فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د جون پر اتمه نېټه په جمرود کې په شوې احتجاجي غونډه کې د بلدياتي ټاکنو پر مهال ټاکل شويو چېرمېنانو، د ويلېج او نايبرهوډ کونسلرانو ګډون وکړ.
د باړې د خبريالانو مرکز يا پريس کلب غړو او پولیسو تایيده کړې چې د می پر ۱۳مه نیټه د باړې پریس کلب پخوانی صدر او د ایکسپریس نیوز خبریال خادم خان اپریدی په شلوبر سیمه کې امنيتي چارواکو نيولی او نامعلومه ځای ته يې لېږدولی دی.
په خیبر ضلع کې د ځنګلونو د محکمې مشر محمد شکیل په دې اړه مشال راډیو ته په لېږلي پېغام کې لیکلي دي چې په دې اړه یې هڅې پیل کړې دي.
د ادارې ویاند مقصود اپرېدي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د مې له دویمې نېټې راهیسې په یوشمېر ټرافیکي پېښو کې لږترلږه اووه کسان ووژل او تر ۵۰ زیات ژوبل شول.
د خیبر ضلعې د شاګۍ سیمې خلک وايي، د بجلۍ د رسد د ستنو د لوېدو له کبله په لنډي کوتل تحصیل کې د بجلۍ رسد ټکنی شوی او خلک یې له وجې په ستونزو کې راګېر شوي دي.
د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې د وفاقي حکومت له امر سره سم، هېچا ته اجازه نه شي ورکولای چې پر تورخم له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړي. د دوی په خبره، دا اقدام یې د پولو د انتظام له پالیسې سره سم پورته کړی دی او موخه یې د وسله والو د تګ راتګ مخه نیول دي.
د خیبر ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر عالمګیر خان د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د ډوګره روغتون د حالت ښه کولو په موخه يې اقدامات کړي دي.
د خیبر چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه د سټیلو داسې شپږ کارخانې تړلي چې د هغوی سپارښتنو ته یې پام نه کولو.
د خیبر مرستیال ایجوکېشن افسر شاهد علي د مارچ پر ۲۵مه مشال ریډیو ته وویل چې په لنډي کوتل کې دغو کونسلونو ته د سرکاري سکولونو استادانو د ګمارلو لپاره یو کروړ او ۲۱ لاکه روپۍ جاري شوې دي.
دوی وایي اوس د زخه خېلو بازار ته د تحصیل درجه ورکړل شوې او پکار ده چې د نادرا یو دفتر پکې پرانستل شي.
په خیبر کې د ډینګۍ ناروغۍ د مخنیوي مسوول ډاکټر خالد خان د مارچ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، هغوی هڅه کوي د ډینګي د مخنیوي لپاره په موثره توګه کار وکړي.
په پېښور کې د افغانانو د ټولنې یو مشر عصمت الله توخي د مارچ پر نهمه مشال رېډیو ته وويل چې د نادرا دفتر تر بندېدو وروسته افغانان له ستونزو سره مخامخ دي.
د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې د پاکستان له اړخه د تورخم له لارې له افغان وګړو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې روانه ده. د لنډي کوتل اېډیشنل اسسټنټ کمېشنر اشراف الدین وايي چې له افغان وګړو سره دا مرستې د "پاک افغان همکارۍ تړون" تر انتظام لاندې دوام لري.
په قبایلي ضلعو کې د کسبونو او مهارتونو د پروژې د همغږۍ چارو افسر انجینر محمد باعث د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، تر زده کړو وروسته به روزلي کسان د خپلو کاروبارونو پیلولو جوګه شي.
حمزه شينواری د ۲۰مې ميلادۍ پېړۍ یو وتلی پښتون شاعر او ليکوال وو. حمزه شينواري د غزلونو او نظمونو تر څنګ ناول، ډرامې او افسانې هم لیکلي دي.
د خوګا خېلو مشران دريځ لري چې نيشنل لاجسټک سيل په تورخم کې د دوی په مشترکه جايداد تعميرات پيل کړي او له ټاکل شوي حد څخه زياته ځمکه يې لاندې کړې ده.
د کریشن مشینونو مالکان وایي، چې په باړه کې د پوځي عملیاتو په وخت لږ تر لږه ۸۰ کرش مشینونه تړل شوي ول چې په وینا یې څه باندې اته زره مزدورانو پکې کار کاوه.
نور وښیئ