عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د لکي مروت پولیس تور پورې کوي چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي یې په چارو کې مداخله کوي او د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي نو ځکه دې له سیمې وځي، چې پولیس خپله عامه نظم او امنیت وساتي.
په بنو کې د سېپټېمبر په ۱۲مه د پولیسو یو سرتېری نور علي په ډومېل سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا په هدفي برید کې ووژل شو.
دوی دا احتجاج او پرلت وروسته له هغې پیل کړی دی چې د سېپټېمبر په ۱۱مه په باجوړ کې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو پر واکسیني ډلې ډزې وکړې
د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر درېیمه ورځ هم پرلت ته دوام ورکړی دی او هلته یې کراچۍ ته تلونکې اباسین لویه لاره (انډس هایوې) تړلې ده. د دې له وجې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي پر سړک ولاړ دي او ډرېوران وايي چې د خوراک، څښاک له کمښت سره مخامخ دي. ویډیويي رپورټ.
په پرلت کې ناست يو پوليس سرتېري خالد خان د سېپټېمبر پر نهمه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې هغوی له سيمې د پوځ ايستل غواړي، ځکه د هغه په وينا، د پوځ له ورتګ سره هلته بدامني زياته شوې ده.
پولیس احتجاج کونکو د سېپټېمبر پر نهمه، د لکي مروت په تاجه زۍ کې کراچۍ ته تلونکې لویه لاره یا انډس های وی د احتجاج په توګه تړلې ده.
د لکي مروتو د ښار یا سېټي تاڼې چارواکو مشال راډیو ته د ابتدايي تحقیقاتي رپورټ (اېف ای ار) نقل ورکړی دی چې پکې لیکل شوي چې وسلوال پر موټرسایکل سپاره ول او د سېپټېمبر پر اوومه یې تر ماخوستن لمانځه وروسته صفي الله او نوید الله په اباخېلو کې د کور مخې ته وویشتل.
د بنو د ډومیل تاڼې پولیس چارواکو د سېپټېمبر پر شپږمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د عظیم الله او بصیر الله په نوم دوه ځایي اوسېدونکي د بنو رینګ روډ پر ماښام وروسته وسلوالو په ډزو وژلي دي.
د اګست پر ۲۹مه وسلوالو د کرنل امیر ویډیو خپره کړه چې پکې نوموړي له پوځه غوښتي ول چې د ده د خوشې کولو په بدل کې دې د ټي ټي پي غوښتنې ومني.
په دغه لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ غړو، سیاستوالانو او نورو ګڼو خلکو ګډون درلوده.
دا اګست پر ۲۸مه لاریون په داسې حال کې شوی چې د وه ورځې مخکې په رزمک بازار کې چاودنې دوه کسان ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل. وروسته دوه ژوبلو په روغتون کې ساه ورکړه.
د اګست پر ۲۵مه، په دې احتجاج کې زرګونه کسانو ګډون کړی دی، چې پکې د سیاسي ګوندونو ځايي مشرانو او غړو ترڅنګ د اتمانزیو جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان هم شامل دي.
د جانېخېلو اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځاي مخکښ ګران وزیر مشال راډيو ته وویل چې نوموړی ماښام مهال له کلینک څخه خپل کور ته پر لاره وو چې پټ مخو وسلوالو وواژه.
مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۱۸مه په لکي مروت کې "د امن عوامي اسمبلۍ" په نوم یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په دې وسایلو یوازې د دې خاورې د اوسیدونکو حق دی.
د غونډې یو مخکښ او د اتمانزی جرګې ویاند مولانا بیت الله مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۶مه د انتظامیې له خوا جرګه ورغلې او د ناستې له مشرتابه سره خبرې اترې کړې دي.
په بنو کې لسګونه ولسي وګړو د ناامنۍ پرضد او د جبري بې درکه کسانو خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی. د اګست ۱۶مې د احتجاج ګډونوالو وویل چې حکومت دې د ورکو کسانو خوشې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي. ویډيويي رپورټ.
د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې لا رسماً د جرګې د غوښتنو او د ګیس نللیکې د پرې کولو په اړه څه نه دې ويلي. خو ضلعي چارواکو، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې له جرګې سره یې څو ورځې وړاندې مذاکرات کړي ول او د اګست پر ۱۵مه یې هم ورسره ولیدل.
د اګست پر ۱۴مه د اتمانزيو جرګې مشر ملک نصرالله اعلان وکړ چې د اګست پر ۱۵مه خلک ورغونډوي چې د احتجاج په توګه له شمالي وزیرستان څخه تېرېدونکی د ګیس پایپلاین وباسي.
نور وښیئ