مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
په مرکه کې چې خبریال له کاکړه پر دې د نظر غوښتنه وکړه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرضد په افغانستان کې دننه هم عملیات کېدای شي، نو هغه وویل چې اسلام اباد "له افغانستانه د هر راز ګواښ پر وړاندې د خپلې دفاع حق" لري.
د خیبر پښتونخوا کاروباریان د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې له افغانستان سره ټرانزیټ ته دې کتنه وکړي ځکه چې د دوی په وینا دا مهال د افغان ټرانزیټ تجارت په نامه هغه توکي افغانستان ته صادرېږي چې هلته یې ضرورت نشته. دوی وايي، دا توکي بیرته پاکستان ته اړول کېږي. دا په دا
د سېپټېمبر پر شپږمه په چترال کې پر امنیتي پوستو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر برید وروسته د سیمې اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښنې لري.
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د اپرېل پر لومړۍ نېټه يلي دي چې په هيواد کې د اقتصادي بحران تر شا یوه لویه وجه قاچاق یا سمګلنګ دى.
د حاجي ایین خان په وینا، د دې له کبله په اربونو روپيو زیان رسېدلی او په ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شوي دي.
سازمان د اګست پر ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د سېلاب ځپلو د بحالۍ هلې ځلې د مالي وسایلو د کمښت له کبله ټکنۍ شوې دي.
په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
د خيبر ضلعې یو انتظامي مشر ارشاد مومند چې د هغې ضلعې د شخړو د هواري شورا مشر هم دی، د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دا کمېټۍ په اصل کې یو ډول هم هغه جرګې او مشران دي چې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې یې په قبایلي ضلعو کې شخړې هوارولې خو اوس یې یوازې نوم بدل شوی.
د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د اګست پر ۱۲مه عدالتي فیصلو او امرونو ته د بیاکتنې قانون (ریویو اف ججمنټس اېنډ ارډرز ۲۰۲۳) په اړه په خپله فیصله کې ویلي دي چې دا ډول قانون هېڅ حیثیت نه لري او پارلېمان دا ډول قانون نه شي جوړولی.
د قبایلي سیمو د لېویز ځواک او پولیسو د کمېټۍ مشر جلال اپرېدي د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې حکومت یې غوښتنې نه پوره کوي نو ځکه سرتېرو له کور په کور ګرځېدونکو روغتیايي ډلو سره د امنیتي دندې له ترسره کولو انکار کړی دی.
د نوې سرشمیرنې د منظورۍ لپاره د مشترکه مفاداتو د کونسل غونډه د اګست پر ۵مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې کېږي.
تر دې وړاندې د روان کال په جولای کې د اسلام اباد سترې محکمې (های کورټ) د پخواني وزیر اعظم عمران خان پر ضد د توشه خانې دوسیه خارجه کړې وه.
اخوا د پاکستان د موسمیاتو ادارې د هېواد په مختلفو برخو کې د پشکال بارانونو پر مهال په ښاري سیمو کې د سېلابونو خبرداری ورکړی دی. د موسمیاتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې د جولای تر ۲۶مې پورې په پېښور، راولپېنډۍ، اسلام اباد، لاهور او ګوجراوالا کې د سختونو ورښتونو له کبله د سېلابونو اټکل کړی دی.
د روغتیا د ادارې (محکمه صحت) یو چارواکي ډاکټر ارشاد روغاني د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان له لوی اختر نه وروسته پر کانګو اخته شوي دي.
د پاکستان د قانون له مخې، کله چې مردم شماري وشي نو هغه رېکارډ بیا حکومت د رسمي منظورۍ لپاره د ګډو ګټو شورا غوندې ته وړاندې کوي او تر منظورۍ وروسته یې د ټاکنو کمېشن پر اساس نوي ووټر لېسټونه او حلقه بندۍ کوي.
د پولیسو ځینو سرچینو د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې ځانمرګی بریدګر په ګاډي کې وو او د اېف سي ځواک د ګاډي سره یې خپل ګاډی جنګولی دی. خو جیو نیوز ته د پېښور کېنټ پولیسو مشر وقاص رفیق ویلي چې حمله ځانمرګې وه.
د جولاي پر ۱۶مه مازیګر د سلطان خيلو په جامع مسجد کې د رځړ تحصیل سیاسی، سماجي او مدني ټولنې مشرانو جرګه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې د هغې عمل پر ضد پر خپلو کورنو د امن سپین بیرغونه لګوي
ټي ای ار د نړیوالو ګمرکونو نظام دی چې په پراخه کچه جغرافیايي فعالیت لري. دا مهال په نړۍ کې ۶۶ هیوادونه د یاد نظام لاندې کار کوي او پاکستان هم د دغه نظام لاندې زر فعالیت پیلوونکی دی.
نور وښیئ