منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
په داسې حال کې چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره داعلا پایې یوه کمیټي ټاکلې، د قبایلي سیمو مېرمنې وايي په دې لړ کې ددوی نظر نه اخیستل کیږي
د پاکستان حکومت وايي چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د ځپلو لپاره د قامي ايکشن پلان د عملي کولو لړ کې يې په رسنيوو کې نفرت خوروونکو ويناوو بنديز لګولی. خو څيړونکي وايي چې حکومت په دې اړه واضحه پاليسي نه لري نو ځکه د ټولو ډلو او خلکو خلاف يو شان کاروايي نه کوي.
په دې ورستیو کې د خېبرپښتونخوا حکومت وېلي چې په جوماتونو او حجرو کې په عارضي توګه قایم شوي د « مکتب » په نوم سکولونه به په ورڅیرمه پرایمري سکولونو کې شاملوي. دا راز هغه مکتب سکولونه چې پکې د زدکونکیو شمېر له دېرشو کم وي په مکمله توګه به له منځه وړل کیږي.
په پاکستان کې په روغتونونو او صحي مرکزونو کې ماشومانو ته د پولیو او نورو ناروغیو نه دبچ کېدو لپاره د واکسینو ځانګړې څانګې فعالې دي چې د صحت د محکمې نه علاوه د EPI په نوم یوه اداره ددې انتظام او څارنه کوي.
صوبايي حکومت به د مرکزي حکومت په مرسته یو جامع او اوږد مهاله منصوبه جوړوي چې په نتیجه کې یې تل پاتې او حقیقي امن قایمیدلی شي
په کابل کې د امنیتي چارو افغان کارپوهه حسیب الله شنواری وايي، دغه تورونه د افغانستان استخباراتو چارواکو لګولی دی، حکومت لا تر اوسه څه نه دي ویلي
په دې وروستیو کې له ماینماره (برما) داسې رپورټونه راغلي چې له روهېنجا (روهنګیه) له مسلمانانو سره بودایان ظلم کوي او پر حکومت تور لګول کېږي چې د دې مخنیوې نه کوي، شنونکي وايي، دا رپورټونه تر څه حده رېښتیا دي خو په دې لړ کې چې په ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک
زمونږ صوبه کې خوا اوشا ۴۰۰۰ میګا واټه بجلي جوړیږی، او مونږ ته تقریباً ۲۵۰۰ میګا واټه بجلي پکار ده خو مرکزي حکومت مونږ ته د ۱۵۰۰ میګا واټه نه هم کمه راکوي
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې له دې سره به په سیمه کې تجارتي هلې ځلې زیاتې شي او داسې فکر کېږي چې په پاکستان کې دننه به د امنیت په راوستلو کې هم مثبت کردار ترسره کړي.
په ټوله جمهوري دنیا کې د ابلاغ آزادي دا اجازت نه ورکوي چې د بل د عقیدې یا سوچ او فکر خلاف دې نفرت خور کړل شي او یا دې په نورو خلکو خپله عقیده وتپل شي.
د خيبر پښتونخوا حکومت وايي په تعليمي نصاب کې د تېرو حکومتونو له خوا ځيني بدلونونه ليري کوي او پر ځای يې نور مواد پکې شاملوي. څيړونکي تعليمي نصاب د سياسي اهدافو لپاره کارول غلط کار بولي او وايي هر بدلون بايد د تعليمي چارو د کارپوهانو په مشوره او لاس وشي.
څيړونکی امتياز عالم وايي مطبوعاتو ټول پام لاهور او اسلام آباد ته اړولی او د دې ښارونو پر خبرونو او واقعاتو يې ډير نظر دی. په قبايلو څه کوي؟ له هغې ورته څه ګټه رسيږي؟
د عوامي نېشنل ګوند یو مشر سینیټر آفراسیاب خټک وايي، افغان سیاسي مشرتابه ثابته کړه چې په ملي یو والي به د هېواد چاری پرمخ بیايي
په دې ورستیو کې د ډاکټر شکیل آفریدي په مقدمه کې د اوریدنې پرمهال فاټا ټریبیونل یو وار بیا تاریخ وړاندې کړو او ددې وجه یې دا وښودله چې دپولیټیکل انتظامیې له اړخه ور
پاکستان کې د صحت چارواکي وايي دپولیو یا ګوزڼ د رنځورانو شمیره مخ په زیاتیدو ده . په روان کال کې ۱۷۴ کیسونه رجسټر شوي دي او زیاتره یې د قبایلي سیمو او خېبر پښتونخوا سره تعل
د سکاټلېنډ بیلتونغوښتونکي ګوند سکاټیش نېشنل پارټۍ مشر الیکس سېلمنډ دا یوه لویه موقع بللې ده او وايي د سکاټ لېنډ خلک به نن د یو آزاد هېواد په حق کې فېصله وکړي.
تېره اوونۍ پاکستان پیپلز ګوند په قامي اسمبلۍ کې یو پرېکړه لیک یا قرارداد جمع کړ چې پکې د قبایلي سیمو په اړه د ایین (یا اساسي قانون) ۲۴۷مه ماده یا دفعه له ولسمشره پارلېمان ته د ورکولو غوښتنه شوې وه.
د روښانه مستقبل د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورې چې د پېښور د اېنجینرۍ په پوهنتون کې د جېمالوژي (یا د قیمتي کاڼو پوهنه) او جیولري نامه په یوه مرکز کې د قیمتي کاڼو د پوهنې او تراشلو تربیتي کورسونه ورکول کېږي.
په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو له وجې خوا او شا لس لکه خلک بې کوره شوي چې زیاتره یې د خیبرپښتونخوا په بنو ضلع کې مېشت شوي دي.
ملګرو ملتونو د ملالې فنډ په نامه د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د زدهکړو کمپاین شورو کړی چې پکې په پاکستان کې هم د ملاله ښوونځيو یوه لړۍ پېل شوې ده.
نور وښیئ