عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د چارو يو پوه وايي، په تورونو لګولو سره پاکستانیی امنيتي ادارې خپله نااهلي پټوي.
باچان خان پوهنتون ولې په نښه شو؟ ایا دا حمله پر عوامي نيشنل پارټی له کلونو راهيسې روانو حملو سره يو څه تړاو لري او که نه ؟ ایا دې حملې د وسله والو پر ضد ضرب عضب عمليات تر پوښتنې لاندي راوستل که نه؟
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايي ، تر څو چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي.
جمعه خان صوفي د اجمل خټک مرستيال وو او د بلوڅو او پښتنو د وسله والي مبارزې جګړيزه مالومات او سياسي دريځ به يې په نړيواله کچه خپراوه.
چین د افغانستان سولې عمل کې فعاله رول لوبوي او هم هلته په معدنياتو کې پانګونه کوي. د دې ترڅنګ د مینځنۍ اسيا او ان تر اروپا پورې د خپل اقتصادي او سياسي اغيز غزولو لپاره لويې اقتصادي پروژې او پلانونه لري.
حکمت اعظمي وايي، کابل نه غواړي په پاکستان کې د ناستو طالبانو غوښتني و مني دا ځکه دوی فکر کوي دا طالبانو نه بلکه د اسلام اباد غوښتنې دي چې د طالبانو په مټ يې د ځان په ګټه استعمالوي.
د قبايلي سيمو د يو رضا کار تنظيم په نوښت د لومړي ځل لپاره د فاټا ځوانانو اسمبلۍ جوړه شوې ده. دا اسمبلۍ د منتخب اسمبليانو په شان رسمي حيثيت نلري خو مقصد يې په ځوانانو کې سياسي او جمهوري شعور پیدا کول دي.
پاکستاني چارواکي تايدوي چې د ځينو هغو وسله والو مړي ور وړل شوي چې دې وروستيوو کې افغانستان کې وژل شوي وو. افغان چارواکو په بيا بيا له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته د وسله والو ورتګ بند کړي خو پاکستان وايي دوی د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ژمن دي.
غازي ګلاب جمال ضرب عضب عمليات اغيزمن بولي البته وايې خو اوس بايد د قبايلي سيمو د ابادی او خوشالۍ لپاره سياسي ضرب عضب پېل شي.
بلوڅ بيلتون غوښتونکی سياستوال براهمداغ بګټی وايي، له پاکستاني پوځه پرته له بل هيچا سره خبرو اترو نه دی تيار.
ټاکل شوې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف به په راتلونکې اوونۍ کې د واشنګټن سفر کوي.
د سولي نړيواله جايزه ګټونکې ملالي يوسفزۍ د لسم جماعت په کلنی ازموينه کې تر ټولو زياتې نمبرې اخستې دي.
د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له ورځپاڼې سره په خبرو کې دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې دغه جګړه ماران د شمال لور ته خوځيدلي دي؟
د کابل اوسېدونکي وايې، دا لومړی ځل دی چې دوی دومري زوروه چاودنه ولېدله.
ډاکټر مالک بلوڅ: که هغوی آزادي غواړي نو زه خو آزادي نشم ورکولای او نه هم آزادي د ورکولو يو څیز دی. زما په فکرچې بايد د پاکستان آيين »اساسي قانون« په چوکاټ کې دننه په جمهوري طريقه د بلوڅانو پېژندګلو، حيثيت، ساحل اووسايل د تر لاسه کولو مبارزه وشي.
په پاکستان کې له ترهګری سره تړلې زياتره هدفي وژني په خيبر پښتونخوا په تيره بيا په سوات کې کيږي او د ډيرو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان قبوله کړېده.
د پاکستان پيپلز پارټۍ چارواکو ویلي چې د ګوند شريک مشر آصف علي زرداري د هيواد پر پوځ او د پوځ پر مشر جنرال راحيل شريف نیوکې نه دي کړې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره - يو اين ايچ سي آر - وايې، په نړۍ کې د کډوالو شمير تر بل هر وخت زيات شوی دی.
تر اوسه زما مخې ته د وسله والو طالبانو د مشرانو نومونه نه دي راغلي چې اخر هغه څه شول او چېرې ولاړل. زما په فکر هغه اوس هم ژوندي دي، ګرځي او د افغانستان او پاکستان له پولې سره په غرییزو سيمو کې پټ دي. فکر کوم چې [په برېدونو] کې دا کموالی د لنډ وخت لپاره دی.
موږ اوس هم د [وسله والو] په نظر کې يو خو دغه لړی دومره اوږده شوه چې موږ اوس ورسره عادت شوي یو. لازمه ده چې يو څوک په وار وار په اور کې سوځي نو ورسره عادت شي. موږ له داسې مشکل سره مخامخ يو چې اوس که هر څه کېږي و دې شي خو موږ له ولس سره خپله زړه رابطه بيرته بحالوو.
نور وښیئ