فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خېبر لواړګي ۴۵ کلن وېلسن وزیر مسیح له قبایلي ضلعو د لږکیو پر څوکۍ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی. هغه وایي، د خپلې ټولنې د ستونزو د هوارۍ کوشش به کوي. په قبایلي ضلعو کې نزدې ۲۵ زره عیسایان،هندوان او سکان میشت دي. تفصیل د فرهاد شینواري په ویډیو کې.
پاکستاني چارواکو د سېپټمبر د دوهمې نېټې پر ماښام د تورخم دروازه د ۲۴ ساعته تګ راتګ او تجارت لپاره پرانېستله.
نښه ویشتنه یوه دوديزه لوبه ده چې لا هم د پښتنو په ځینې سيمو کې ژوندې ده. د خېبر په لواړګي کې د نښې ویشتو سیالۍ شوې دي. دا چې په دې لوبه کې څه ډول وسلې استعمالېږي؟ او د دغې لوبې د شوق په اړه ځايي خلک څه نظر لري؟
بلوچستان عوامي ګوند د خیبر د لواړګي ۳۰ کلنه بصیره شېنوارې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ښځو څوکۍ ته نومولې ده. د دې لامل دا دی چې د خیبر او مومندو درو نویو
د خېبر ضلعې د څاروو سوداګر وایي، هر کال د لوی اختر په موقع له افغانستانه د قربانۍ لپاره څاروي راوړي خو سږ کال ورته حکومت د دې اجازه نه ورکوي.
د جولای ۲۰مې انتخاباتو کې د خیبر له ۱۰۶مې حلقې څخه بریالی نوماند بلاول اپریدی وايي، اسمبلۍ ته له رسېدو سره به د قبایلو لپاره له قامي مالیاتي کمېشنه د پیسو تر لاسه کولو هڅې کوي چې پرمختیايي چارې پیل کړي. دی وايي، په خپله سیمه کې پوهنتون جوړوي. له اپریدي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د جولای ۲۰مې په انتخاباتو کې د خیبر له ۱۰۵مې حلقې بریا ترلاسه کوونکی شفیق شېر اپریدی وايي، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په رسېدو به هلته د خپلې سیمې بنیادي اړتیاو په اړه غږ پورته کوي
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې سوداګرو، دوکاندارانو او کارخانه دارو د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت پرضد احتجاجونه کوي او د نویو ټېکسونو ختمولو غوښتنه کوي
د پېښور او تورخم ترمنځ د خېبر درې پر لوی سرک افغانستان ته د مال وړونکیو ګاډيو مالکان وايي، د ګمرک (کسټم) ادارې کارمندانو د هړتال له وجې یې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په مالونو بار ګاډي ولاړ دي او غوښتنه کوي چې سرکار دې یې دغه ستونزه هواره کړي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خېبر ضلع کې د وسله والو پرضد د پوځي عملياتو وروسته امنيت ښه شوی دی خو هغه موسيقاران چې وسله والو ځورولې اوس هم د ويرې په چاپېرچل کې ژوند کوي. دوی باړې ته ستانه شوي دي خو کورونه يې وران دي او د موسیقۍ د پروګرامونو د نشتوالې له کبله هوټل يا ګاډۍ چلوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ مال وړونکو ټرانسپورټرانو د وزن مقرر شوي حد او د کرایو نه زیاتولو پرضد د احتجاج په توګه هړتال پيل کړی دی.
ناهید اپریدۍ له قبایلي سیمې خیبره د صوبايي اسمبلۍ عمومي څوکۍ انتخاباتو ته ولاړه ده. نوموړې د جون پر نهمه په جمرود کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د مخصوصو څوکیو پر ځای عمومي سیالۍ ته ځکه راوتلې سیاست یوازې د سړیو نه بلکې د ښځو حق هم دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر قبایلي ضلعې په باړه تحصیل کې د څه نا څه کلنې ناکراریو او بدامنیو پس ولس عادي ژوند ته پر راګرځېدو دی. دې سیمې ته دوه کاله وړاندې د بې کوره کړل شویو خلکو ستنېدل پیل کړي چې له کبله یې د باړې لوی بازار هم تر یو څه ځایه بیا اباد شوی دی. د فرهاد شینواري ویډيو
د خیبر قبایلي ضلعې پر تورخم دروازه افغانستان ته تګ راتګ کونکي وايي ، هلته ګمارل شوي پولیس له دوي سره ښه چلند نه کوي او بې ځایه یې تنګوي.
په خیبر کې پر یوه غرنۍ څوکه جوړ د تیمورلنګ د یرغلونو مهال دغه زندان په باب ویل کېږي چې له دلته به زندانیان ډېر سخت شکنجه کېدل او له دې پس به یې له پاسه پورېوهل. د مشال راډيو همکار فرهاد شینواري یې ویډيو راپور تیار کړی دی.
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي چې په هېواد کې ناکراري ده خو نه پوهېږي نږر سياسي ګوندونه ولې غلې ناست دي.
د فاټا ګرینډ الاینس په نامه سیاسي اتحاد د اپرېل پر ۲۰مه د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې داسې ولسي غونډه کړې چې د ټولو قبایلي ضلعو مشرانو پکې ګډون کړی وو.
د قبایلي ضلعو د لوبو د ډایریکټوریټ چارواکي وایي په دې کې له باجوړه تر وزیرستانه په سلګونه لوبغاړي برخه اخلي او ۲۶ لوبې پکې شاملې دي او تر دوه ونیو پورې به دوام لري.
د اپریل پر څلورمه په نړۍ کې د ځمکلاندې ماینونو په اړه د پوهاوي ورځ ولمانځل شوه. په دې اړه په خېبر ضلع کې د جګړو او ځمکې ماینونو له کبله ژوبل شویو او معذوره شویو کسانو له مشال راډیو سره خپلې کیسې په دې ویډیو کې داسې بیانوي. ویډیو: فرهاد شینواری.
د خیبر انتظامي چارواکي وایي قومي لښکر د مارچ پر ۲۳مه په کټه کوشته سیمه کې د خیبر درې پر لار د پاکستان د لویو سړکونو د ادارې له خوا جوړه شوې ټول پلازه ړنګه کړې ده.
نور وښیئ