عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
چارواکو مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر دويمه د سين تنګۍ سيمې په خوړ کې ماشومانو لوبې کولې چې دا مهال هلته د مارټر پرتې ګولې وچاودېدې.
احتجاجیان وايي چې د نومبر له ۲۹مې نېټې څخه په غوړا بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده، د ګرځبندیز له وجې خلک په کورونو کې ایسار دي او له نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.
دوی په بکاخېلو منډي کې له نن (د نومبر له ۳۰مې) احتجاج پیل کړی او وايي چې یوه ورځ مخکې په غوړا بکاخېلو کې د وسلوالو پر ضد عملیاتو پر مهال یو عام کس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي او خلکو ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې وژل شوی تن خاورو ته وسپاري.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې هغو وسلوالو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له افغانستانه سپینوام ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي سرتېرو وویشتل.
د جاني خېلو اوسېدونکو د نومبر له ۲۲مې څخه په سیمه کې غونډه پیل کړې ده. جرګې له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په سیمه کې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان دې خوشې کړي.
د جرګې مشرانو دا هم وويل چې په دې لړ کې يې له امنيتي چارواکو سره لیدلي، خو لا کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي. د نومبر پر ۱۹مه په بنو کې په امنيتي پوسته پر ځانمرګي بريد کې ۱۲ سرتېري ووژل شول. د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې وه. امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته لسګونه کسان ونیول.
د سیمې امنیتي او استخباراتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې په مالیخېلو کې وسلوالو لومړی د نومبر پر ۱۹مه ناوخته له بارودو ډک ګاډی له امنيتي پوستې سره وجنګاوه او وروسته یې ډزې پيل کړې.
پولیس وايي، برمته کړل شوي پولیس سرتېري د سیمې د مشرانو د جرګې په درېیمګړیتوب خوشې کړل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د جانيخېلو غړي ګران وزیر مشال راډيو ته وويل چې پر ملک شودي خان حمله د جانيخېلو پر سي پېک سړک شوې ده.
د شمالي وزیرستان له ۱۰ تحصیلونو څخه په پنځو کې طوريخېل مېشت دي چې سپین وام، رزمک، ګړیوم، میرعلي او میرامشا شامل دي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په يو بل بيان کې هم ادعا کړې ده چې د نومبر د ۱۲ او ۱۳ ترمينځ شپې مهال يې د بلوچستان په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور وسلوال ووژل.
د شمالي وزیرستان د رزمک د پولیسو یو افسر او یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) د سروې ډلې ګاډي د نومبر پر دویمه د دوسلي له ګړدي روغې سیمې تښتول شوي دي. په هغه سیمه کې د شرکت یو لوی کیمپ موجود دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، له دې سره روان کال په خیبر پښتونخوا کې په پولیو د اخته ماشومانو شمېر نهو ته لوړ شو. د دې سربېره سږ کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۲، په سیند کې ۱۲ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۳۰مه په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د اکتوبرد ۳۰مې په نښته کې په وژل شويو کې د پوځ يو ميجر هم دی
مشال راډيو ته عيني شاهدانو ويلي چې د جګړې پر مهال پوځي هېليکاپټرونه ګرځي او د تګ راتګ لویې لارې تړل شوې دي. ځايي خلک وايي چې په خپلو کورونو کې ایسار پاتې دي او د سیمې د امنیت په اړه اندېښمن دي.
مظاهره تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د میرلي په ایدکو (عیدکو) کې پر امنیتي پوستې په ځانمرګي موټر بمي برید کې پینځه سرتېري او دوه ولسي وګړي ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
د سیمې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۴مه ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.
نور وښیئ