غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د جون پر ۱۹مه د خېبر پښتونخوا د شخصي ښوونځيو (سکولونو) مالکانو پلاوي په پېښور کې له وزیراعلا محمود خان سره له ليدنې وروسته د صوبايي اسمبلۍ مخي ته احتجاجي لاریون پای ته رسولی.
د خېبر پښتونخوا د خزانې صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا وايي، د کورونا وبا له کبله د ټول هېواد په څېر د خېبر پښتونخوا صوبې هم له اقتصادي ستونزې سره مخامخ وې خو بیا یې هم په راروان مالي کال کې د صوبې لپاره یوه ښه بودیجه جوړه کړې ده.
په بجټ کې د نویو ضم شویو قبايلي ضلعو لپاره ۸۸ اربه روپۍ ایښي دي. په دې کې ۲۷۴ اربه روپۍ د سرکاري ملازمینو د تنخاګانو او ۸۶ اربه روپۍ د سرکاري ملازمینو پنشن دی.
خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس مخنیوي پر احتیاطي تدبیرونو د عمل نه کولو پر سر پر سلګونو دکانونو، اتو بس اډو او د صنعتي پېداوار پر پنځلسو کارخانو جرمانې لګول شوې دي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) په بلنه ګڼ ګوندیزه غونډه کې په ايين کې د اتلسم ترميم، قاميمالياتي ايوارډ، کورونا وايرس په مبارزې او په بهر کې د ټول بند له وجې د پاتو پاکستاني وګړو په ستونزو خبرې شوې دي.
په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګڼګوندیزې غونډې پر حکومت غږ کړی چې په اتلسم اییني ترمیم کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.
پښتونخوا ولسي تحریک وايي د ځمکو د ترلاسه کولو قانون حکومت د قبايلي ضلعو د ولس د معدنیاتو د قبضه کولو لپاره کاروي خو حکومت وايي، هر ګام به د ځايي ولس په مشوره وي
د پاکستان سرکار په نړیوال بازار کې د تېلو کمو نرخونو ته په کتو، د جون میاشت لپاره د تېلو بیې ټيټې کړې. خو اوس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په اکثرو ښارونو کې په پټرول سټشونو کې تېل یا نشته او یا یې خلک په مشکل ترلاسه کوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیو راپور وګورئ.
له تېرو درېو میاشتو راهیسې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزاره ډویژن کې د سېل ځایونو د بندیز له کبله دغه صنعت ته د ۱۱ اربه روپو اقتصادي تاوان شوی دی.
په بهرنیو هېوادونو کي کارګران پاکستان ته په اربونو ډالره زرمبادله لېږي او اوس چې هغوی په ستونزو کې راګېر دي نو له خپله حکومته هم هېر دي
د خېبر سوداګرو اتحاديې ویلي دي چې دوی نور جزوي ټولبند نه شي زغملای او حکومت دې ژر تر زره په دې کې نرمي وکړي.
د پاکستان په شمول د نړۍ په یوشمېر برخو کې ټولبند په نرمېدو دی او حکومتونه یې هڅه کوي چې ورو ورو په پام سره ژوند عادي حالت ته واړوي.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د کورونا وایرس له وجې د بیمارو شویو کسانو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون جوړېږي.
دپاکستان د حکومتي شمېرو مطابق تر نن سهاره په هېواد کې د کورونا ناروغانو ټول شمېر(۲۰۱۸۶) ته رسېدلی، دا راز دې ناروغۍ ۴۶۲ کسان مړه کړي او ۵۵۹۰ ترې رغېدلي دي.
د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اپرېل ۲۹مې تر سهاره په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ په نوم ناروغۍ ۳۲۷ کسان وژلي چې پکې تر ټولو زیات
دا پرېکړه صوبايي کابینې د اپرېل ۱۵مې پر ماښام تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د پاکستان وفاقي حکومت هم په هېواد کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي
د پاکستان د سوداګرۍ او صنعتي خونو او ټولنو مشرانو له حکومته د مالي مرستو غوښتنه کړې. دوی د اپرېل پر نهمه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې د غونډې پر مهال له حکومته ۱۴ غوښتنې وکړې.
د شخصي سکولونو اتحادیې د اپرېل پر شپږمه په پېښور کې له حکومته د مالیاتي پېکېج مطالبه کړې ده. دوی وايي، د کورونا وایرس د وبا له کبله په ټول هېواد کې له یو لک زیات شخضي سکولونه متاثره شوي دي او په شخصي سکولونو کې کار کوونکي د ۲۰ لکو زیات استادان له مالي ستونزو سره مخ دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په راتلونکې کې د اوړو کمي پوره کولو په موخه له پنجابه د غنمو اخیستو منظوري ورکړې ده.
نور وښیئ