فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د اګست پر ۱۲مه، الحاج شاجي ګل، په جمرود کې، د خپلو پلویانو یوې جلسې ته وویل، د قامي اسمبلۍ ۴۳مې حلقې په نتایجو کې درغلي شوېده چې دوی یې ثبوتونه هم لري. خو بل پلو الېکشن کمېشن دا تورونه رد کړي او له دغې حلقې یې د پاکستان تحریک انصاف پیر نورالحق قادري بریالی اعلان کړی دی.
د پېښور ځينو پوهنتونونو او کالجونو زده کونکیو په حيات اباد کې د مهرباني دېوال په جوړولو سره هر ماښام د بېوزله خلکو لپاره د روژه ماتي بندوبست کوي. دغه ځوانان په خپل سر او د ځينو شتمنو کسانو په مالي مرسته روژه ماتی جوړوي.
د لواړګي پوهان تواب شاه مسرور شینواري په پېښور پوهنتون کې د خپلې دوکتورا یا ډاکترۍ څېړنې دفاع کړې. دی وايي، د څېړنیزې مقالې موضوع یې ((حمزه بابا او جمالیات)) ده. د ده د څېړنې لارښود پوهاند ډاکتر پروېز مهجور خوېشکی وو چې وايي، مسرور په ډېر زیار کار کړی. له مسرور سره د ده د څېړنې په اړه ویډیويي مرکه
د پاکستان پخواني وفاقي وزیر او قبایلي مشر حمیدالله جان افریدي د یکشنبې په ورځ په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، دوی په دې بسنه او قناعت نه کوي چې ګواکې حکومت د های کورټ او سپریم کورټ واک تر قبایلي سیمو وغځولو. ده زیاته کړه، حکومت دې قبایلو ته ځانله صوبه ورکړي چېرته چې د هغوی د خوښې مطابق قوانین جوړ کړ
د ژمي له راتګ سره د پېښور په کارخانو مارکېټ کې د وچې مېوې کاروبار ښه شوی دی. سوداګران وايي، دا مېوه له افغانستانه وروړل کېږي چې د پېښور په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه خلک یې اخلي. دوی وايي، له افغانستانه معیاري بادام، پسته، اینځر، مییز (ممیز) او کاجو درامدوي. په دې اړه ویډیو وګورئ.
جماعت اسلامي د فاټا اصلاحاتي رپورټ د نه عملي کېدو پرضد د اسلام اباد پر لور لاريون پیل کړی دی. لاریون د یکشنبې غرمه يوه بجه له خېبر اېجنسۍ روان شو او د ډېسېمبر پر دولسمه نېټه به اسلام اباد ته رسېږي.
لاریون د یکشنبې ماسپښين يوه بجه له خېبر اېجنسۍ روان شو او د ډېسېمبر پر ۱۲مه به اسلام اباد ته رسي. د دې ګوند مشران وايي، په لومړي پړاو کې به په پېښور کې مرکز اسلامي ته ځي او
نن د خېبر ایجنسۍ په جمرود سټیډیم کې د فاټا اصلاحاتو په ملاتړ د قبايلي سيمو ځوانانو جرګې تر سيورې لاندې شوې غونډه کې د فاټا ځينې پارلماني غړو، ځایی مشرانو، ځوانانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو غوښتنه وکړه چې ایف سي ار نظام دې له منځه یووړل شي او فاټا دې په خېبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړل شي.
د ارواښاد خیبر افریدي ۲۳ تلین په جمرود کې ولمانځل شو. تلین ته د خیبر ایجنسۍ ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د بیلا بېلو سیمو نه شاعران ورغلي وو. وینا والو د خیبر افریدي پر ژوند او فن رڼا واچوله او د هغه د کړي کار ستاینه یې وکړه. د مشال خبریال فرهاد شینواری چې غونډې ته ورغلی و یو ویډیويي راپور یې پرې برابر کړی
کرل زاده کثرت رای، د پنجاب د حافظ اباد اوسېدونکی، په نړۍ کې د پلي ګرځېدو لپاره شهرت لري. نوموړی وايي د قبایلي سیمو خلک دې هم د پاکستان د نورو سیمو په شان له حقونو څخه برخمن شي. ده د فاټا د خلکو په ننګه د یکشنبې په ورځ د جمرود، له باب خیبر نه تر اسلام اباده پلی مزل پیل کړ. د روانېدو پر مهال لسګونو کس
د اکتوبر پر نهمه په اسلام اباد کې د قبایلي اصلاحاتو په ترځ کې پر وفاقي حکومت د فشار لپاره احتجاجي ناسته کېږي. د دې احتجاج لپاره یوه قافله په پارلېمان کې د خیبر د استازي حاجي شاه جي ګل اپریدي په مشرۍ روانه شوې. دی وايي، په ناسته کې به د ګڼو ګوندونو لوړپوړي مشران ګډون کوي. ویډیو وګورئ.
غونډې ته د پارلیمان استازو او قومي مشرانو د ویناوو په ترڅ کې وویل چې د قبایلو د ستونزی هواری هله ممکن دی چې قبایلي سیمې به خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شي او د پېښور های کورت واک تر قبایلي سیمو وغځول شي.
د یکشنبې په ورځ د باړې په برقمبر خېلو کې د فاټا د اصلاحاتو په اړوند یوه مهمه غونډه وشوه. غونډې ته د پارلیمان استازو او قومي مشرانو د ویناوو په ترڅ کې وویل چې د قبایلو د ستونزی هواری هله ممکن دی چې قبایلي سیمې به خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شي او د پېښور های کورت واک تر قبایلي سیمو وغځول شي. د مشال خب
د خېبر پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې څو شېبې وړاندې يې تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل. دا لاره پاکستاني ځواکونو له پرون ماسپښين راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او امنيتي څار سخت کړی و.
د خېبر امنيتي چارواکي وايي پرون (جمعه) ماسپښین یو نامعلومه کس په تورخم دورازه کې پر زیرو پواینټ یو لاسي بم راګزار کړ چې په نتیجه کې یی د پاکستان د سرحدي ځواک اته سرتیري او یو ځایي ماشوم ژوبل شول.
د خیبر ایجنسۍ د جمرود پریس کلب غړي وایي چې د شنبې په سهار وختي امنیتي ځواکونو او خاصه دارو جمرود پریس کلب ته تاله ولګوله او بند یې کړ چې له کبله یې خبریالان پریس کلب ته نه شو ننوتلای.
د خېبر ایجنسۍ د تیرا میدان اوسیدونکي وایي چې هلته د ګورنر ماډل سکول منصوبه د پرمختیایي کارونو د فهرست نه ختمه کړل شوې ده.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې د خالي پر ورځ په خپلې خبرپاڼې کې لیکلي چې د خېبر څلورم عملياتو پرمهال د پاکستان او افغانستان په پوله وسله والو سره نښتو کې یې ېو شمير وسله وال وژلي او له هغوی څخه يې په لویه پیمانه وسله، چاودېدونکي مواد او ماينونه هم په خپله ولقه کې اخستې دي.
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د خيبر ایجنسۍ په راجګل سيمه کې يې د روانو ردالفساد عملياتو لاندې د خېبر۴ په نوم عمليات پيل کړې دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (آیي، ایس، پي، آر) مشر ويلي چې په راجګل کې ځينې سيمې داسې دي چې په تېرو پوځي عملياتو کې له وسله والو نه وې پاکې شوې.
د یکشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې د ټولو قبایلي او نیمه قبایلي سیمو قومي مشرانو د يوې جرګې په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان پر چارواکو د خپلو اړيکو ښه کولو لپاره غږ وکړ.څو ورځې مخکې د کرښې دواړه خواو قومي مشرانو ورته يوه جرګه په کابل کې هم شوې وه.د یکشنبې د ورځې جرګې مشرانو وويل، د کابل جرګې
نور وښیئ