غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پېښور د پولیسو یوه مشر عباس احسن د جنورۍ پر ۳۰مه خبریالانو ته د وینا پر وخت پر پادریانو حمله د "ترهګرۍ" پېښه بللې وه او ویلي یې ول چې پولیسو پلټنو ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې ککړ کسان ونیسي.
د پولیسو په وینا، نامعلومو کسانو پر یو موټر ډزې کړې دي چې د ویلیم سراج په نوم یو پادري وژل شوی او یو بل پادري پکې ژوبل شوی دی.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د اعلاوزیر دفتر د جنورۍ پر پینځمه په بیان کې له دې زیات معلومات نه دي ورکړي خو په پېښور کې صنعتکارانو او سوداګرو یې ستاینه کړې ده.
د خزانې وزير وزیر شوکت ترین ويلي چې په اضافي بجټ کې یې پر ولس یوازې د دوه اربه روپیو نور ټېکس لګولو وړاندیز کړی دی. نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په اضافي بجټ کې یې پر هغو شیانو د ټیکسونو وړاندیز کړی دی چې مخکې له مالیو مستثنا ول.
د اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه قرارداد منظور شوی چې د صوبې له ولس څخه به د بجلۍ په بیلونو کې له تېلو د بجلۍ پېدا کولو خرڅ نه اخیستل کېږي.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک د خیبر پښتونخوا تر صوبايي غونډه وروسته یو خبري کنفرانس ته کړې دي.
شوکت یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې غواړي ژر له اسمبلۍ مسوده منظوره کړي. "د قبايلي سیمو هغو کارکوونکو ته چې له ډېرې مودې راهيسې په بېلابېلو دايمي پروژو کې کار کوي، دا زيری دی چې د نوکریو د دایمي کېدو منظوري يې شوې او [مسوده به] په ورځ، دوو کې له اسمبلۍ منظوره شي."
د انتخاباتو د کمېشن صوبايي ویاند سهیل احمد وايي، دېسېمبر پر ۱۳مه هېڅ یوه نوماند خپل د نامزدګۍ کاغذونه واپس نه دي اخېستي او د شوکت ترین د نوماندۍ خلاف اپیلونه هم خارج شوي نو ځکه مقابله به د څلورو کاندیدانو په منځ کې وي.
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې له حکومت سره د شوي لومړني تړون له مخې به د دوی ۱۰۲ بندیان د افغانستان د طالبانو له لارې دوی ته سپارل کېدل خو لاهم په هغوی کې ټول نه دې خوشې شوي.
مولانا فضل الرحمن وویل چې دې لانګ مارچ ته به د ټول هېواد له هر برخې به ولسونه اسلام اباد ته درومي او د دې د تیاریانو او حکمت عملۍ لپاره به د ټولو صوبو په کچه غونډې رابلل کېږي.
د نومبر پر اتمه نېټه نامعلومه وسله والو مدني فعال او خبریال محمد زاده او د هغه یو خپلوان عمر حیات په دوو جلا جلا پېښو کې وژلي ول.
د بلدیاتو پخوانی صوبايي وزیر عنایت الله له صوبايي حکومت سره اتفاق نه کوي او هغه وايي چې د دوی ګوند جماعت اسلامي به د حزب اختلاف له نورو ګوندونو سره یوځای په سپریم کورټ کې د های کورټ د فیصلې دفاع کوي.
تحريک لبيک ډله چې په اول سر کې د تحريک لبيک يا رسول الله په نوم ياديده، علامه خادم حسین رضوي جوړه کړې وه
د مشال راډیو له خوا ترلاسه شوي د نومبر شپږمې په دې لیک کې ویل شوي چې پر تحریک لبیک د لګېدلي بندیز لرې کولو وروستۍ پرېکړه به وفاقي کابینه کوي.
په دغه اړه تر خبري کانفرنس وروستو د اطلاعاتو صوبايي وزیر کامران بنګش مشال رېډیو ته وویل چې یاده کمیټي به د الیکشن کمیشن له چارواکو سره په دغه اړه د تکنیکي ستونزو او نورو مسلو په اړه خبرې اترې کوي:
د پاکستان تحریک انصاف مشرانو د ۲۰۱۸م په عامو ټاکنو کې د ټګۍ تورونه په بیا بیا رد کړي دي او تر دې وړاندې د پوځ مطبوعاتي ادارې ای اېس پي ار هم د ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې د لاسوهنې تورونه بې ځایه بللي ول.
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وویل چې د دې ګام مقصد د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ تحریک بیا-راژوندې کول او په هر کلي کې د خدای د رضا لپاره د پښتنو خدمت کول دي.
نور وښیئ