عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
نن په پاکستان کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) د زېږون په مناسبت غونډې او لاریونونه روان دي. د عید میلاد النبي په مناسبت د هېواد پلازمېنې په ګډون د بېلا بېلو غونډو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. په غونډو کې د پیغمبر ژوند او د هغه لارښوونو په اړه ویناګانې کېږي او نعتونه ویل کېږي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان نورو برخو په څېر په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې هم د امام حسین څلوېښتۍ مراسم تر سره شول چې په ترځ کې یې اهل تشیع لاریونونه وکړل او عزاداري یې وکړه. د دې لپاره په راولپېنډۍ کې امنیتي اقدامات اخیستل شوي ول او لوی لارې تړل شوې وې. ویډیو وګورئ.
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاجي لاریون مخنیوي لپاره ګڼ پولیس ځای پر ځای کړل شوي دي او ښار ته تلونکې لارې تړل شوې دي. په هر ځای کې له نرینه سره ښځینه پولیسانې هم ولاړې دي او ښار ته د تلونکو ګاډو تالاشي اخلي. حکومت په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې پر هر ډول مظاهرو بندیز لګولی دی. ویډیو وګورئ.
د اکتوبر ۱۷مه د بې وزلۍ ختمولو نړیواله ورځ ده چې د لمانځلو موخه یې د فقر او غربت لاملونه، اثرات او د دې د ختمولو پوهاوی پیدا کول وي. په اسلام اباد کې ګڼ پښتانه مزدوران کار کوي او وايي، که د بې وزلۍ ختمولو نړیواله ورځ ولمانځل هم شي، د دوی فقر نه ختمېږي. په دوی کې ځېنو له مشال راډیو سره خبرې کړې دي.
د نورو سیمو په څېر په اسلام اباد کې هم د اختر مالونو منډيي لګېدلې ده چې د دوشنبې پر ورځ ورته ګڼ خلک ورغلي ول. منډیۍ ته ورغلي خلک وايي، د څارویو بیې لوړې دي. په پاکستان کې لوی اختر پر سېشنبه یا د نهې پر ورځ لمانځل کېږي. د اسلام اباد منډیۍ ننداره په دې ویډیو کې وکړئ.