عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د مشال راډیو خبریال عمر دراز وزیر په دې اړه رپورټ وړاندې کوي
د احتجاج کوونکو په وینا، دوی د مروت کنال لپاره د اوبو، د سیمې د امنیت ټینګښت، او د قدرتي وسایلو کې خپل اییني او قانوني حق غواړي. خو د دوی د غوښتنو د پوره کولو پر ځای، حکومت پر احتجاج کوونکو چاپې وهي او مشران یې نیسي.
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.
د فبرورۍ پر ۱۶مه په میرلي کې د پیل شوي پرلت مشرانو تور پورې کړ چېد وسلوالو ضد عملیاتو کې نه یوازې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي بلکې کورونو او نورو شتمنیو ته يې هم زیانونه رسېږي.
د بکاخېلو د پولیسو تاڼې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو د بکاخېلو منډۍ له سیمې دوه کسان تښتولي ول، چې وروسته یې د اتمانزۍ تاڼې په حدودو کې په ډزو وویشتل او ووژل.
د سوداګرو د ټولنې مشر منصور داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل چې د دې وضعیت له کبله لسګونه زره کسان بې روزګاره شوي دي.
ای اېس پي ار دا نه دي ویلي چې وژل شویو مشکوکو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود.
د مداخېل قبیلې یو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ، ډاکټر ګل عالم د فېبرورۍ پر دویمه ماښام پرلتوالو ته د وينا پر مهال وويل چې پوځي او انتظامي چارواکي په ننواتي ورغلي او غوښتنې يې منلې دي.
په بکاخېلو کې مېشت کډوالو احتجاج وروسته له هغې پیل کړ چې د جنورۍ په ۳۱مه د ایف سي ځواک سرتیرو په ډزو د کډوالو د کېمپ یو ماشوم وواژه او بل یې ژوبل کړ.
امنيتي چارواکي وايي چې پوځ په هغه سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو پرضد عمليات کول چې دا مرګژوبله ور واوښته.
په لکي مروتو کې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه د امن پاڅون ګډونوالو په لاسونو کې لوحې اخيستې وې او د امنیت پر ځای کولو شعارونه يې ورکول.
د میرعلي د پولیس تاڼې یو چارواکي او ځینې ځایي اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي، چې د جنورۍ پر ۲۶مه، په لومړۍ پېښه کې د میرلي د حیدر خېلو د بړو خېلو سیمې یو ځایي مشر خالد خان مخ پټو وسلوالو په موسکي سیمه کې وژلی دی.
د لکي مروتو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د جنورۍ پر ۲۵مه په سیمه کې د عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسلوال او د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې یو تښتول شوی کارکوونکی ووژل شول.
د حیدرخېلو د اوسېدونکو په خبره، وژل شوي ځوانان جاسیم الله، سید ملوک، او انضمام نومېدل، چې د يو بل خپلوان ول. په شمالي وزیرستان کې سږ کال دا د هدفي وژنو اوومه پېښه ده.
پوځي چارواکي ادعا کوي چې په دغه برید کې ځايي وسلوال قوماندان زیاب وژل شوی او د هغه د کورنۍ نور کسان ژوبل شوي دي. خو د میرلي بړوخیلو یو شمېر اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې ټول وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ځایي خلکو د یوې کورنۍ غړي دي.
د میرلي تاڼې پولیسو د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته په لېږدول شوي بيان کې ويلي دي چې وژل شوی تن عطاالرحمن نومېده چې د طوري خېلو اوسېدونکی او د يو سرکاري ښوونځي استاد وو.
د ميرلي په ايپي ميدان کې نن (د جنورۍ پر ۱۴مه) شوې د هغې جرګې يو مشر او د عوامي نيشنل ګوند مخکښ نثار علي خان مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو خلاف د پوځ د عملياتو پر مهال عام ولس اغېزمن کېږي او يوشمېر کورنۍ پر کډه کولو مجبوره شوې دي.
دوی د جنورۍ پر ۱۲مه په میرامشا کې د پریس کلب مخې ته په احتجاج کې وویل چې حکومت او پوځ دې له ځايي ولس سره مسلې د خبرو له لارې هوارې کړي.
چارواکو وويل چې د عملیاتو پر مهال په ډزو کې درې کارکوونکي برسېرن ټپي شول. چارواکو دا و نه ویل چې ایا په عملیاتو کې وسلوالو یا سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده او که نه.
نور وښیئ