مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، دا خبره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د فبرورۍ پر ۱۴مه په افغانستان کې د روسیې له سفیر دېمېتري ژېرېنوف سره په کابل کې په کتنه کې کړې ده.
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه شان ویلي چې د طالبانو د جبري حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د غږ د پورته کولو له امله له لوړو ګواښونو سره مخامخیږي.
د غورځنګ یو مخکښ ادريس پښتين د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل چې دا خبره د چکوال د پولیسو مشرې قرتعلېن ملک د جنورۍ پر ۲۹مه په راولپنډۍ کې د لاهور های کورټ په څانګه کې د منظور پښتین په اړه د مقدمې اورېدنې پر کړې ده.
په پاکستان کې د دولتي راز افشا کولو د قضيې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۳مه عمران خان او شاه محمود قريشي په رسمي توګه تورن کړي وو.
په بلوچستان کې د جبري لادرکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد د ډېسېمبر له ۲۰مې د پریس کلب مخې ته د روان بلوڅ پرلت مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅې پر ایکس پاڼه لیکلي چې د اسلام اباد پریس کلب دا ګام دردونکی دی.
سحر ساحل وویل، د نجونو "نیول اندېښمنوونکي دي، په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب دی. افغان مېرمنې مخکې هم باحجابه وې، اوس هم دي او په راتلونکې کې به هم وي، دا د طالبانو یوه پلمه ده. دا چې د طالبانو حکومت د نړۍ له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، دوی یې په بدل کې بشري حقونه نقضوي."
ریاست په بیان کې دا نه دي ویلي چې هغه کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته تللې دي که نه د پاکستان حکومت په زور ایستلې دي. د بشري حقونو تنظیمونو او سياسي ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو ستنولو پر ستنولو نیوکې کړي.
کېسېنجر د پخوانیو ولسمشرانو رېچرډ نېکسن او جېرالډ فورډ د واکمنۍ پر مهال نه یوازې د بهرنیو چارو د وزیر بلکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی وو او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.
وزارت د نومبر پر ۲۴مه پر ایکس پاڼه لیکلي دي چې هغه پناه غوښتونکي چې د نیول کېدو او ایستلو له خطر سره مخ کېږي، په ټلېفون شمېره +۱۷۵۷-۹۱۶-۴۱۰۰ ته زنګ وهلی شي او یا هم د وټس اپ +۱ ۹۵۶-۲۹۱-۴۵۷۱ ته لیکلی پېغام استولی شي.
امریکا ته د کډوالۍ کېس لرونکي افغانان وایي، وروستیو پېښو اندېښمن کړي دي. په دوی کې ګڼ هغه افغان دي چې په ویزه پاکستان ته تللي خو د پروسیې د اوږدېدو له وجې لا هم هلته مېشت دي او د پاکستانۍ ویزو موده یې ختمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نومبر پر ۱۵مه پر خپله ووبپاڼه په اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په ملاتړ هغه کارډونه افغان کډوالو ته ورکړي ول او د دې ښکارندويي کوي چې هغوی په رسمیت پېژندل شوي کډوال دي.
د افغانستان له غاړې ابراهیم ځدراڼ ۱۲۹ منډې جوړې کړې. په نورو لوبغاړو کې راشد خان ۳۵، رحمت شاه ۳۰، عظمت عمرزي ۲۲ او رحمان الله ګربز ۲۱ منډې جوړې کړې.
د نومبر پر شپږمه په یو خپور شوي بیان کې ار اېس ایف ویلي، دوی په دغو کې د یو شمېر افغان خبریالانو سره خبرې کړې دي چې په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د خبریالانو خلاف د تشدد او د دوی د نیولو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
د وزارت ویاندې مهر خورشيد د مې پر نهمه رسنیو ته وویل چې په هغه ناروغۍ اخته یو بل تن د مې پر اتمه د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه.
قلم لار بنسټ په خپل بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي او د طالبانو حکومت هم لا د ویسا خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي. د ویسا ورور عطاالله ویسا د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې د هغه د خوشې کېدو تصدیق وکړ.
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو د ده په وینا، هیڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي
نور وښیئ