عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې د شنبې تر سهاره به په خپلو دوو کې يو غړی د اميدوار په توګه ونوموي.
د جنورۍ ۱۰مې ويډيويي خبرونه
ثناوالله زهري د سېشنبې په ورځ له هغه وروسته استعفا ورکړه چې په ګوند کې يې د اسمبلۍ ځېنو غړيو بغاوت وکړ.
ولسمشر ټرمپ ويلي وو چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ اربه ډالر ورکړي خو هغوی په ځواب کې هیڅ نه دي کړي بلکې دروغ يي ويلي او دوکه يې ورکړې ده.
بېنظير بوټو لس کاله وړاندې د پنډۍ ښار په لياقت باغ کې په ترهګر بريد کې و وژل شوه.
د کوټې ښار په دې کليسا کې عيسويانو عبادت کاوه چې ناڅاپه وسله والو ورباندې بريد وکړ او نهه کسان يې و وژل.
دا په شپږو کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د پاکستاني پوځ يو مشر پارلېمان ته حاضر شوی دی.
د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶مه چې کله وسله والو د پېښور پر ارمي پبلک سکول برید وکړ نو په پېښور کې د مشال راډیو خبریال ځلاند یوسفزی سم دستي د برید ځای رسېدلی وو.
وليد خان شپږ مرمۍ پر مخ وېشتل شوی وو، ژامې، غاښونه او د پوزې هډونه يې الوتي وو او يوه ګولۍ يې په پښه کې لګېدلې وه.
په ۲۰۱۶ م کال د ډېسېمبر پر شپاړلسمه وسله والو طالبانو پر پېښور ارمي پبلک سکول بريد وکړ چې پکې ۱۴۸ کسان وژل شوي چې پکې زياتره زده کوونکي ول.
د رياستي چارو او سرحداتو وزير جنرال عبدالقادر بلوڅ په خبرې غونډه کې د سپريم او های کورټ واک فاټا ته د غځولو قانون اسمبلۍ کې د وړاندې کولو اعلان کړی وو.
د پيپلز ګوند بنياد په ۱۹۶۷ م کال کې د نومبر په دېرشمه او دسمبر په لومړۍ نېټه په دوه ورځني کنونشن کې په لاهور ښار کې کېښودل شو
وسله والو طالبانو په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې يا خو ښوونځي په باردو الوزولي يا يې ورباندې وسله وال بريدونه کړي دي.
تحريک لبيک يارسول الله غوښتنه کوي چې د پاکستان په انتخابي قانون کې د ختم نبوت په اړه لفظونو کې د بدلون په لړ کې دې د قانون وزير زاهد حامد استعفا ورکړي.
د پاکستان پوځ که يوې خوا ته د مذهبي وسله والو ډلو پرضد کاروياني کوي نو بل لور ته د بلوڅ بېلتونپالو پرضد يې هم عملياتو ته دوام ورکړی.
په بلوچستان کې د څلورم ځل لپاره د پاکستان پرضد وسله واله مبارزه په ۲۰۰۶م کال کې د بلوڅ سياتوال نواب اکبر خان بګټي تر وژل کېدو وروسته پیل شوې ده.
د فريډم هاوس په څېړنه کې په پاکستان کې د انټرنيټ استعمالونکيو له حقونو سرغړونې، انټرنيټ ازادۍ او د سنسر شپ عملي کېدو جاج اخستل شوی دی.
ځېنې کارپوهان فکر کوي چې دا د پاکستاني اېسټیبلشمېنټ يوه هڅه ده چې د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنې تر خپل اثر لاندې راولي او ځېنې بيا دا د ګوندونو له خوا د زياتو څوکيو د ګټلو یو کوشش ګڼي.
د شپږ مذهبي ګوندونو ايتلاف - متحده مجلس عمل - په ۲۰۰۲ م کال کې د امريکا پر افغانستان د بريد او د طالبانو د حکومت د نسکورولو پرضد جوړ شوی وو.
نور وښیئ