مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره یې تازه فنډونه جاري کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د امريکا يو شخصي ټلیوېژن سي اېن بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
طالب چارواکي داسې مهال د داعش د ځپلو ادعا کوي چې د فبرورۍ پر نهمه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل، داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.
قامي اسمبلۍ پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې د مالیې وزیر اسحاق ډار په قانوني مسوده کې د ځینو ټیکسونو په اړه په اوسني مالي قانون کې د بدلونونو وړاندیز کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، ارزونې یې د ملګرو ملتونو له هغه راپور سره سمون خوري چې یوسف العدل په حقیقت کې د هغې شبکې نوی مشر دی.
تر زلزلې مخکې د شام په شمال لویدیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو کې تر څلو مېلیونه زیاتو خلکو ته شاوخوا ټولې مهمې بشري مرستې یوازې له یوې لارې لېږدول کېدې.
د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، په داسې وخت کې د ډېش انتنونو له پروګرامونو هم یوشمېر ټېلېوېژني چینلونه لیرې شوي دي وار له مخه انټرنېټ ښه کار نه کوي، برېښنا کمه او کورنۍ رسنۍ هم سم پروګرامونه نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان په سمدستي ډول د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړیوالو څخه د ۴۲،۸ مېلیونه ډالرو مرسته غوښتې ده. هغې ادارې ویلي دي چې زلزلې په ترکیه کې ۱۵ او په شام کې یې ۱۱ مېلیونه خلک اغېزمن کړي دي.
له پېښو او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اداره دا هم وايي چې د زلزلې په نتيجه کې په هغه هېواد کې تر ۸۰ زره زيات کسان ژوبل شوي هم دي.
د یخنۍ له امله تر ملبې لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې عملیات اغېزمن شوي دي. په زرګونو پرېوتو ودانیو کې د ګېرو کسانو د ژغورلو هڅې پر څلورمه ورځ له خنډونو سره مخامخ وې.
ولسمشر بايډن تر اوکراين وروسته د چين په اړه ملت ته د خپلې کلنۍ وینا پرمهال وویل چې امريکا چمتو ده چې له چین سره کار وکړي خو نوموړي تینګار وکړ چې د امریکا د ګټو د دفاع په کار کې به شک و نه لري.
د دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د فرورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال کړې ده.
د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د فرورۍ پر دویمه ناوخته رسنیو ته وویل چې د تحریک انصاف مشر عمران خان یې ټول ګوندیزې غونډې ته وربللی دی.
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات بېګا په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.
د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې ځانمرګی بريدګر په لومړي صف کې په امام پسې ولاړ وو او چاودنه یې وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سفرونو هدف د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ضروري مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه د نړيوالو غبرګون متحدول دي.
نور وښیئ