عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د پنځو اربو روپو په لګښت د یاد ډېم د پراخوالې پروژه پیل کړې وه چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې پای ته ورسېده. د باران اوبو بند د بنو او لکي مروت سیمو ۱۷۰،۰۰۰ اېکړه ځمکه اوبه کوي او یو مېګاواټ برېښنا تولیدوي.
په همدې حال کې په شمالي وزیرستان کې پولیسو ویلي دي چې وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې یو ځايي اوسېدونکی صدیق الله وژلی دی. پولیس وايي، وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د میرامشا پر بویه پاس سړک په برید کې دوه تنه ژوبل کړل.
د ميرامشا ړنګ شوي بازار دوکاندارانو د سېپټېمبر پر ۲۵مه، په میرامشاه پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وويل چې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال میرامشاه بازار په بشپړه توګه ړنګ شوی وو او حکومت ورسره تاوانونه منلي او لیکلي ول، خو د هغوی په وينا تر اوسه ټولو دوکاندارانو ته معاوضې نه دي ورکړل شوي.
دا کډوال د شمالي وزیرستان دته خېلو او شوال تحصیلونو سره تعلق لري او د هغوی په وینا له نهو زیات کلونه یې په کډوالۍ کې تېر کړې دي. دا خلک وايي، د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان له نورو سیمو هم وزیرستانیان کډه شوي ول خو حکومت هغوی واپس کړل، یوازې د شوال او دته خېلو خلک لا هم پاتې دي.
مظاهرینو ویل، پر پوستو د ځورونې ترڅنګ هلته ځینې وخت لارې تړل کېږي او ګرځبندیز لګول کېږي چې له امله یې د هغوی ورځنۍ چارې اغیزمنېږي.
د سېپټېمبر پر ۱۳مه او ۱۵مه د شمالي وزیرستان په خیسور او پلنګزۍ سیمو کې هم په دوو جلا جلا هدفي بریدونو کې وسلوالو دوه ځايي کسان وژلي وو.
تر اوسه چا د دغه حملې ذمه واري نه ده منلې. د سیمې پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي، هغوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وکړه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.
د میرامشا پرېس کلب مشر صفدر داوړ مشال راډیو ته وویل، د پولیسو د یو ځايي مشر اېس اېچ او محمد ابراهیم پلار او د هغه د کورنۍ غړي په زوره ودانۍ ته داخل شول، هلته یې خبریال نور بهرام وواهه او څیزونه یې مات رامات کړل.
البته زياته يې کړه چې د اګست پر ۲۴ مه هم په يوشمېر کليو کې د مارټر ګولې او نورې وړو وسلو مرمۍ لګېدلې وې.
تر دې وړاندې جرګې د اګست پر اتمه له دې پرېکړې د سرغړونې په تور هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړل چې یوه ورځ مخکې یې د پېښور په بالاحصار کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول.
د شمالي وزيرستان پوليسو مشر سلیم ریاض پرون (د اګست پر ۲۸مه) مشال راډيو ته ويلي چې پېښه د اګست پر ۲۸مه په ميرلي بازار کې رامينځ شوې او وسلوال تر بريد کولو وروسته تښتېدلي دي.
د پوځ استخباراتي چارواکو او پولیسو بیا مشال راډیو ته ویلي چې په دې برید کې نهه عسکر وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د بنو پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د انتظامي مشر په مشرۍ حکومتي او پوځي چارواکو د اګست پر ۲۵مه د ځونيخېلو مشرانو ته د ننواتې پسونه (ګډان) وروړل، بښنه یې وغوښته.
په شمالي وزیرستان کې پوځ عمومي مشر (جنرل افیسر کمانډنګ) دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې څو ورځې مخکې په رزمک کې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو، وزیرو او داوړو جرګې پرېکړه اعلان کړه.
د بنو په بکاخېلو کې ناڅرګندو وسله والو یو ځايي قبایلي مشر او دیني عالم مولانا ضبط علي خان تښتولی دی.
نور وښیئ