فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
که په یو سکول کې پینځوست یا شپیته زده کونکي وي او د دوی سکول بند شي نو دا به چېرته ځي، څرګنده ده چې سکولونه به پرېږدي
ملک اشرف اپریدي وايي له تیرې اوږدې مودې راهیسې په داسې جرګو کې راسره د پولیټیکل چارواکي وعدې وکړي خو عملی کارونه نه کوي، دی وايي، د صحت، تعلیم، بجلۍ، اوبو او د سرکونو اسانتیاوې غواړي.
د سکولونو ودانۍ ویجاړې پرتې دي، ماشومانو ته یې ټاټونه نشته، په یخنې او ګرمي کې بهر ناست وي او دلته د استاذانو کمی دی، حکومت ته پکار ده چې اوس جدید دور دی او نوې سکولونه جوړ کړي
مرستیال پولیټیکل ایجنټ روشن خان مسود مشال راډیو ته وویل، چې له برید وروسته امنیتي ځواکونه او خاصه درا د پیښې ځای ته له ورتلو سره سم یې لټون پېل کړ.
د قبایلي سیمو د لوبو اتحادیې مشران او لوبغاړی وايي چې پروسږ کال د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله د خېبر ایجنسې په جمرود شاه کس سیمه کې د لوبو د نړۍوال لوبغالي جوړولو پریکړه کړې وه خو لا تر دې دمه د دغه لوبغالي په جوړولو باندې کار نه دې پیل شوی.
د خیبر ایجنسۍ د لرې پرتې سیمې تیرا میدانه بې کوره شوي خلک وايي چې ((د دوی زیاتره قبیلې تیرا میدان ته ستنې شوي دي خو تر اوسه هغه اسانتیاوې نه دی ورکړل شوي چې د کومو وعدې ورسره شوې وې.
د دوایانو مارکېټ مشر فضل الرحمان مشال راډیو ته وویل: ((موږ د پولیټیکل چارواکو تېري نشو زغملای او زموږ نیول شوي دوکانداران دې ژر تر ژره راخلاص کړي.))
دوی وايي، ((سړک یې ځای په ځای سپړلی دی او ټریفېک نورو کچه یا خامو لارو او خوړونو ته اړول شوی دی)) چې له کبله یې نه یوازې ډېر ګردونه او دوړې جوړېږي بلکې ټریفېک هم جام کېږي او ((اوس پر دې سړک تګ راتګ ورته ډېر ګران شوی دی.))
امنیتي سرتېرو په تېرو درو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ مشکوک کسان نیولي دي. پوليټیکل انتظامیه وايي، ځینې کسان یې د اجتماعي ذمه وارۍ د قانون تر مخه هم نیولي دي او شپږ کورونه یې د دې قانون تر مخه ړنګ کړي دي.
د خیبر ایجنسۍ په جمرود غونډۍ سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو له خوا لګېدلي ګرځبندیز ځايي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د قبایلي سیمو د قدرتي آفتونو سره د مبارزې اداره(ایف ډی ایم اي) وايي چې په دې تیرو پنځو ورځو کې د کوهاټ جرمې له مرکزه د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو خوا وشا شپږسوه او دوه څلویښت(۶۴۲) رجسټرډ کورنۍ تیرا میدان ته رسېدلې دي.
د خیبر ایجنسۍ له لرې پرتې سیمې تیرا میدان څخه بې کوره شوې یو شمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنېږي.
د قبایلي سیمو قدرتي آفتونو منظمولو اداره ( ایف ډي ایم اي) وایي، چې د مې میاشتې له اوومې نېټې به د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو د ستنیدو دویمه لړۍ پیلېږي.
د فاټا ( قبایلي سیمو ) د اولمپیک اداره په پېښور کې د فټ بال یو نړیوال ټورنمنټ ترسره کول غواړي او په دې لړ کې یې خپلې تیاریانې پیل کړي دي.
د خېبر انتظامي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، بېګا شاوخوا دوه بجې د وسلو په یوه زېرمتون کې چاودنې وشوې چې د سهار تر څلورو بجو روانې وې.
د کوکي خېل ټبر مشران وايي، چارواکو ته پکار ده چې ټول نیول شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او بې ګناه کسان دې ترې خوشې کړي.
د خېبر په جمرود کې افغانستان ته پر تلونکو ماوړونکو ګاډو د وسله والو په بریدونو کې یو ډرایور وژل شوی او د یوه خاصه دار سرتېري په ګډون دوه نور ډرایوران ژوبل دي.
د خېبر ایجنسۍ صحت محکمې چارواکي وایي، له تېرو پینځو کلونو راهیسې تړلی د باړې ډوګره روغتون یې بیرته پرانیستلی چې د سیمې خلک یې د درملنې له ګټې برخمن شي.
د خیبر اېجنسۍ اوسېدونکي وايي، د قبایلي سیمو په جنايي قانون کې اصلاحات لا هم نه عملي کېږي او د پخوا په څېر د یوه تورن کس په سر ټوله قبیله نیول کېږي. ځايي اوسېدونکو د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، کله چې د نا امنۍ پېښه وشي نو انتظامي چارواکي په لسګونه خلک نیسي.
دا پېښه تر هغې وروسته کېږي چې څو ورځې مخکې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ ملګرو ګوندونو په پېښور کې خپلې هغه ناکې ختمې کړې چې په افغانستان کې مېشتو ناټو سرتېرو ته د سامان وړونکو ګاډو تګ مخنیوي لپاره یې جوړې کړې وې.
نور وښیئ