فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
په قبایلي سیمو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي واکسیني کیمپېن پیل شوی چې تر شورو یا چارشنبې به روان وي. روغتیايي ټیمونه کور په کور ګرځي او ماشومانو ته واکسیني څاڅکي ورکوي. د قبایلي سیمې خیبر ویډیو وګورئ.
د قبایلي سیمې خیبر اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې د لېشمنایسېس (لېشمېنیا) ناروغۍ مخنیوي لپاره دې ورته پشه خانې (مچر دانۍ) ورکړي او په روغتونونو کې دې ورته د درملنې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي. د مشال راډیو خبریال د جمرود روغتون ته ورغلی او دا ویډیو یې رالېږدولې.
خیبرایجنسۍ: د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ستوري خیلو قبیلې کډوال وايي زر تر زره دې خپلو کورنو ته وليږل شي.
د باړې او تیرا ځېنې متاثره شوي کسان د دغې سروې شکایت کوي او وایي په دې سیمو کې یو شمېر کورونه پاتې شوي دي او چې د چا سفارش وي د هغوي کار کېږي او د غریبو خلکو کورونه څوک په سروې کې نه شاملوي او باید دا هم په سروې کې شامل کړل شي.
د تورخم لار د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ له پنځو ورځو راهيسې روانو ډزو له کبله بنده شوي وه چې نن خلاصه شوه. پاکستان غوښتل دغلته يوه دروازه جوړه کړي خو افغان سرحدي پوليسو يې مخه ونيوله.
په اسلام آباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه تر لیدو کتو وروستو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ جګړا درېدلې ده.
پر تورخم د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ له روانې نښتې نه یوازې پر ډیورنډ کرښه میشتو دواړو غاړو پښتنو ته په تګ راتګ کې ستونزه جوړه کړې بلکې له مالونو ډک ګادي نن چارشنبه پر درېیمه ورځ هم په دې انتظار ولاړ دي چې کله به د افغانستان لور ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي. د ګاډو ډریوران وايي، روژې او ګرمي
په تورخم کې د پاکستانیو او افغان سرتېرو تر نښتې وروسته د دوشنبې (ګل) پر ورځ پاکستانیو چارواکو په تورخم او لواړګي کې ګرځبندیز لګولی دی. د ګرځبندیز یا کرفیو له کبله د تورخم دروازه تړل شوې او ګڼ مال وړونکي ګاډي درېدلي دي. پر دې موضوع ویډیو وګورئ.
کرزی وايي، دا دی یو سل څو کاله وشول چې دا کرښه پر موږ کښل شوې ده خو د دواړو غاړو ولسونو دا منلې نه ده. او ازاد تګ راتګ یې کړی دی.
پر تورخم ګودر یوازې سختو ناروغانو او ژوبلو افغان وګړو ته اجازه وه چې پاکستان ته ننوځي
د خېبرپولیټیکل چارواکي وايي، د جون له لومړۍ نېټې به پر تورخم دروازه د افغانستان هېڅ یو وګړی د سفري اسنادو پرته پاکستان ته نه شي ورننوتلی.
په وروستو کې د اپریدي قوم ټولې بې کوره شويو قبیلې تیرا میدان ته ستانه شوي دي خو دغه کډوال پکې په ډېره کمه شمیره کې بیرته راغلي دي.
د فاټا ډیزاسټر منېجنټ اتاریټي چارواکي وايي چې له باړې بې کوره شوي زیاتره خلک اوس بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.
زیاتره افغان وګړي د لواړګي په جماتونو او مارکېټونو کې دېره شوي دي چې اکثره پکې ناروغه کسان دي او د تورخم دروازې د خلاصېدو په انتظار دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې تر هغې به د تورخم دروزازه نه خلاصوي چې تر څو ورته افغان چارواکو پهتعمیراتي کار کې د خنډ نه اچولو باور نه وي ورکړی خوافغان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د خیبر په تیرا کې تر کلونو وروسته د لوبو سیالیو مېله شوې. مېلې ته د خیبر پښتونخوا پر ګورنر اقبال ظفر جګړا سربېره ګڼ ملکي او امنیتي چارواکي ورغلي ول. تر سپورټي سیالیو وروسته د موسیقۍ محفل هم جوړ شوی وو چې په اړه یې دا ویډیو وګورئ.
د خېبر پښتونخوا ګورنر وايي په قبایلي سیمو کې د پوځ عملیات بریالي و او په ترڅ کې یې ترهګرو ته په لویه پیمانه تاوانونه رسېلي دي.
په قبایلي سیمو کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ مخنیوي درې ورځنی کیمپېن پیل شوی دی. په دې کیمپېن کې د ټولو قبایلي او نیمه قبایلي سیمو شاوخوا یو میلیون داسې ماشومانو ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې له پینځو کلونو کم دي. نور معلومات په ویډیو کې.
تر کلونو ناامنیو وروسته د خیبر باړې بازار بیا پرانیستل شوی دی. سیمې ته ستانه شوي خلک وايي، د باړې بیارغونې چارې روانې دي، خو د دوی په خبره دا عمل ورو دی. دوی له چارواکو غواړي چې کاروبارونه دې ورته بیا جوړ کړي او د بیا ابادۍ او بیارغونې کارونه دې ژر تر سره کړي. ویډیو وګورئ.
تر کلونو ناامنیو وروسته د خیبر باړې بازار بیا پرانیستل شوی دی. په بازار کې د بنو خان باز هم رستوران جوړ کړی چې ورته ګڼ خلک ډوډۍ خوړو ته ورځي. دی وايي، پخوا یې وريژې خرڅولې خو اوس یې رستوران جوړ کړی. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ