مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د پي ټي اېم یو مخکښ مشر حاجي عبدالصمد د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې پر ګرفتاریو سربېره به هم د پښتنو په سیمو کې د امنیت او د طبیعي وسایلو د واک په اړه د بحث او د راتلونکې لپاره د متقفه تګلارې د جوړولو په موخه درې ورځنۍ جرګه کېږي.
د دې ادارې له لارې ځوان کول کولای شي چې په ولس کې د اقتصادي ، سماجي او تولنيزو مسلو په اړه پوهاوی خپور کړي او د هغوی د حل لارې پيدا کړي.
په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د اور لګېدو پېښې زیاتې شوې دي چې پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. چارواکي وايي، په دې لړ کې د پوهاوي اړتیا ده چې خلک په اغېزناکه ډول د اور لګېدو پېښو مخنیوی وکړي. خو د اور لګېدو پېښې ولې کېږي او خلک یې مخه څنګه نیولای شي؟ د دې پوښتنو ځواب په رپورټ کې.
د پېښور پولیس وايي چې سږ کال د اګست تر میاشتې پورې په هغه ښار کې پر ماشومانو د تشدد او د هغوی پر ضد جرمونه زیات شوي دي.
په تېرو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پولې څو ځلې د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي او محدویتونه ورباندې زیات شوي دي. د دې له وجې د دواړو خواوو ترمینځ سوداګري خورا اغېزمنه شوې ده.
په داسې حال کې چې په پنجاب او بلوچستان کې کروندګر د غنمو د حکومتي نرخونو پرضد او ورڅخه د غنمو نه اخیستو له وجې په احتجاج دي، د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې د صوبې د اړتیا پوره کولو لپاره یې تیاری کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د تعلیمي چارو ادارې مشرې ثمینې الطاف د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي ضلعو کې هغه کیمپېن ښه نتیجې ورکړي دي. له مومندو، خیبر او قبایلي ضلعو څخه موږ ته ډېر مثبت ردعمل راغلی
د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې تښتول شوی قاضي تر خوشې کېدو وروسته خپل کور ته لېږدول شوی دی.
د اپریل پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د هغې پروژې سیمه اييز مشر کشور خان وويل چې د چارسدې، نوښار، خيبر، شمالی او جنوبي وزیرستانونو، ټانک او ډېره اسماعيل خان لپاره په دغه روزنيز پروګرام کې د داخلې وروستۍ نېټه د اپريل ۲۶مه ده
د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي دي چې په پېښور، بر او کوز چترال، سوات، دير، ملاکنډ، او باجوړ کې بارانونو او سېلاب اته نور کسان وژلي دي.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۰۹ز کال کې د ناروغیو د مخنیوي یو قانون منظور کړی وو چې پکې راغلي ول چې د نکاح پر هر ثبتوونکي (رجسټروونکي) دا لازمه ده چې د ناوې او زلمي د تېلېسیمیا او تور ژیړي (هېپا ټایټس سي) د معاینې تصدیق شوي اسناد ترلاسه کړي.
د خیبر ضلعې د پولیسو یو مشر ډي پي او سلیم عباس کلاچۍ د اپریل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو په اداره کې د هغو کسانو لپاره هېڅ ځای نشته چې مجرمانه ذهنیت لري. "په تېرو څو میاشتو کې مو شاوخوا ۴۵ د پولیس
د پاکستان پخوانی سېنېټر مشاهد حسېن د اپرېل په دوهمه مشال رېډيو ته وويل چې سېنېټ له دې کبله جوړ شو چې دارنګ په کې د ټولو صوبو برابره نمایدګي وي او په ريښتونې د وفاق علامت وي. خو د ده په خبره په پاکستان کې د سېنېټ غړیتوب د سیاسي بلېک مېلېنګ او فنډونو راټولولو لپاره استعماليږي.
د شمالي وزیرستان پولیسو دعوه کړې ده چې ولس ورسره د هدفي وژنو په پلټنو کې همکاري نه کوي. د سیمې یو پولیس افسر علي خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس د هرې پېښې پلټنې د مدعیانو او عیني شاهدانو د بیانونو او شواهدو پر اساس کوي، خو ولس ورسره پوره مرسته نه کوي. په دې اړتفصیل په رپورټ کې.
ګنډه پور د صوبې پر خلکو غږ وکړ چې د درغلیو او اداري فساد پرضد دې هڅې وکړي. "د کرپشن پرضد جهاد شروع کړئ، موږ له تاسې سره یو. د چا څه جرات چې له تاسو پیسې وغواړي؟ د چا څه جرات چې له تاسو رشوت وغواړي."
ډاکتر مجاهد خان وايي، که په قبایلو کې طبي اسانتیاوې وای نو د هغو سیمو اوسېدونکي نورو ښارونو ته نه تلل. "موږ ګورو چې له قبایلي ضلعو څخه خلک دلته د وړو، وړو ناروغیو لپاره علاج لپاره راځي. که هلته هر څه پوره وای نو دوی به دلته ولې راتلل؟"
لياقت چټه وویل چې هغه د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د راولپېنډۍ ډوېژن د قامي اسمبلۍ پر اووه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۳ څوکیو درغلۍ کړې دي او بایلونکو نوماندانو ته یې لسګونه زره رایي ورزیاتی کړې دي او په دې توګه یې هغوی بریالي کړي دي.
بلوڅ ویلي چې هغو ګوندونو فیصله کړې چې د بلوچستان اسمبلۍ وداني محاصره کړي او ورته د "جعلي ګوډاګیو" استازو د ورتګ مخه نیسي او داراز، د بلوچستان موازي یا متوازي اسمبلي جوړوي چې غړي به یې د صوبې د "ولس اصلي استازي" وي.
د غورځنګ مخکښه غړو پر اېکس په جلا، جلا بیانونو کې د داوړ انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ډاکترانو د هغه جراحي کړې ده او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.
نور وښیئ