ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
د کورمې پاړا چینار ته دوايانې او نور خوراکي توکي وړونکی کاروان هغه وخت ستون شو چې د جنورۍ په څلورمه، بګن سیمه کې نامعلومه کسانو د ډپټي کمشنر په قافله ډزې وکړې او د ډپټي کمشنر په ګډون څلور تنه پکې ژوبل شول.
د خیبر اوسېدونکی انځورګر لياقت علي خان هغه پښتون هنرمند دی چې د پښتو وړومبي فلم "يوسف خان شېربانو" انځورونه يې جوړ کړي ول.
د خيبر پښتونخوا په هنګو کې د يوې خېمې په دوکان کې له مريو سينګار توکي جوړېږي. دا کسب سيد عالم ته له پلار او نيکه ورپاتې دی. نوموړی وايي چې ګرانۍ يې کسب اغېزمن کړی خو بيا يې هم اوږه ورکړې ده. د سيد عالم په وينا، له مريو د سينګار توګو جوړولو کار دومره ګران دی چې هغه يې ناروغه کړی هم دی. ويډيو رپورټ
دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر پر ۶مه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره شپږ ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.
نثار محمد د خیبر پښتونخوا اورکزو سره تړاو لري او نن سبا په هنګو کې مېشت دی. هغه د لرګیو څخه د ښکلا بېلابېل توکي جوړوي چې هر یو یې ځانګړی او د هنري خلاقیت څرګندونه کوي. دی وايي چې په دې هنر کې یې څوک استاد نه دی او دا مهارت یې په خپل زحمت او هڅو ترلاسه کړی دی.
د کواټ لاچۍ سیمه د پتیس یا پتیسې جوړولو لپاره نوم لري. پتیس اکثر له ګوړې، کونځلو او نورو وچو مېوو جوړېږي نو ځکه کونځله هم بلل کېږي. خو په لاچۍ کې یې پلورونکي له نورو شیانو هم جوړوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په کورمه کې نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې وسلوالو د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې له شيعه مېشتې پاړه چيناره پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د ګاډو پر قافلې برید وکړ.
په داسې حال کې چې نن په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه روانه ده، د خیبر پښتونخوا جنوبي او شمالي ضلعې نښلوونکې لار په کوهاټ کې تړل شوې ده. د کوهاټ ټنل د بندېدو له امله نه یوازې مسافر، بلکې د مال وړونکو ګاډو ډرایوران هم له ستونزو سره مخ دي.
د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې د ټولو قبیلو مشرانو له حکومته غوښتي دي چې په ضلع کې دې امنیت ټینګ کړي. دوی د سېپټېمبر پر ۲۷مه د بره اورکزیو په ډبوري کې جرګه وکړه او پر ناامنۍ او هدفي وژنو یې اندېښنه وښوده. د پولیسو یو چارواکي په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیت ته ژمن دي. ویډیويي رپورټ.
د سیمې خلکو د سېپټېمبر پر ۲۷ په بر اورکزیو کې د جرګې په مهال غوښتنه وکړه چې حکومت دې په هدفي وژنو کې ککړ کسان ونیسي او د سیمې امنیت لپاره جدي اقدامات وکړي.
د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په مېشتي مېنه (مېله هم بلل کېږي) کې خلکو د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد جرګه او لاریون کړی دی. مشرانو او فعالانو د سېپټېمبر ۲۴مې هغې غونډې ته په وینا کې وویل چې په اورکزیو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې چارواکي یې باید مخه ونیسي. ویډیويي رپورټ.
د اورکزیو په شېخانو کلي کې ځوانان وايي، هلته شپږ کاله مخکې د کالج وداني جوړه شوه خو لا هم پکې د زده کړو بهیر نه دی پیل شوی. په صوبايي اسمبلۍ کې د اورکزیو استازی اورنګزېب وايي چې په کالج کې به تعلیمي بهیر ژر پیل شي. ویډیويي رپورټ.
په کرک ضلع کې د تېلو او ګیسو پراخې زیرمې شته، خو د سیمې خلک شکایت کوي چې دوی ته په دې منابعو کې برخه نه ورکول کېږي. د سېپټمبر پر ۱۶مه، په نشپه سیمه کې ځایي خلکو د تېلو کوهيانو مخې ته پرلت وهلی دی، چې پکې د وړیا ګیس او د ګیس د فشار زیاتولو غوښتنه کېږي.
د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د زده کوونکو ترمینځ غشي ویشتو دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته رسېدلي دي. هغه سیالۍ د صوبې د لوبو ادارې، د افغان کډوالو چارو کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) تنظیم کړې وې چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په کواټ سپورټس کمپلېکس کې وشوې. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع اورکزو کې د امن لپاره لاریون شوی دی. د جولای پر پینځمه په لاریون کې د سیمې ټولو قبیلو مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ. مشرانو وویل چې په سیمه کې امنیت پر ځای دی، حکومت دې د پښتنو په وسایلو د قبضې او ناامنۍ خپرولو لپاره بهانې نه لټوي.
په عین وخت کې د پاکستان پوځ په ملک کې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ مخنیوي لپاره اعلان شوي عزم استحکام پوځي عمليات مهم ګرځولي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد علي خان د جون په ۲۸مه په سوات پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د هغوی پارټۍ په پښتونخوا کې هېڅ قسم فوځي عملیات نه مني.
د ضلعي پولیسو ویاند فضل نعیم د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د جون پر ۲۰مه غرمه مهال د کواټ په محمدزیو کې شوې ده شوې ده.
د خيبر پښتونخوا په کواټ کې دوه ورځنی هنري نندارتون پای ته رسېدلی دی. د اغوش سکول په نوم تعليمي اداره کې دا نندارتون د مې پر ۱۹مه پيل شوی وو. په هغه ښوونځي کې يتيمو ماشومانو ته وړيا زدکړې ورکول کېږي. د سکول ماشومانو وويل هغوی ډېر خوشحاله دي چې په اداره کې يې هنري نندارتون جوړ شوی وو. ويډيو رپورټ
نور وښیئ