عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
ایا خبر یاست چې په برتانيا کې د پښتنو د خټک قبیلې يوازې د دوو کليو له ۳۰ څخه واخلې تر ۴۰ زره پورې کسان ژوند کوي.؟ هم له دې وجې د نوښار د کوټلي کلان او صالح خانې کليو ته وړوکې برتانيا ويل کېږي. په برتانيا کې د
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې پر دې بحث شوی چې د پاکستان حکومت له خوا په انتخاباتي قانون کې د راوړل شوي اييني بدلون ګټه به چا ته رسېږي او د دې هېواد پر راتلونکې سياسي منظر نامه به يې اغېز څه وي.؟
د مشال تر رڼا لاندې اوونيزه بحث کې دا ځل اروپا ته په ناقانونه توګه د تلونکيو کډوالو پر کړاوونو خبرې شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا اوونۍ د پاکستان د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د قبايلی سيمو لپاره پر اېښوول شويو پیسو، او د دې سيمو پر مالي ستونزو او اړتياوو بحث شوی دی.
په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا اوونۍ له تحریک انصاف څخه د سیاستوالانو استعفاګانو، د ګوند د غړو پر ضد مقدمو او سلګونو ګرفتاریو ته په کتو د خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر ممکنه سياسي او انتخاباتي منظرنامه بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د پاکستان په ګډون د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د ورځني اړتياوو د توکو بيې زیاتې شوې دي. هم دې ته په پام سره "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې دا اوونۍ په عرب هېوادونو کې د مېشتو پښتنو پر اقتصادي ستونزو بحث شوی دی.
په واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل ګوندونه د تحریک انصاف د ناقانونه ګرځولو غوښتنه کوي. د دفاع وزیر تر څرګندونو وروسته پر ټولنيزو شبکو تود بحث پیل شوی او د پي ډي اېم له پلويانو پرته زیاتره کسان پر تحریک انصاف د بندیز د وړاندیز مخالفت کوي.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له تحریک انصاف څخه د ځينو مهمو مشرانو د بېلېدو پر لاملونو او د دې ګوند پر راتلونکې بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا ځل د پښتون ملتپاله ګوندونو وېش او خپلمنځي اختلافات بحث شوي دي. د خپرونې کوربه عبدالحی کاکړ دی.
دا اعلان د مې پر ۱۲مه د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې تر هغې وروسته په خبرې غونډې کې کړی وو کله چې سپريم کورټ د عمران خان د خوشي کولو پرېکړه وکړه.
په بیان کې د پاکستان له چارواکو غوښتنه شوې ده چې د عمران خان پرضد دې د مقدمې په اورېدنو کې د قانون سرلوړۍ او د قانوني کړنلارې درناوی وشي.
پوليسو نن (د مې پر ۱۱مه) پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې د پي ټي ای مرستيال مشر شاه محمود قريشي، جنرل سېکرېټري اسد عمر، مرستيال صدر فواد چودري او همدا راز جمشيد اقبال چيمه، فلک ناز چترالي، مسرت جمشيد چيمه او مليکه بخاري يې ګرفتار کړي دي.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا ځل د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر مهال د قبایلي سیمو اقتصاد ته د رسېدلو زیانونو پر بېلابېلو اړخونو بحث کړی دی.
د پاکستان حکومت د هغې غونډې د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.
نن د مې درېيمه نېټه ده چې هرکال د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په اوونيزه بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کې د دې ورځې په مناسبت په پاکستان، په تېره بيا په خيبر پښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان کې خبریالانو او رسنيو ته پر ورپېښو ننګونو او خطرونو بحث شوی دی.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا ځل د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر مهال د قبایلي سیمو اقتصاد ته د رسېدلو زیانونو پر بېلابېلو اړخونو بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
دا بېل د سپریم کورټ له چیف جسټس څخه د سو موټو نوټس یا له خپله اړخه د اقدام کولو حق اخلي او دا واک دريو ججانو ته ورکوي.
د پاکستان حکومت په هغو سيمو کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د وسلوالو ضد د پوځي عملياتو او ورسره د خبرو اترو دواړه تګلارې کارولې، خو پر دې سربېره هم ناامني نه ده ختمه شوې. د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې کې د همدې موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
وزیر د اپرېل ۱۳مې غونډې ته په وینا کې وویل چې تر هغو چې هغه پخواني او اوسني پوځي او ملکي چارواکي و نه نیول شي چې قبایلي ضلعو ته یې، د ده په وینا، وسلوال بیا ستانه کړي، نو د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.
نور وښیئ