عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د عزم استحکام عملیاتو ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ، اسلام اباد، کوټه، پېښور، واڼه او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. احتجاج کونکو وویل چې د حکومت لخوا اعلان شوي د عزم استحکام په نامه عملیات ورته د منلو نه دي.
د نورو کلونو په څېر سږ کال هم په پاکستان کې د لوی اختر په رارسېدو د سبزو بیې لوړې شوې دي. د اسلام اباد په سبزي منډیۍ کې سوداګر وايي چې په اختر کې ځینې سبزۍ لکه ټماټر (رومیان یا سره باټینګر هم بلل کېږي) او پیاز زیاتې کارېږي نو ځکه ګران شوي دي. ویډیويي رپورټ.
لوی اختر نږدې دی او خلک د خپلو خپلوانو سره یوځای نمانځلو لپاره له ښارونو څخه خپلو کورونو ته د تللو لړۍ پیل کړې ده. له همدې امله، د ګاډو په اډو او سټېشنونو کې ګڼې ګوڼې دي. په اسلام اباد کې مساپر شکایت کوي چې د ګاډو کرایې زیاتې شوي او اوږد انتظار کوي.
د پاکستان د سرکاري ادارو کارکوونکو د جون پر ۱۲مه د ګرانۍ په تناسب د تنخاګانو زیاتولو لپاره مظاهره کړې ده. د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاج ته د هېواد له بېلابېلو برخو څخه سرکاري ملازمان ورغلي ول.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې، د پښتنو زده کونکو سازمان "پښتون کونسل" د جون په ۷مه د یوې ادبي او کلتوري غونډې تابیا وکړه. د غونډې لومړۍ برخه مشاعره او دویمه برخه موسیقي وه چې تر شپې یې دوام وکړ.
په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د ستونزو په اړه د جون له څلورمې څخه درې ورځنۍ مشورتي جرګه پیلېږي چې پکې د بېلابېلو ګوندونو مشران هم ګډون کوي. د جرګې یو منتظم جاوېد مسید وايي، تر دې مخکې یې تېره میاشت په پېښور کې هم جرګه کړې وه. له مسید سره ویډیويي مرکه وګورئ.
په خیبر پښتونخوا او اسلام اباد کې سرکاري کارکونکو د تنخوا او پنشن زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي. د مې پر ۲۹مه په پېښور کې احتجاج کونکي د صوبایي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته ورټول شوي ول. په همدې حال کې په وفاقي ادارو کې کارکونکو په اسلام اباد کې احتجاج وکړ.
په اسلام اباد کې د محمد ايوب په نوم يو کس د تېرو څلورو لسيزو راهسې په اسلام اباد کې بې وزله ماشومانو ته تعليم ورکوي.نوموړي ۴۰ کاله د اسلام اباد په پارکونو او مېدانونو کې ماشومانو ته غېر رسمي سکول کې زده کړې ورکړي دي. هغه وایي په دې لړ کې ځینې مشکلات هم مخې ته ورغلي
په اسلام اباد کې د مې پر ۱۹مه فعالانو د کشمیري خبريال او شاعر احمد فرهاد د ورکېدنې پر ضد احتجاج وکړ. څو ورځې وړاندې، د مې پر ۱۵مه، نامعلومو کسانو احمد فرهاد له خپل کور څخه بېولی و. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې احمد فرهاد دې خوشې کړل شي او یا دې عدالت ته وړاندې کړل شي.
په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو پر وړاندې د تشدد پېښو پر ضد د مې په ۱۸ مه په اسلام اباد کې د کرغزستان کونسلګرۍ مخې ته او په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته زده کوونکو احتجاجي مظاهرې کړې دي.
په اسلام اباد کې لسګونه بلوڅ زده کوونکو او فعالانو د یو بلوڅ زده کوونکي د جبري درکۍ د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده. دوی د مې ۱۱مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې فېروز بلوڅ دوه کاله مخکې د راولپېنډۍ له پوهنتونه ورک شوی. ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد د کورمې یوشمېر اوسېدونکو یو کال مخکې پر ښوونځي په حمله کې د څلورو استادانو او درې مزدورانو د وژنې پرضد مظاهره کړې. د مې څلورمې د احتجاج ګډونوالو وویل چې یو کال پوره شو خو حکومت لا هم د وژل شویو له کورنیو سره انصاف نه دی کړی. ویډیويي رپورټ.
د اسلام اباد ښار په منځ کې د اېف ناین په نوم په یو پارک کې د یوې کمعمرې نجلۍ سره د جنسي تیري پر ضد پرون مدني فعالانو چې مېرمنې هم پکې وې، مظاهره وکړه.
په اسلام اباد کې "د مهربانۍ عمل" په نوم یو خیریه سازمان هره ورځ بې وزله خلکو او مزدورانو ته روژه ماتی برابروي. ځینې خواریکښو مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد ته مزدورۍ ته ورغلي دي او کار نه لري نو مجبور دي چې هلته ورشي او وړیا ډوډۍ وخوري. په دې اړه نور په ویډیويي رپورټ کې.
مدني او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستانه د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د تښتونې او ودولو پرضد مظاهره کړې ده. د مارچ پر ۲۴مه مظاهرچیانو وویل چې د نجلۍ د تښتونې مقدمه دوه میاشتې مخکې دایره شوې خو چارواکو یې د تښتوونکو پرضد اقدام نه دی کړی. چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسلام اباد په یو کلتوري مرکز "لوک ورثه" کې د مېرمنو د لاسي صنايعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی وو. دا نندارتون د مېرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی وو چې پکې د پاکستان د نورو برخو تر څنګ د خیبر پښتونخوا مېرمنو هم خپل د لاس جوړ شوي توکي نندارې او پلور ته اېښي ول. ويډيويي راپور
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د پېښور او د اسلام اباد د ښځو د لوبډلو ترمینځ د ۲۰ اووره کرکټ سیالي شوې چې د اسلام اباد لوبډلې ګټلې ده. د مارچ شپږمې د سیالۍ مقصد د ښځو لوبو ته وده ورکول وو. په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د اسلام اباد په ژوبڼ کې له څه مودې راهيسې ځناور د نندارې لپاره نه وړاندې کېږي بلکې هغه ځای اوس د ځناورو د ژغورنې او درملنې په مرکز اوښتی دی. د ژوبڼ انتظاميه وايي چې تر ۳۰۰ زيات ځناور يې ژغورلي او بېرته يې ځنګله ته وړي دي. ويډيو رپورټ
د پاکستان یوشمېر خبریالانو په اسلام اباد کې د خبریال اسد طور د نیولو پرضد احتجاج کړی دی. د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د فبرورۍ پر ۲۶مه پر ټولنیزو شبکو د عدلیې پرضد د څرګندونو په تور نیولی چې هغه رد کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د بېلابېلو مورنیو ژبو درې ورځنۍ کتابي او ادبي مېله ترسره شوې ده. مېلې ته د شاعرانو او ادیبانو تر څنګ د کتابونو د لوست مینه وال هم ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ