فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
په پاکستان کې ایسار سلګونه افغانان د خیبر لواړګي ته رسېدلي دي خو د اجازې نه لرلو له وجې د ښار په جوماتونو او مارکېټونو کې پراته له ستونزو سره مخامخ دي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي راپور وګورئ.
په لواړګي کې ایسار افغان نعیم نقیب وايي، ورسره ښځې دي، "ناروغان دي. په جومات کې دېره یو. شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان یو. د لنډيکوتل خلکو راته
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند له وجې د پېښور د حیات اباد کارخانې هم تړلې پرتې دي. کارکوونکي وايي، سهار په دې هیله کار ته ځي چې ښايي کارخانې فعاله شي
تېرو درو ورځو کې ټول اووه سوه کسان له افغانستانه پاکستان ته راوړل شوي او په لنډي کوتل، جمرود او شاکڅ کې په کوارنټین مرکزونو کې بستر دي
دا لړۍ چې د اپرېل پر ۱۶مه پیل شوې د اپرېل تر ۱۹مې له ۷۰۰ زیات کسان د پاکستان لوري ته وراوښتي دي. پاکستاني چارواکي وايي، دا ټول کسان یې په قرنطین مرکزونو کې ساتلي دي چېرته چې هغوی ته د استوګنې او خوراک بندوبست کړل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د سرحدي قبایلي ضلعې خیبر انتظامي چارواکي وایي د کورونا وایرس له کبله په افغانستان کې د ایسار شوو پاکستانيو ستنېدو لړۍ روانه ده.
د خیبر انتظامیې د کورونا وایرس ناروغۍ پر وړاندې له مبارزه کوونکو روغتیاپالانو سره د یووالي په موخه د سیمې تاریخي "باب خیبر" په سپین رخت پوښلی دی. په عین وخت کې د روغتیا ادارې یو چارواکی وايي، په سیمه کې یې د ناروغانو لپاره د قرنطین انتظامات کړي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان حکومت ویلي چې د افغان وګړو د ستنېدو لپاره د اپرېل له شپږمې څخه د تورخم او چمن لارې پرانیزي.
ځايی خلکو د دوو ورځو لپاره پرله پسې احتجاج وکړ او له حکومته یې د دوو ځايی ماشومانو د قاتلانو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله.
د خیبر ضلعې چارواکي وايي، په تیرا کې د دوو ماشومانو د جسدونو له موندل کېدو وروسته هلته قبایلي لښکر د هغو کسانو کورونه سوزولي چې پرې هغوی د ماشومانو د وژلو شک لري.
صوبايي حکومت په دې اړه په ټولو قیايلي ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو په اړه سفيران ټاکلي دي چېپر کليو ګرځي او په خلکو کې د انتخاباتو په اړه پوهاوی خوروي.
د پخوانۍ فاټا خاصه دارو او لیویز ځواک د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې د خپلو غوښتنو لپاره د مارچ له ۱۳مې احتجاجي ناسته پیل کړې ده.
په جمرود کې د فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالیو څلورمه پلو پرانسته وشوه چې د ټولو قبایلي ضلعو کرکټ لوبغاړو، ځوانانو او کرکټ مینه والو پکې ګډون وکړ.
په تورخم کې دغه انتظامات په داسې حال کې شوي چې په ایران، افغانستان او پاکستان کې په ځينو کسانو کې د کوروناوایرس ښکاره شوی دی.
نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی.
پرلتوال وایي، د عدنان شینواري له کورنۍ سره دې انصاف وشي، شهید پکېج او یوه نوکري دې ورکړل شي او د دغې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي
د خیبر سیاسي اتحاد مشران او د عدنان شینواری د کورنۍ غړي وایي دوی نن پر څلورمه ورځ هم احتجاجي پرلت لګولی او د ورځې له مخې به افغانستان ته تلونکی ټرافیک نه پرېږدي
د فبرورۍ پر ۲۴مه هم د لواړګي په چروازګۍ کې د یوه ځوان د وژنې ضد احتجاجي پرلت روان وو. د ۲۲ کلن عدنان شینواري پلار اسماعیل شینواری وايي، زوی یې درې میاشتې مخکې امنیتي ځواکونو نیولی وو، د
د فبرورۍ پر ۲۳مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر او د هغه ملګري په کارخانو پاټک د خیبر سیاسي اتحاد پرلت ته له تللو ګرځول شوي.
د فبرورۍ پر۱۸مه د پېښتو غزل بابا امیر حمزه خان شینواری ۲۶ تلین ولمانځل شو. امیر حمزه خان شینواری په ۱۹۰۷ کې د خیبر په لواړګي کې زیږېدلی وو او په ۱۹۹۴ م کې ومړ.
نور وښیئ