په خوست کې د هوا په سړېدو سره پر ماشومانو او لویانو کې د ټوخي او زکام ناروغي ډېره شوې او هره ورځ لسګونه کسان د دې ناروغیو د درملنې لپاره روغتونونو او کلینیکونو ته ورځي. ناروغ لرونکي په حکومتي روغتونونو او کلینیکونو کې د ښې درملنې تر څنګ د لازمو دوا درملو غوښتنه کوي.
نور وښیئ