عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
عذرا نفيس د سيند پر ډبرو انځورګري کوي. نوموړې وايي د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسله وال بريد وروسته يې انځور ګري پيل کړې ده۔ هغه وايي خپل هنر نورو ته هم ورزده کول غواړي.
د اکتوبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د خبریال ارشد شریف جنازه وشوه چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول او خاورو ته وسپارل شو. تر هغې وروسته چې په کینیا کې ووژل شو، د هغه هېواد د ولسمشر په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي او سیاستوالان یې کور ته ورغلي دي. د مشال راډیو، رویټرز اژانس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان نااهلۍ ضد احتجاجونه پیل شوي دي. انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې عمران خان د شتمنیو په اړه سم معلومات نه ول ورکړي نو ځکه له ایین سره سم د قامي اسمبلۍ د څوکۍ وړ نه دی. ویډیويي رپورټ.
د خيبرپښتونخوا پر سوات او ځينو نورو سيمو سربېره په کراچۍ او اسلام اباد کې زرګونو کسانو د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد مظاهرې کړې دي. په مظاهرو کې د سیمې سياسي او ولسي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوات په ګډون کې د خيبر پښتونخوا په ټولو سيمو کې امنيت باوري کړل شي.
د ۲۰۲۱ز په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ خلک پاکستان او ایران ته کډوال شول. په اسلام اباد کې د کډوالو لسګونه کورنیو له څلورو میاشتو راهیسې د احتجاج خیمې درولې دي او له ملګرو ملتونو غواړي چې پرمختللیو هېوادونو ته دې یې ولېږدوي. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د دولتي پوهنتونونو کارکوونکو او استادانو د خپلو د نوکريو د دایمي کېدو لپاره د سېپټېمبر له ۲۴مې راهيسې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان کور مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان کروندګرو د سېپټېمبر پر ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي مظاهره او غونډه کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې د کرکیلې د اړينو توکو بيې زیاتې شوي نو باید حکومت په دې لړ کې ورسره مرسته وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف غړو او پلویانو د ګوند د مشر عمران خان د سلاکار شهباز ګېل د ګرفتارۍ ضد لاریون او جلسه کړې ده. عمران خان د اګست ۲۰مې پر ماسخوتن د اسلام اباد جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د ګېل د ګرفتارۍ تر شا هغه قوتونه دي چې ځان له قانونه لوړ بولي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو، غړو او پلویانو د اګست پر څلورمه د اسلام اباد او پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د انتخاباتي کمېشن پرضد احتجاجي غونډې کړې دي. کمېشن د اګست پر دویمه په فیصله کې ویلي ول چې تحریک انصاف له بهره ممنوعه چندې ترلاسه کړې دي. ویډیويي رپورټ.
رضوانه عابد په يوازې سر د خپل کور ماشومانو او د ناروغه مېړه د دوايانو خرڅ پوره کوي. نوموړې وايي، د ژوند د ګزران او د ماشومانو د تعليم لپاره شپه او ورځ خواري کوي. نور تفصیل د ځلاند يوسفزي او عمران يونس په ویډیويي رپورټ کې کتلای شی.
پاکستان ته تللیو یوشمېر افغان خبریالانو په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته مظاهره کړې. دوی د جولای پر ۱۷مه د احتجاج پر مهال په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې پکې یې د کاناډا له حکومته غوښتنه کوله چې تر ۳۵۰ زیات افغان خبریالان دې هغه هېواد ته وروغواړي. په اسلام اباد کې د کاناډا سفارت لا په دې اړه څه
په پنجاب کې د اسمبلۍ د ۲۰ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات د جولای پر ۱۷مه سهار اته بجې پیل شول. انتخاباتي کمېشن وايي، د انتخاباتو امنیت لپاره نه یوازې سرتېري ځای پر ځای شوي بلکې د څارګرو کیمرو له لارې د ووټ اچولو د مرکزونو څارنه هم کېږي. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې مسلمانان په داسې حال کې لوی اختر لمانځي چې حکومت د کورونا وایرس زیاتېدونکو پېښو ته په کتو پر خلکو د احتیاط کولو غږ کړی دی. د جولای پر ۱۰مه د اسلام اباد د فیصل جومات په ګډون په لویو او وړو ښارونو کې مېلیونونه خلکو د اختر لمانځه جمعې وکړې. ویډیويي رپورټ.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د جولای دویمې پر ماخوستن د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي جلسې وکړې. د هغه ګوند مشر عمران خان په اسلام اباد کې جلسې ته په وینا کې زیاتېدونکې ګراني د اېتلافي حکومت د ناکامه اقتصادي تګلارې لامل وبلله. ویډیويي رپورټ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو، غړو او پلویانو په شمالي وزيرستان کې په هدفي بريد کې د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد او د قامي اسمبلي غړي علي وزیر خوشې کولو لپاره احتجاجي لاریون کړی دی. ویډیويي رپورټ.
ملي جمهوري غورځنګ د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو غړو د وژنې ضد مظاهرې کړې دي. هغه څلور فعالان د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې ووژل شول او د جون پر ۲۰مه خاورو ته وسپارل شول. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په وینا، د هغه ګوند غړو او پلویانو د جون ۲۰مې پر ماخوستن د اسلام اباد، پېښور او مردان په ګډون په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې وکړې. عمران خان احتجاجي جلسو ته په ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې حکومت د ګرانۍ په کمولو او اقتصاد سمولو کې پاتې راغلی دی. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د سرکاري سکولونو نویو استادانو د پېنشنونو ختمېدو ضد د اسلام اباد په بني ګالا کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان کور مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. دوی د جون پر ۱۹مه د احتجاج پیلولو پر مهال مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د نویو ګومارل شویو سرکاري کارکوونکو پېنشن ختم کړی دی.
د پاکستان په پلازمېنه کې لسګونه سرکاري ملازمانو د تنخاګانو زیاتولو او د دندو د دایمي کېدو لپاره مظاهره کړې. د مې پر ۱۲مه مظاهره کوونکو مشال راډيو ته وویل، پخواني حکومت ورسره په فبرورۍ کې تر احتجاج وروسته د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې وه چې لا نه ده پوره شوې. وفاقي حکومت د ملازمانو غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو وزیراعظم شهباز شریف ژمنه کړې چې د هېواد اقتصادي مشکلات به هواروي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ