عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د تېرې قامي اسمبلۍ په مقابله کې دا ځل ځينې وتلي سياستوالان په قامي اسمبلۍ کې نه تر سترګو کېږي.په دوی کې نوازشريف، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو، سعد رفيق او د چوهدري نثار
د پاکستان انتخاباتو کميشن له خوا په خپور شوي حتمي فهرست کې ويل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې ترټولو زياتې څوکۍ د تحريک انصاف دي چې شمېر يې ۱۵۸ دی او ورپسې پاکستان مسلم ليګ نواز دی چې ۸۲ څوکۍ لري.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکېرټري ميا افتخار حسين وايي چې د پاکستان ترهګرۍ مخنيوي ادارې (نېکټا) ورته د خبرداري ليک لېږلی چې پکې ويل شوي، تحريک طالبان پاکستان د هغه د وژلو پلان جوړ کړی دی.
د وزیراعلا د نومولو لپاره تحريک انصاف داوخت له سختو داخلي مشکلاتو سره مخامخ دی.
په انتخاباتو کې افتاب شېرپاو، د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی، د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق خپلې خپلې څوکۍ بايللې وې.
د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين ويلي چې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو د نتيجو پرضد د احتجاج کولو په اړه په جوړ شوي اتحاد کې د شاملو ګوندونو ترمنځ په طريقه کار کې اختلاف وو.
عوامي نېشنل پارټۍ انتخابات رد کړي او له ادعا سره سم د شويو درغليو يا ټګيو پر ضد يې د جولای پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د مظاهرو غږ کړی دی.
د هېواد مهمو سياسي ګوندونو انتخاباتي نتيجې رد کړي او د ټګۍ تورونه يې پورې کړي دي.
قاضي اطهرمن الله دا فيصله یوه ورک سړي ساجد محمود د مېرمنې ماهرې ساجد د درخواست په قضیه کې اورولې وه. نوموړي ويلي ول چې په جبري توګه د خلکو ورکول په ټولنه کې تره خپروي
د پاکستان جولای پنځه ويشتمې ټاکنو لپاره د امنيتي تدابيرو په لړ کې خوا او شا اته لکه امنيتي ځواکونه په کار بوخت دي. دوی کې پوليس، رينجرز او پوځيان شامل دي. عبدالحی کاکړ پرې ويډيو راپور جوړ کړی دی.
د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د پاکستان په مرکزي کچه درې لوی ګوندونه لکه مسلم ليګ نواز، تحریک انصاف او پېپلز پارټۍ مشرانو د هېواد ډېری برخو کې خپلو ولسي غونډو ته ځانونه ورسول خو بلوچستان ته نه ولاړل.
د چارشنبې مازيګر په لندن کې له خپلې لور مريم نواز سره د ګډې خبري غونډې پر مهال نوموړي وويل چې دوی دواړه به نن د زيارت په ماښام پاکستان ته روانېږي.
د پاکستان احستاب عدالت د سېشنبې پر ورځ د ايون فيلډ په نوم د کرپشن فيصله محفوظه کړې وه او ويلي وو چې د د جولايي پر شپږمه نېټه به يې اعلانوي.
د جولای پر درېیمه د پنجاب په مرکز لاهور کې د زیات اورښت له کبله پر سړکونو او کوڅو اوبه ودرېدې او سېلاو راغی. تر ساعتونو پورې لارې تړلې وې او ګڼ ګاډي او خلک بند پاتې ول. د باران او سېلاو له کبله ځېنې جوړښتونه هم تاواني شول. د پنجاب نګران اعلا وزیر ځپلو سیمو ته ورغی او د تاوان جاج یې واخیست.
د قامي اسمبلۍ لپاره کانديد رامېش کمار مشال راډیو ته وويل چې د زياتوالي وجه د خلکو له خوا د ووټونو په اندراج کې دلچسپی اخيستل دی.
د پښتون تحفظ موومېنټ وايي چې د غورځنګ له فیصله سازې کمېټۍ يې خپل هغه مشران بهر ساتلي دي چې د جولايي ۲۵مه په ټولټاکنو کې برخه اخليخو زیاتوي چې له تحريکه یې نه دي اېستلي.
پروسږ کال (۲۰۱۷) په جولايي کې د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ مشر او د هېواد وزيراعظم نوازشريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې نا اهله وګرځولی چې له دې سره د دې ګوند او عدالت ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.
د ننګرهار امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، موټر بم برید د جلال اباد په مخابراتو څلورلاره کې شوی. دوی وايي، د جولای د لومړۍ نېټې برید پر داسې مهال شوی چې د هندوانو او سېکانو مشران د شاهي ماڼۍ لوري ته روان ول چې له ولسمشر اشرف غني سره وویني. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
رويټرز وايي، د خزانې وزارت داسې دستاويزونه يې هم ليدلي چې پکې ويل شوي چې چين د تېر مالي کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې پاکستان ته يو نيم ارب ډالر پور ورکړی دی.
نور وښیئ