غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ حزب اختلاف غړي د خېبر پښتونخوا وزیراعلا کور مخې ته له نن په احتجاج دي - دوی وايي،حکومت د حزب اختلاف د غړو په حلقو کې ترقیاتي کارونه نه کوي او نه د ترقیاتي کارونو لپاره مالي پانګي ورکوی. نور د غلام غوث په ویدیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا د مرکز پيښور په خیبر ټیچنګ روغتون کې د اکسیجن کمي له کبله شپږ تنه مړه شوي دي.
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې حکومت د اپوزېشن ګوندونو د پیل شوي تحریک د احتجاجونو مخه نشي نیولای.
په پېښور کي د دسمبر په لومړۍ نېټه احتجاجي لاریون د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو لخوا ترسره شو چې پکې په پېښور کې د نومبر پر ۲۲مه نېټه د پاکستان جمهوري تحریک لخوا د جلسې وروسته د عوامي نېشنل ګوند او نورو سیاسي ګوندونو د ضلعې مشرانو پرضد د درج شوي مقدمو غندنه وشوه.
د پاکستان جمهوري تحریک له خوا په پېښور کې د عمران خان په مشرۍ حکومت پرضد جسله پای ته ورسېده
د ترهګرۍ ضد عدالت د نومبر پر ۱۹مه په خپله فیصله کې پر سعید د ۱۱۰،۰۰۰ روپیو جرمانه هم لګولې.
په دغه اړه د نومبر پر ۱۷مه په پېښور پرېس کلب کې په جمهوري اتحاد کې د شامل ګوند عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ویاندې ثمر هارون بلور د خبري کانفرس وروسته له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې د
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، له دوي سره داسې تصدیق شوي شواهد دي چې هند په پاکستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي.
نواز شريف چې دا وخت په لندن کې دی،پرون ناوخته يې په خپل ټويټ کې که څه هم د چا نوم نه دی ياد کړی خو ويلي دي چې د ځان ژغورلو لپاره د لاندې کچې د افسرانو قربانۍ ورکولو کار د غندنې وړ دی.
مولانا فضل الرحمان وايي، په غونډه کې د حکومت رانسکورولو لپاره فیصله وشوه او د خپل تحریک د لا منظمولو لپاره به د نومبر پر دیارلسمه او څوارلسمه دوې نورې غونډې رابلل کېږي چې پکې به یو مشترکه لوظنامې ته حتمي شکل ورکوي.
د پاکستان جمهوري تحریک مرستیال مشر او د پپلز ګوند مخکښ راجه پروېز اشرف دا امکان رد کړی چې ګنې د حکومت پرضد د تحریک په لړ کې د مسلیم لیګ ن او پاکستان پېپلز ګوند ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي.
د پي ډی اېم ځینو مشرانو مشال رېډیو ته ویلي دي چې د دغې غونډې کوربتوب به پاکستان مسلم لیګ ن کوي او غوندې ته به د مسلم لیګ ن رهبر نواز شریف او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د ویډیو لنک له لارې پر وروستيو حالاتو غږېږي.
عوامي نیشنل پارټۍ د باچاخان مرکز پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په ځینو نورو برخو کې د عدم تشدد نړیواله ورځ ولمانځله. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډيو راپور کې
په پېښور کې د معذورانو لپاره د لوبو درې ورځنۍ مېله د سېپټېمبر پر ۲۷مه پای ته رسېدلې. منتظمان وايي، په سیالیو کې تر ۷۵۰ زیاتو معذوره لوبغاړو ګډون وکړ. لوبغاړي وايي، په قیوم سټېډییم کې یې له لوبو خوند واخیست. نور په ویډیويي رپورټ کې.
دا وروسته له هغو چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه ماښام په حیات اباد کې یو ځل بیا په یو بي ارټي بس کې اور ولګېدو.
د خټک وینا وه چې په رشکۍ صنعتي زون کې د یوه اېکړ پلاټ قیمت شاو خوا یو نیم لکه ډالر دی. دی زیاتوي چې د پلاټونو اخېستلو او د صنعتونو لګولو لپاره د چین، خلیجي هېوادونو او د هېواد دننه له بېلابېلو سرمایه کار شرکتونو څخه درواخوستونه ورغلي دي.
د سازمان په وینا ، د سپریم کورټ د هغه امر اووه کاله شوي خو لا هم تر اوسه هغه امر نه دی عملي شوی.
د سېپټېمبر پر ۱۰مه په پېښور کې د شخصي سکولونو د ماشومانو د مېندو او پلارانو ټولنې په یو احتجاجي لاریون کې ویلي دي چې د کورونا وایرس د وبا مخنیوي لپاره په ټولبند کې ولس له مالي ستونزو سره مخ شوی او له هغوی سره دې د ماشومانو په فیسونو کې د پام وړ رعایت وشي.په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
نور وښیئ