فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
په پېښور کې میشت یو افغان کډوال زکي الله وایي، په افغانستان کې ورته له طالبانو ویره ده او پېښور کې له دې ویریږي چې پولیس یې و نه نیسي. هغه مشال راډیو ته وویل '' اوس چېرته لاړ شو چې چا سره اسناد نه وي تاڼې ته یې یوسي، پرچه پرې کټ کړي او بیا یی په تورخم افغانستان ته ډي پورټ کړي''
په تورخم کې د ګمرک ادارې یوه چارواکي حماد علي د جون پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، ټانکرونه دا مهال په تورخم کې ولاړ دي او د ګمرک چارو بشپړېدو ته انتظار باسي چې تر هغې وروسته به د پاکستانو نورو ښارونو ته ولېږدول شي.
د خیبر اوسېدونکو د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې له پېړیو راهیسې له افغانستانه د تورخم له لارې خیبر ته څاروي لېږدول کېدل او په ضلع کې یې لویې منډیانې لګېدلې خو له یوې مودې راهیسې د کسټم (ګمرک) چارواکي د څارویو د درامد اجازه نه ورکوي.
۶۰ کلن ضياالدين شينواری يو مسلکي موټرسایکل چلوونکی دی. نوموړی د نړۍ په سيل وتلی او د شاوخوا يوې مياشتې تر سفر کولو وروسته له اروپايي هېواد ناروې څخه خپل پلرني ټاټوبي خيبر ضلعې ته رسېدلی دی. ویډیويي رپورټ.
د ضلعې د هغې دفتر یو مشر تاشفین اسرار د جون پر دوېیمه مشال راډیو ته وویل، هغه کمېشن په ضلع کې ولسي خدمات ورکونکو ادارو څارنه کوي او په دې نظر ساتي چې هغه ادارې په شفافه توګه په خپل وخت او کره والي سره خلکو ته کار کوي او که نه
علي وایي، هره میاشت له دوو تر څلورو پورې محفلونو ته ځي او د یو پروګرام ۳۰،۰۰۰ روپۍ اخلي. دی د دې ترڅنګ ځینې زده کوونکو ته رباب او د موسیقۍ نورې الې ورزده کوي او له دې لارې هم پیسې ګټي.
د خیبر پولیسو وياند ظهير اپرېدي د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په لیرې پرتو سيمو کې یې د وسلوالو د منظمېدو مخنيوي لپاره امنيتي تدابیر نيولي دي. د هغه په وينا، په امنیتي تدابيرو کې د استخباراتي معلوماتو ټولول او پر لارو چېک پوسټونه زیاتول شامل دي.
د بلوچستان هرنايي ضلعې خوست (کوسټ) تحصیل په زردالو سیمه کې ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي. د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په دې غونډو کې به له نګران اعلا وزير سره د تعلیم، صحت، سړکونو او نورو يو شمېر څانګو چارواکي هم موجود وي او قبایلي ولس به ورته نېغ په نېغه خپلې ستونزې وړاندې کوي.
د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل دا اقدام یې ځکه وکړ چې د هغې ضلعې په ګډون په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو نورې ذمه واریانې زیاتې دي او هغوی د نشه یي توکو مخنیوي ته ډېر وخت نه لاره.
د پولیسو ویاند زیاتوي چې د وژل شوي سرتېري نسیم خان اپرېدي جنازه د مې پر اتمه غرمه مهال د جمرود په شاه کڅ پولیس لاینز کې وشوه چې پکې د پېښور د پولیسو مشر محمد اعجاز خان، د خیبر د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي او پوځي چارواکو ګډون وکړ.
په غونډه کې د سوداګرو د استازو تر څنګ پولیسو، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې)، او د پوځ د رسد او تعمیراتي چارو ملي ادارې (نیشنل لاجسټک سېل یا اېن اېل سي) چارواکو ګډون وکړ.
مقصود عالم نن (اپرېل ۲۴مه) مشال راډيو ته ویلي چې د تېرو پینځو ورځو په عملیاتو کې يې د ۸ کسانو مړي او د شاوخوا ۲۵ ګاډو ټکړې يې رااېستلي دي.
چارواکي وايي، د پېښې له ځایه یې پینځه لاندې شوي مړي مخکې ایستلي ول چې ټول افغانان ول. دوی وايي، د اپرېل پر ۱۸مه پیشلمي مهال د کمر نړېدو په پېښه کې د يوشمېر کسانو د مړينې اندېښنه ده.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکي مقصود عالم د اپرېل پر ۲۱مه مشال راډیو ته ویلي دي چې د پېښې په ځای کې لسګونه کسانو کار ته دوام ورکړی دی.
د خیبر ضلعې د تورخم په غره کې د کمر نړېدو تر پېښې وروسته د ژغورنې او مرستو عملیات پر درېیمه ورځ هم روان ول. د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي، زوی، وراره، یو خپلوان او ملګری یې تر خاورو لاندې شوي دي. چارواکي وايي، لسګونه کسان د مشینونو په مرسته د مړو ایستلو هڅه کوي. ویډیويي رپورټ.
د پېښې ښکار شوي زیاتره کسان افغان ډرېوران او د هغوی مرستیالان دي. پاکستانیو چارواکو د هغو کسانو د کورنیو غړو ته بې له پاسپورټ او ویزې تورخم ته اوښتو اجازه ورکړې ده.
د خیبر ضلعې په تورخم کې د غره د کمر نړېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر شپږو ته رسېدلی او د ژغورنې چارې د اپرېل پر ۱۹مه هم روانې وې. د ادارې په وینا، د اپرېل ۱۸مې پیشلمي مهال په شوې پېښه کې اته تنه ژوبل شوي هم دي. د ژغورنې په عملیاتو کې د سیمې ځايي اوسېدونکي او ډرېوران هم برخه اخلي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ